سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د کرکټ ښکلې لوبغاړې له خپل خاونده جلا شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو ښځینه لوبغاړې ایلیس پیري له پنځه کلن ګډ ژوند څخه وروسته له خپل خاونده جلا شوه.

ایلیس پیري په ۲۰۱۵م کې د مېټ ټوما سره واده وکړ. مېټ ټوما د اسټرالیا هېواد د رګبي لوبې نوموتی لوبغاړی دی.

ایلیس پیري او مېټ ټوما دواړو په خپرو کړو بیانونو کې ویلي، چې دا پرېکړه د دوی په ګټه ده.

دوي ویلې

له کله چې زموږ اړیکه جوړه شوې موږ له یو بل څخه لرې پاتې شوي یو او په یوازې توګه مو ژوند کاوه، نو په همدې موخه نور غواړو دا خپل انفرادي ژوند ته لومړیتوب ورکړو. دا پرېکړه زموږ لپاره یو بل ته احترام کول دي. موږ پرېکړه کړې، چې دا زموږ لپاره یوه سمه لاره ده، چې له یو بل څخه جلا شو.

۲۹ کلنې ایلیس پیري په ۲۰۰۸م کې لومړۍ لوبه د اسټرالیا لپاره ترسره کړه.

ایلیس پیري د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلي الراونډره لوبغاړې ده، چې تر دې دمه یې ۸ ټيسټ، ۱۱۲ یو ورځنۍ او ۱۱۸ بیا شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې دي.

هغې په ټیسټ لوبو کې ۶۲۴ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۰۲۲ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۱۹۷ منډې جوړي کړې دي.

د دې ترڅنګ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې دې مخکښې لوبغاړې په ټیسټ سیالیو کې ۳۱ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۲ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۱۴ ویکټې اخیستې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ