فبروري 27, 2021

د یوه سترمجرم محکمه؛ ایل چاپو د دفاع لپاره یې ۵۰ میلیونه ډالر ورکوي

له ګڼو خلکو به مو د لاسلیک اخیستو اوریدلې وي، خو په دې به نه یئ خبر، چې دا ځل د امریکا په نیویارک کې د یوې محکمې د منصفه پلاوي غړي له یوه ترټولو لوی مجرم څخه د یادګاري لاسلیک غوښتنه کړې ده.
دا لوی مجرم څوک دی؟
دا لوی مجرم ایل چاپو نومیږي، او د مکسیکو په یوې کلیوالې سیمې کې په یوه غریبه کورنۍ کې زیږیدلی او لوی شوی دی. هغه د نړۍ په کچه د نیشه یي توکیو تر ټولو لوی قاچاقبر ګڼل کیږي.
د ایل چاپو اصلي نوم خواکین ګوزمن دی، او ایل چاپو ورته ځکه وايي چې نوموړی ټیټ قدی دی. هغه تورن دی، چې پرله پسې ۲۵ کاله یې په نړیواله کچه د نیشه یي توکیو د قاچاقبرۍ ترڅنګ د پیسې وینځلو، وسلو قاچاق، انسان تښتونو او وژنو په شان ګڼ جرمونه کړي.
دا مشهور قاچاقبر ۶۱ کلن دی. هغه له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د کارتل سینالوا په نوم د مکسیکو ترټولو پیاوړې جرمي ډله رهبري کړې ده.
ایل چاپو په دومره موده کې تر۱۵۴ ټنو پورې کوکائین او د نیشه یي توکیو نور ډولونه، چې بیه یې تر ۱۴ میلیاردو ډالرو اټکل شوې امریکا متحده ایالاتو ته قاچاق کړې ده.

د لوی مجرم د ښار زېږنده
د محکمې د منصفه پلاوي دغه غړي د محکمې له یوه مامور څخه غوښتي وو، چې د ایل چاپو یادګاري لاسلیک ورته واخلي.
د منصفه پلاوي غړي د دې هڅې له رسوا کیدو وروسته یې ویلي، چې د ایل چاپو د یادګاري لاسلیک غوښتنه یې د دې لپاره کړې چې د ایل چاپو په ښار کې زیږیدلی دی.
د محکمې د منصفه پلاوي دا غړی محفوظ نومیږي.
د محکمې منصفه پلاوی په امریکا کې ۱۲ غړي لري. دا پلاوی له قاضیانو سره په پریکړو کې مشورتي رول لوبوي.
تر ټولو ګران بیه دفاع
اټکل کیږي، چې د ایل چاپو مدافع وکیلان به د هغه د دفاع لپاره تر۵۰ میلیونو پورې امریکایي ډالر ترلاسه کړي.
دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه دفاع او حساسه محکمه ګڼل شوې ده.
د تېښتې سلطان
ایل چاپو په لومړي ځل په ۱۹۹۳ کال په ګواتیمالا کې ګرفتار او مکسیکو ته ولېږدول شو. هغه تراوسه درې ځله د فوق العاده امنیتي تدابیرو باوجود له زندانه په تېښته بریالی شوی.
هغه ته له دې کبله (د تېښتې سلطان) لقب ورکړل شوی.
هغه په وروستي ځل په ۲۰۱۵ کې د مکسیکو له زندانه تېښته وکړه. د دغه هېواد لوی څارنوال د هغه د نیولو پر سر ۳ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالره جایزه وټاکله.
ایل چاپو څو میاشتې وروسته بیا ونیول شو. دا نیونه دومره مهمه وه، چې اعلان یې د مکسیکو ولسمشر پخپله وکړ.
ایل چاپو په ۲۰۱۶ کې له امریکا سره تبادله شو. هغه مکسیکويي قاضي چې امریکا ته یې د ایل چاپو د سپارلو پریکړه کړې وه، ناڅرګندو کسانو وواژه.
ایل چاپو د نشه يي مواد د قاچاق په تاریخ کې یو له مشهورو څیرو څخه دی. د هغه د سیمې خلک له نوموړې خوشاله دي او هغه خپل مرستندویه بولي. خو امریکا او نوره نړۍ بیا ځکه دده په لټه وه چې هغه د امریکا په شمول بیلابیلو هیوادونو ته نشه يي مواد استول او ددې لپاره یې عجیبې او حیرانونکې لارې کارولې.