ژوند بڼه سفر له نړۍ

نوې درجبه بندي؛ د کډوالۍ لپاره غوره ښارونه دا دي:

ژباړه: ملیحه ناصري

د یوې نوې درجه بندۍ پر بنسټ په دوه زره او دولسم کال کې د مهاجرت په پار , د نړۍ د غوره ښارونو په نوملړ کې د ټایوان ( ټایپه) ښار لومړی مقام وګاټه.

دغه درجه بندۍ د ژوند د څرنګوالي,  د سکونت اسانتیاوو, دندو , مالي برخو , کور او لګښت ورکولو پر بنسټ وشوې چې د نړۍ دوه اتیا ښارونه پکې وارزول شول.

دا دویم ځل دی چې ټايپه لومړی مقام خپلوي. دویم مقام د مالیزیا (کوالالامپور)  او درېیم د ویتنام ( هوچي مین ) خپل کړ.

څلورم ښار سنګاپور او پینځم د کاناډا مونټرال دی. پاتې نور اروپایي ښارونه دي:

لېسبون – پرتګال,  بارسلون – اسپانیا,  زوګ – سویس , لاهه – هند , بازل – سویس.

د ټایوان ( ټایپه) ښارچې لومړی مقام یې ګټلی دی

د کډوالو د نړیوالې شبکې په وینا ټایپې د هغو اسانتیاوو له مخې دا مقام وګاټه چې مهاجرینو ته یې برابرې کړې وې. سربېره پر دې کډوالو یې روغتیایي چوپړتیاوو ته هم لاسرسی لاره. شپږ نوي سلنه مهاجرانو یې دا هم ویلي و چې دلته د امنیت احساس کوي.

په اسیایي ښارونو کې بیا په شلم مقام کې بانکوک ښار, شپږ ویشتم توکیو او دري دېرشم کې جاکارټا دی.

د کډوالۍ په پار تر ټولو بد ښار چې اخرنی ( دوه اتیایم ) مقام یې خپل کړ , کوېټ دی. روم , میلان , لاګوس,  پاریس,  سان فرانسسکو,  لاس آنجلس, لیما , نیویارک,  یانګون دا ښارونه تر ټولو ټیټ مقام کې دي.

لس غوره ښارونه دا دي:

ټایپه – ټایوان

کوالالامپور – مالیزیا

هوچي مین – ویټنام

سنګاپور – سنګاپور

مونټرال – کاناډا

لیسبون – پرتګال

بارسلون – اسپانیا

زوګ – سویس

لاهه – هند

بازل – سویس

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.