فبروري 26, 2021

الیزابت وارن؛ هغه ښځه چې د ټرمپ پر وړاندې ولسمشریزې سیالۍ ته راوتې

 
د امریکا د ۲۰۲۰ ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند سناتورې الیزابت وارن د خپلې نوماندۍ خبر ورکړی.
هغې له دې اعلان سره په دغو ټاکنو کې ځان د ډونالډ ټرمپ لومړنۍ سیاله ګرځولې ده.
د نوماندۍ اعلان
مېرمن الیزابت وارن د ۲۰۱۹ میلادي کال له پيل څخه یوه ورځ مخکې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ اعلان وکړ.
هغې پرخپلې ټویټر پاڼې یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې د امریکا د متوسطه طبقې پياوړتیا د نوموړې مهمه موخه ښودل شوې ده.
الیزابت ژمنه کړې، چې که ولسمشریزې ټاکنې وګټي د اقتصادي اصلاحاتو ترڅنګ به د لویو شرکتونو هغه اغېزې محدودې کړي، چې پر بانکونو او سیاسي پریکړو یې لري.
مېرمن وارن دغه راز ویلي، چې له فساد سره به جدي مبارزه او د دیموکراسۍ ساتنه به کوي.
د ټولو امریکایانو انساني او اساسي حقونو ته درناوی او فرد ـ فرد ته د اقتصادي اسانتیاوو او کار برابرول د ټرمپ د دغې ټاکیزې سیالې نورې ژمنې دي.
د مېرمن وارن به اړه
مېرمن وارن ۶۹ کلنه او له ۲۰۱۳ راهیسې د ماسوچوست ایالات د سناتورې په توګه فعاله ده.
هغه د ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د مخالف ګوند (دیموکرات غوښتونکو) اړونده ده.
مېرمن وارن د هاروارډ پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده هم ده. هغې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ پروړاندې د خپل ګوند د نوماندې هیلري كلینټن ملاتړ کاوه.
هغه په ۲۰۱۶ کې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال پر ټرمپ توندې نیوکې کولې او له ترټولو سرسختو مخالفانو څخه یې وه.
د ټرمپ او مېرمن وارن لفظي شخړو د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لا نور دوام وکړ.
پر ټرمپ د وارن تورونه
مېرمن وارن د ټرمپ د مالي سرچینو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولي او د دې ترڅنګ یې توکم پال او د جنیست په اړه د افراطي نظریاتو څښتن ګڼي.
ټرمپ بیا پر مېرمن وارن تور لګولی، چې احمقه، بد خولې او سطحي ښځه ده.
اقتصادي تمرکز
د مېرمن الیزابت وارن یو عمده تمرکز د امریکا پر اقتصاد د هغې ژورې نیوکې دي.
هغه د ټرمپ اقتصادي سیاستونه چې تر ډېره د پانګوالو په ګټه ګڼل کیږي، د امریکایي ټولنې د تباهۍ هڅې ګڼي.
مېرمن وارن په سنا یا مشرانو جرګه کې هم تل د ټرمپ پر اقتصادي سیاستونو سختې نیوکې کړي.
په ټوله کې د مېرمن وارن ادعا دا ده، چې دا د متوسطه اقتصاد لرونکو د پياوړتیا او مدافعت لپاره را میدان ته شوې ده.
دې ته په کتو سره له اوسه وړاندوینه دا ده، چې هغه به د لویو پانګوالو له سختو مخالفتونو سره مخامخه شي.
وخت یې لا پاتې
د امریکا دیموکرات ګوند به تر یوه بل کاله پورې د ۲۰۲۰ ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل وروستنی نوماند/ نومانده مشخص کړي.
ترهغې لا معلومه نه ده، چې له دیموکرات ګوند څخه به نور څوک د ټرمپ د مقابلې لپاره راووځي.
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو معمول دا دی، چې له یوه ګوند څخه په لومړیو کې څو تنه ولسمشریزو سیالیو ته را میدان ته کیږي، خو وروسته دوی د خپلمنځیو ټاکنو په پایله کې پر یوه نوماند/ نوماندې سلا کیږي.