مارچ 6, 2021

د هګیو بیه ولې شپږ افغانیو ته ټېټه شوه؟ د کرنې وزارت یې ځواب وايي

Advertisements

راپور: بشر درویش
د هګیو د بیې ټېټولو په موخه د تیرې اوونۍ د سې شنې په ورځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو، د چرګانو روزنې ټولنې چارواکو، سترو تولیدوونکو او واردوونکو سوداګرو په شتون کې ناسته وشوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد له درېوو بندرونو څخه په محدود ډول باکیفیته هګۍ وارد شي ترڅو د هېوادوالو ستونزې هوارې شي.
د افغانستان د اوبولګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ کله چې، احتکارکوونکي سوداګر او تولیدوونکي په دې پوه شول چې هګۍ واردیږي او د بیو کنټرول یې له لاسونو وځې، کومې هګۍ یې چې په محتکرانه ډول زېرمه کړي ول ترڅو په لوړه بیه یې وپلوري، بازار ته وړاندې کړل، چې په بازار کې ددې محصول د بیې د ټېټېدو لامل شو.
سرچینه وايي، په همدې توګه، نن له ۱۲ افغانیو ۶ افغانیو ته د هګیو د بیې ټېټېدل او په بازار کې ددې محصول ډېر شتون وښود چې د محدودو وارداتو په هکله خبرې ددې لامل شوي، چې محتکران خپل زېرمه شوي محصولات را وباسي او بیې ټېټې شي.

انځور: کرنې وزارت پاڼه

د وزارت غوښتنه

د کرنې وزارت له دولتي او غیر دولتي عواملو غواړي، چې د احتکار مخه دې ونیسي ترڅو خلک په اسانۍ سره عادي ژوند وکړي او د خپل د اړتیا وړ لومړنیو توکو ته لاس رسي ولري.
سرچینه زیاتوي؛ په دې سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغه شمېر سترو تولیدوونکو او د خلکو خدمتګارانو څخه چې په زړه سوي سره د تولید په زیاتوالی کې هلې ځلې کوي، مننه کوي او له هغوی غواړې، چې د وطني تولید د پراختیا په پار دې خپل رښتنې هلې ځلې لا ډېر کړي.

لوړې بیې

باید یاده کړه چې د هیواد په مختلفو سیمو کې د هګیو بیه لوړه شوه او ان تر ۲۰ او ۲۵ افغانیو د یوې هګۍ قیمت لوړ شو. که څه هم یوځل مخکې د کرنې وزارت ویلي ول چې د هګیو بیه باید ۸ افغانۍ وي، اما با وجود ددې هم خلک شکایت کوي چې اوس هم هګۍ په ۱۴، ۱۵ او ان ۱۷ افغانیو پورې په بیلابیلو سیمو کې پلورل کیږي.
خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې د هګیو په شمول د نورو توکو کنټرول ته هم پام وکړي او هر ډول خپلو سرو نرخ ټاکوونکو ته دې سخته جریمه ورکړل شي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د سويلي افريقا کريکټ بورډ دوه نوي لوبډلمشران وټاکل

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

Advertisements د سويلي کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووریزو لوبو لپاره يې لوبډلمشران ټاکلي. د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې مخکنی لوبډلمشر کوينټن ډيکوک وو خو په يوې نوې پرېکړه کې ... نور ولولئ