
یوه نوې څیړنه کاږي، کور کې مشر ماشوم تر کشرانو هغوې ډیر هوښیار او بریالی وي.
په کور کلي کې یو کلتوري باور دا دی، چې د کور کشر ماشوم په ریښتیا هم ماشوم وي؛ منځنی هغه يې له پامه غورځول شوی، او مشر يې تر ټولو هوښیار وي. یوې تازه څیړنې دې کلتوري باور ته اوس ساینسي ثبوتونه تراشلي.
د بشري سرچینو ژورنال هغه څیړنه خپره کړې، چې پکې راغلي، لومړی اولاد (ماشوم) تر کشرانو ورونو/خویندو ډیر ځیرک، پوه او بریالی وي.
دا څیړنه چې څو لسیزې وخت يې نیولی، په امریکا کې په هغه زرګونه ماشومانو ترسره شوې، چې عمرونه يې له ۱۴ تر ۲۱ کلونو پورې دي.
څیړونکو د کور لومړی او بیا د کورم دوهم او دریم ماشوم په یو یوه عمر کې تر څیړنې لاندې نیولي او موندلې يې ده، چې لومړي زیږیدلي ماشوم په ذهني ازموینو کې تر کشرانو هغوې ډیرې نمرې اخیستي.
څیړونکو دې ته هم پام کړی، چې د کور کوم ماشوم د کار روزګار، عاید، زده کړو او اړوند برخو کې ډیر کوښښ کوي. دوی موندلې، چې د کور مشر ماشوم تر خپلو کشرانو ډیر د ذکر شویو مسایلو په فکر کوي.
د څیړونکو د ډلې یو غړي او لیکوال جیوون لیهمن وايي:
“موږ د څیړنې موندونو حیران کړو. د ماشومانو تر مینځ د زیږون نوبتیز توپیر او د والدینو د سلوک اغیز ډیر ژر څرګند شو.”
خو ولې؟!
د څیړنې په اساس لومړي ماشوم ته نسبت تر هغه وروسته زیږیدونکو ته ډیر پام او وخت ورکول کیږي. والدین لومړي ماشوم ته پوره وخت بیلوي او د هغوې سره په پام چلند کوي.
لیکوال جیوون وايي:
“والدیین خپل لومړي ماشوم ته ډیر وخت ورکوي او ورسره په پام خبرې کوي. د والدینو توجه او پاملرنه هومره کمیږي، څومره يې چې بچیان ډیریږي.”
څیړنه دا مني، چې د والدینو په مینه کې د کشر او مشر اولاد لپاره کوم خاص توپیر وجود نلري. ټول بچیان یو ډول مینه اخلي؛ توپير یواځې د هغوی په ذهني ځواکمنولو کې دی. والدین خپل لومړي اولاد ته ډیر اساسي مسایل ورزده کوي، چې د هغوی ذهني ودې سره مرسته کوي. د خپل راتلونکې بچیو سره بیا والدین یواځې په سطحي مسایلو بحث کوي، چې ډیر کله د هغوی د ذهني ودې سره کومه خاصه مرسته نکوي.
ښاغلی جیوون وايي، که والدین وغواړي، یا نه؛ خو د بچیانو په ډیریدو سره د ولادینو وخت، پام او نورې منابع کمیږي، او د مشر اولاد په څیر، کشرانو ته رسیدګي نشي کولای.
څیړنه کاږي، چې که څه هم دا د ماشوم په شحصیت کوم لوی اغیز نه پریږدي؛ خو په ځان د لومړي ماشوم باور زیاتوي او هغه په علمي او مسلکي ډول پرمختګ کوي. د لومړي ماشوم ذهن هم تر کشر هغوې ښه وي.
څیړونکي وايي، دا څیړنه موږ ته ددې درس راکوي، چې په ماشوم د ژوند په لومړیو څو کلونو کې پانګونه، اصلا د هغه په راتلونکي سرمایه ګذاري ده. هر هغه فعالیت، لوبې او مرسته چې تاسې يې د ماشوم سره په لومړیو کلونو کې کوۍ، د هغه په راتلونکي مستقیم اغیز لري.
له دې څیړنې مخکې ځینو نورو څیړونو هم موندلې وه، چې کشران ماشومان له مشرانو هغوی په ذهني لحاظ کمزوري وي او ګټې وټه يې هم کمه وي. کشران اکثره خپل سبقونه پریږدي او په جرمونو لاس پورې کوي.