فبروري 25, 2021

د ایمرجینګ څه ډول سیالۍ دي؟ ستاسې د پوښتنو ځواب دلته ولولئ

ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د اسیا کرکټ شورا له خوا د اسیایي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په دغو سیالیوکې زیاتره هغه لوبغاړي اخېستل کېږي، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۳ کلونو په منځ کې وي.
دا سیالۍ د دې لپاره ترسره کېږي، چې د اسیا د لویې وچې د کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې شي او خپلې تجربې شریکې کړي.
دا سیالۍ په ۲۰۰۹ م کال کې یو ځل ترسره شوې وې، له هغې وروسته دوهم ځل په ۲۰۱۳ م کال کې یو ځل بیا ترسره شوې، چې افغانستان هغه مهال پکې لوبېدلی و.
د ۲۰۱۳ کال ایمرجېنګ کپ سیالۍ هندوستان ګټلې وې.
د ۲۰۱۳ دغه جام سیالیو غوره لوبغاړی د عربي متحده اماراتو لوبغاړی شېمن انور راغلی و.
په ۲۰۱۷ م کال کې دا سیالۍ د اته لوبډلو په ګډون په بنګله دېش هېواد کې ترسره شوې وې.
افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، مالیزیا، نېپال او هانکانګ هغه لوبډلې وې، چې په ۲۰۱۷ م کال اسیا ایمرجېنګ کرکټ سیالیوکې ولوبېدې.
افغانستان، هندوستان، سریلانکا او مالیزیا په الف ګروپ یا ای ګروپ کې ولوبېدل.
پاکستان، بنګله دېش، نېپال او هانکانګ ب یا بي ګروپ کې ولوبېدل.
مالیزیا او هانکانګ په دغو سیالیو کې په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړ.
دا سیالۍ په ۲۰۱۴ ، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کلونوکې د ځېنو ستونزو له امله نه وې ترسره شوې.

اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې وې.
له الف ګروپ څخه په ۲۰۱۷ م کال ایمرجېنګ سیالیو کې سریلانکا پایلوبې ته رسېدلې وه او له بې ګروپ څخه پاکستانۍ لوبډله پایلوبې ته رسېدلې وه.
چې سریلانکا بیا پاکستان ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۷ م کال ایمرجېنګ سیالیو اتلولي سریلانکا وګټله.
د ۲۰۱۷ م کال ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د مارچ په ۲۷ مه نېټه پیل شوې وې او د اپریل په ۳ مه نېټه پای ورسېدلې.
د ۲۰۱۸ کال ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو په اړه په نړیوالو ورزشي وېب پاڼوکې ویل شوي، چې د سېپټمبر په میاشت کې ترسره کېږي، خو د سېپټمبر میاشت تېره شوې او دا دی اوس د نومبر میاشت روانه ده؛ خو لا هم د لوبې مهالوېش نه دی خپور شوی.
بل پلو د چهارشنبې په ورځ د افغان کرکټ بورډ د غوراوي یا سېلېکشن کمېټې نوي مشر دولت احمدزي وویل، چې افغان ایمرجېنګ لوبډله اوس په هندوستان کې له ملي لوبډلې سره یو ځای په تمریناتو بوخته ده، چې د دوو اونیو له تېرولو وروسته به په اسیا ایمرجېنګ جام سیالیوکې برخه واخلي.
بل پلو موږ د کرکټ بورډ له ویاند ښاغلي محمدفرید هوتک سره د لوبو د پیل په نېټه او د ځای په اړه وغږېدو، هغه وویل چې د اسیا ایمرجېنګ کرکټ سیالۍ د ډېسمبر په ۲ مه نېټه په سریلانکا هېواد کې پېلېږي او خوا شا ۱۷ ورځې به دوام وکړي.
د افغان کرکټ بورډ په وېنا دا مهال ۴۷ افغان لوبغاړي د ملي لوبغاړو او ځوانو لوبغاړو په ګډون په هندکې په تمریناتو بوخت دي.
کرکټ بورډ د ایمرجنګ لومړنۍ لوبډلې په نوملړ کې د ((ابراهیم ځدراڼ، احسان الله جنت، بهیر محبوب، شاهد کمال، درویش رسولي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ او ناصر جمال نومونه د توپ وهونکو په توګه؛ د رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل نومونه د ویکټ ساتونکو او د شمس الرحمن، عظمت الله، مسلم موسی او کریم جنت)) نومونه ذکر کړل.
ایمرج یا ایمرجېنګ انګلیسي لفظ دی، چې د یو ځای کېدو او څرګندېدو معناوې ورکوي.

د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ