فبروري 28, 2021

الېس پېري د اسټرالیا ښځينه لوبډلې لپاره د ملا تیر شوه

ایلایس پېري چې ۲۸ کاله عمر لري د اسټرالیا په ښځینه لوبډله کې هغه هستي ده، چې دا لوبډله په درې یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان خلاف درې  د صفر پر وړاندې بریا ته ورسوله.
اسټرالیایي ښځينه لوبډلې انګلستان ته د درې یو ورځنیو، یوې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو لپاره د جولای په دوهمه نېټه سفر کړی دی.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای په دوهمه نېټه اسټرالیا په ۲ وېکټو وګټله؛ په دې لوبه کې پېري درې وېکټې واخېستې او انګلستانۍ ښځينه لوبډله یې تر ۱۷۷ منډو محدوده کړه او پېري د ملا د تیر رول ولوباوه او د لوبې غوره لوبغاړې جایزه یې واخېسته.
دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې پېري ۶۲ منډې وکړې او یوه یې وېکټ واخېسته، خو ډېلېسا کامېنس د ۵ وېکټو په اخېستو سره د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شوه.
دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ایلایس پېري د انګلستان ۷ وېکټې وغورځولې، لسو اورونوکې یې ۴ اورونه مېډن کړل او ۲۲ منډې یې ورکړې.
نوموړې د دې اورونوپه ترسره کولو سره په نړیوالو یو ورځنیو ښځینه لوبو کې ریکارډ جوړ کړ.
اسټرالیا د ایلایس پېري د ښې کارکرده ګۍ له امله درې واړه یو ورځنۍ لوبې له انګلستانۍ لوبډلې د دوی په کورکې وګټلې.

د جولای په ۱۸ مه نېټه پېري په یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې د انګلستان په هسک په لومړۍ توپ وهنه کې وځلېده.
هغه ټو ډاون لوبغالي ته راښکته شوه، په ۲۸۱ توپونویې ۱۱۶ منډې وکړې، ۱۶ څلوریزې یې ووهلې او د اسټرالیا منډې یې تر ۳۴۱ ورسولې؛ اسټرالیا نن هم توپ وهنه کوي او ۵ وېکټې ورسره شته.
دا یواځېنۍ ټېسټ لوبه د جولای په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.
دواړه لوبډلې ۳ شل اوریزو لوبو پیل د جمعې په ورځ کوي او د جولای په ۳۱ مه نېټه پای ته رسېږي.
 
 
 

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ