سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ ایمرجینګ کپ سیالۍ نن پیلیږي !

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال  سیالۍ  د پاکستان او سریلنکا په ګډو کوربه توب سره ترسره کیږي، چې نن ډیسمبر میاشتې په ۶ مه نېټه په پاکستان کې پیلیږي.

 که څه هم د کرکټ اسیایي شورا پریکړه کړې وه، تر څو دا ځل د ایمیرجینګ کپ سیالۍ پاکستان کې ترسره کړي، خو د هندي کرکټ بورډ لخوا پاکستان ته د خپلو لوبغاړو په نه پریښودو سره اسیایي شورا مجبور شوه، چې سریلنکا هم د دغه لوبو دویم کوربه هېواد اعلان کړي، چیرته چې به د هندۍ لوبډلې په شمول د افغانستان، سریلنکا او عمان ټولې سیالۍ ترسره شي.

 د کرکټ دا سیالۍ سبا د ډیسمبر میاشتې په ۶ مه نېټه د پاکستان په کراچۍ کې د پاکستان او هانګ کانګ، بنګله دیش او متحده عربي اماراتو ترمنځ پیل کیږي.

همدا راز د ډیمسبر میاشتې په ۷ مه نېټه به دا لوبې د سیریلنکا کولمبو کې د کوربه سریلنکا او عمان او هند او افغانستان په سیالیو سره پیل شي.

 د کرکټ اسیايي شورا سره دا ۵۰ اوریزه سیالۍ د (لیست ای) لوبو حیثیت یا درجه لري او د ګډون کونکو هېوادونو له ۲۳ کلونو څخه د کم عمر لرونکي لوبغاړي پکې ګډون کوي.

په دې سیالیو کې د تیر په څیر دا ځل هم د اسیا براعظم څخه ۸ لوبډلې شاملې دې، چې پکې ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکې او ۳ د کرکټ دویمې درجې غړو هېوادونو لوبډلې دي.

۸ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې افغانستان، هندوستان، سریلنکا او عمان شامل دي او په دویم ګروپ کې د پاکستان، بنګله دیش، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

 د سیالیو د مهالویش له مخې افغان لوبډله به په لمړي ګروپ کې په خپلې لمړۍ لوبه کې د ډییسمبر په ۷ مه نېټه د هندوستان، ۸ مه نېټه د سریلنکا او ۱۰ مه نېټه د عمان لوبډلې سره مخامخ شي.

نجیب ځدران به د اففان لوبډلې کپټان وي

 د یادونې وړ ده، چې د کرکټ ایمیرجینګ کپ سیالیو تیر پړاو په ۲۰۱۷ م کال کې د بنګله دیش په کوربه توب د ۸ لوبډلو په ګډون سره ترسره شو، چې پکې سریلنکا لوبډلې پاکستان ته په وروستۍ لوبه کې په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام خپل کړی و.

د ۲۰۱۸ م کال دا پړاو سیالۍ به د همدې ډیسمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه د سریلنکا په کولمبو کې پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی