ټاکنه او ازموینه؛ د پوهانو له نظره

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
ازموینه
په خدای توکل او په خپل نفس باور هر وخت او هره ازموینه سړي ته اسانوي ( امام فخر رازي )
هغه ازموینه له درغلۍ رڼه ده چې له ځانه يې واخلې!( بایزید بسطامي )
که چېرې ازموینه نه وای انسان هېڅکله د بریالیتوب تر پوړۍ نه رسېده.
( دکارت )
هغوی چې له ازموینې وېرېږي، نو بریالیتوب به یې هم نصیب نه شي
(چارلز دیکنز)
ټوله نړۍ دازموینې ډګر دی او هر څه چې په نړۍ کې دي دازموینې وسایل دي. ( پاسکال)
له هغه وخته چې ازموینه منځ ته راغلې، درغلي هم راپیدا شوې.
( توماس ارسیون )
ازموینه یوازې د یوتن حق نه دی، ټول کولای شي ټول وازمایي.( مادام کوري )
ژوند هغه ازموینه ده چې هېڅ پای نه لري. (ولتر)
دژوند ازموینه معلوم وخت او ځای نه لري.ازموینه ته باید تل چمتو اوسئ. (موتزارت)
هغه ازموینه مو چېپه ځوانۍ کې ورکړې، پایله به یې په بوډاتوب کې معلومه شي. ( پایلوپیکا سو)
 
ټاکنه یا انتخاب
په هره ټاکنه کې بیا هم کولی شو، ښه ټاکنه وکړو. ( ابن سینا )
په دوو شیانو، زېږدنه او مرګ کې ته د انتخاب حق نه لرې. ( لایوتسه )
تر ټولو ښه ټاکنه هغه ده چې په مشورې شوې وي. ( لینکلن )
د تجربې ګټه دا ده چې انتخاب اسانوي. ( ویلیام شایرر )
هغوی چې په ټاکنه کې سختګیري کوي، ژر غولېدونکي دي.
(استرو اونیسکي)
انسان د ټاکنې حق نه لري، ځکه راتلونکی مجبور او محکوم دی. ( نیچه )
که چېرې د ټاکنې صلاحیت او قدرت نه لرې، پرېږده نور ستا لپاره ټاکنه وکړي. ( آلفرد هیچکاک )
ټاکنه او علم سره نېغه اړیکه لري، هرڅومره چې علم زیات وي ټاکنه به اسانه وي. ( سرپوسي شللي )
څنګه چې ته د ټاکنې حق لرې، باید نورو ته د هغوی د خوښې ټاکنې حق ورکړې. ( دانته )
تر ټولو بدترېنه ټاکنه هغه ده چې د زور او تهدید لاندې وشي. ( آژنده ژید )
د ټاکنې حق د اختیار تر ټولو لویه درجه ده چې سړي ته ورکول کېږي.
( جورج واشنګټن )
لومړی مشوره، دویم تصمیم او درېیمه ټاکنه درې بریالي رکنه یا اساسه دي. ( لوپ دووګا )
ټاکنه په عقل کېږي او په بېعقلۍ له منځه ځي. ( عمر مختار )

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.