هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

د نړۍ چاغه ښځه له بالیوډ سینما نورې غوښتنې هم لري

هغه چې کله هند ته د درملنې لپاره انتقال شوه نو لومړی يې د سلمان خان لیدل غوښتل، خو اوس د هیریتیک روشن سره نڅیدل هم غواړي.

د نړۍ چاغه میرمن چې د هندوستان په روغتون کې د وزن کمولو په موخه تر درملنې لانده ده، ویلي، چې که په پښو ودریده، نو غواړي له هیریتیک روشن سره وناڅي.

ایمان احمد ۳۶ کلنه ده او ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن لري. نوموړې اصلا د مصر ده او د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه بلل شوې ده.

میرمن ایمان ویلي که په خپلو پښو ودریږي، غواړي چې له هیرتییک روشن سره وناڅي.

تر دې وړاندې نوموړې د سلمان خان سره د ملاقات خواهش کړی و. هغه وخت د سلمان خان ورور ارباز خان رسنیو ته ویلي وه، چې ورور به يې حتما له دې میرمنې سره وګورې.

هیریتیک روشن په خپل یو بیان کې ویلي، چې دې اماده دې له یادې میرمن سره وناڅي. هغه زیاته کړې، چې څنګه بیرته هندوستان ته راستون شي، ضرور به ددې ناروغې میرمنې لیدنې ته ورځي.

د هیریتیک روشن مور ددې میرمنې د عملیات لپاره ۱۰ لکه هندي روپۍ خیرات ورکړي او خور يې ان ددې ناروغې میرمنې د لیدو لپاره روغتون ته ورغلې ده.
هیرتیک روشن وايي، چې که دا میرمنه جوړه شي او په خپلو پښو ودریږي؛ دې به ضرور ورسره ګډ شي او آن نڅا به د هغې په ګټه وبایلي.

ډاکتران وايي، چې یاده میرمن دوه سترو عملیاتونو ته اړتیا لري، څو يې وزن کم شي. ددې په عملیاتونو به تر ۲۰۰ لکه هندي روپیو پورې مصرف راشي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */