Advertisements
افغانستان ټولنیز ژوند کلتور او هنر

نا امنۍ،له کلیو ښارونو ته کډوالیدل او ټیکنالوژۍ اخترونه بې خونده کړي

لیکنه: حمیدالله حمیدي

په ټوله اسلامي نړۍ کې هر کال دوه اخترونه راځي، چې یو ته یې کوچنی او بل ته یې لوی اختر وايي. دا د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې درې وي، چې عمومآ په اسلامي هېوادونو کې رسمي رخصت وي، په حقیقت کې دا د ډېرو مسلمانانو لپاره د کورنۍ د غړیو د لیدنو- کتنو، د راشه، ورشه او یو بل سره د پخلاینې او خوشحالۍ پلمه ده.

د اختر په ورځ د پاکو او نويو جامو اغوستل، د ځان سينګارول، عطر او رانجه کارول سنت کار دى. که څه هم اخترونه له اره ديني مراسم دي، خو اوس يې تر ډېره کولتوري بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې خو بيا د خلکو د دوديز او ولسي کولتور د يوې برخې په توګه لمانځل کېږي. له همدې کبله تر دیني رواياتو ور هاخوا، اخترونه زموږ په فولکور او ادب کې خورا ستر ځای لري. څه ډول چې مشران کیسې کوي، اوسني اخترونه د پخوا په نسبت بې خونده شوي دي. که څه هم چې پخوا د اوس په پرتله په هره برخه کې امکانات کم و، خو اخترونه یې له خوښۍ او خوشالۍ ډک و ان دا چې د ژوند هره برخه یې د خوښۍ ډکه وه.

جګړو د اختر نمانځلو بڼه بدله کړې ده. نو ځکه یې پخوانی خوند او رنګ له منځه تللی دی. له دېروشو ډېر کاله وشول چې افغانان، د اختر په خوند نه دي پوه شوي.

دا یوازې افغان مظلوم ولس هم ندی چې اخترونه او روژې یې په ماتم کې تېرېږي. له افغانستانه، تر عراقه او له سوریې تر فلسطینه د غم ټغر خور دی. په دې سپېڅلې میاشت کې زمونږ وطن او ولس د ګڼو نادودو شاهد و. د خلکو زړونه ماتي شوي، خوښیو ترې کټه کړې ده غمونه او ژړاګانې یې د کورونو مېلمنې شوې دي. خو دا چې په کال کې دوه اخترونه راځي او دا د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ ورځې دي، نو ارو مرو یې باید په خوښۍ ونمانځي نفرتونه، کینې او دښمنۍ یوې خواته پرېږدي.

دا چې له کلیو او بانډو ډېر شمېر خلک ښار ته راکډه شوي نو د دې خلکو په راکډه کېدو سره د کلېو او بانډو ډېر نور رواجونه هم کم رنګه شوي. که څه هم په ښارونو کې ډيرې اسانتیاوې موجودې دي د لوبو ميدانونه، پارکونه، ټالونه او نور ميله ځایونه جوړ شوي خو خلک د هماغو کليوالي رواجونو، بنډارونو او مېلو ارمان له ځانه سره لري.

د پښتو دا ټپه به مو ارو مرو اورېدلې وي، چې وایي، مینه په تلو راتلو زیاتېږي، کله راځه کله به زه درځم مینه. دا بلکل په تول تللې خبره ده، چې راشه درشه مینه زیاتوي، خو اوس نوې تکنالوژۍ په تېره بیا تلېفوني شبکو هغه اوږده او پلي مزلونه هم را لنډ کړي دي، چې په خوا به یو دوست د بل دوست کره د اختره مبارکۍ لپاره وهل او د مینې د زیاتې دو لامل یې کېده.

دوی اوس دی اوس د تلېفون پر مټ هغه خپلو خپلوانو ته چې په لرو سیمو کې پراته دي، د اختر او یا نورې مبارکۍ وایي، چې د مخامخ لیدو، کتو او خبرو کولو خوند په کې نه وي. دا چې دا ځل د اختر درې ورځې د افغان حکومت او سله والو طالبانو تر منځ اور بند اعلان شوی، هیله من یوو چې د هېڅ د غم، جګړې او چاودنې خبر مو تر غوږو نه شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.