د هلمند والي: هر څوک چې بريښنايي تذکره ونلري، دولتي بست ته ازموينه نسي ورکولای!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبريال: مدثر دعوت
د هلمند والي تورن جنرال ياسين خان وايي هغه څوک چې بريښنايي تذکره ونلري دولتي بست ته ازموينه نسي ورکولای.
ياسين خان نن په هلمند کې د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش د لرۍ په پرانيستغونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې تر راتلونکې يوې مياشتي پوري ټول مامورين بايد اکترونيکي تذکرې ترلاسه کړي او له هلمنديانو يې غوښتنه وکړه چې خپل ځانونو او کورنيو ته هم تذکرې واخلي.
fb img 15990443552725040692133565805374 د هلمند والي: هر څوک چې بريښنايي تذکره ونلري، دولتي بست ته ازموينه نسي ورکولای!
ياسين خان وايي، له یوې میاشتي وروسته هیڅ یو کس د برېښنایې تذکرې پرته دولتي بستونو ته نوم لیکنه نسي کولای، پدې برخه کي یې د بشري منابعو او اداري اصلاحاتو ریاستونو ته جدي سپارښتني هم وکړې.
fb img 15990457249842810872996069815593 د هلمند والي: هر څوک چې بريښنايي تذکره ونلري، دولتي بست ته ازموينه نسي ورکولای!
د هلمند د احصائې او معلوماتو رئيس ولي شاه پاڅون وويل چې ددې ادارې ټول کارکوونکي مسلکي دي او روزنه ورکول سوې،دده په خبره ټېم يې د بريښنايي تذکرو د وېش لپاره پوره چمتوالی لري.
fb img 15990443497863410235124714246972 د هلمند والي: هر څوک چې بريښنايي تذکره ونلري، دولتي بست ته ازموينه نسي ورکولای!
د مراسمو په وروستيو کې هغه کسانو او اداري رئيسانو ته چې الکترونکي تذکرې ورته جوړي سوي وې،وويشل سوې.
په جنوب زون کې تر کندهار وروسته هلمند دويم ولايت دی چې د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش بهير پکښې پيليږي.