ليکنه: فرزانه زيار
د کور پاکول يا د کوټو څنډل، د اختر هغه کارونه دي چې بايد دوې درې اونۍ مخکې د اختر له رارسېدلو څخه خلاص شي.
ځکه نور کارونه، لکه د خوږو پخول، د وچو او تازه مېوو اخيستل، د جامو ګنډل يا د جامو اوتو کول، پر سم ځای اېښودل او دا سې نور کارونه هم وي چې بايد يوه مېرمنه یې ترسره کړي.
که له اختر څخه دوې درې اونۍ مخکې د کوټو څنډل پيل کړئ، نو خپل کار به بې له بیړې او رواني فشار څخه خلاص کړئ او د نورو کارونو، لکه صافي کول يا د کور د شيانو بدلولو ته به پوره وخت ولرئ.
د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونيسئ:
۱- د خپلو کارونو فهرست جوړ کړئ
مخکې له دې چې پر کار پيل وکړئ، د ټولو هغو شيانو يا ځايونو فهرست جوړ کړئ چې غواړئ پاک یې کړئ، خپل کارونه د کوټو پر اساس ووېشئ او د هر کار لپاره وخت په پام کې ونیسئ.
۲- په هر ځای کې چې یاستئ، هماغه ځای پاک کړئ
مثلاً که په پخلنځي کې خواړه پخوئ کولای شئ د خوړو پخولو تر څنګ پخلنځی جارو کړئ، لوښي صافي کړئ، د پخلنځي نظم جوړ کړئ. يا که په کوټه کې تلويزیون ګورئ، نو کوټه هم ورسره جارو کولای شئ، المارۍ منظمه او پاکه کړئ او يا هم ښيښې صافي کړئ.
۳- وخت ځانګړی کړئ
د يوه پاک او منظم کور د درلودلو لپاره په ورځ کې ديرش دقيقې د کور پاکولو ته ځانکړې کړئ.
۴- کار يوازې مه کوئ
دا اختر یوازې ستاسو نه دی او يوازې د ستاسو ملګري او کورنۍ دې کور ته نه راځي، نو د کور کارونه هم يوازې مه کوئ، کارونه د کورنۍ د غړو ترمنځ وویشئ، مثلاً له خپلو ماشومانو څخه وغواړئ چې خپل د خوب ځايونه جوړ کړئ خپل د لوبو توکي پرسم ډول بېرته په المارۍ کې کېږدي چې په دې کار سره به ماشومان هم د مسووليت احساس وکړي.
۴- خپل کار اسانه کړئ
هغه توکي مو چې اوس نه وي پکار، په يوې جلا خونه کې یې کېږدئ، چې د کډوډۍ لامل ونه ګرځي، مثلاً که اوړی و، نو د ژمي جامې، کمپلې، بخارۍ او… په يو جلا ځای کې کېږدئ.
۵- خپل کارونه په شوق سره وکړئ
مثال کولای شئ د کار په وخت کې راډيو واورئ، د قرآنکريم تلاوت واورئ، د درسونو ريکارد واورئ او يا د کورنۍ له غړو سره کیسې وکړئ، نو پر دې ډول به له کار څخه ستړي نه شئ.