خواړه روغه سټه

که د ورځې درې هګۍ وخورئ، څه به پېښ شي؟

د هګیو په اړه ځېنې وخت ناسمې غوغاوې خپرېږي، خو دا غوغا سم دلیل نه دی.

د هګیو د خوړلو زیاتره شوقیان بیا وایي چې هګۍ غوړ لري او ښایي خلکو ته زیان ورسوي.

ډېری کسان وایي چې هګۍ به تاسې ته زیان ورسوي او له کلوسټرول څخه یې وېره لري، خو حقیقت دا دی، هغو کسانو ته چې هګۍ ښې دي، باید د ورځې لږ تر لږه درې دانې جوش کړې او یا هم پخې شوې هګۍ وخوري.

هګۍ یوه حېرانوونکې غذا ده، چې کولای شئ وې یې خورئ، د ډېرې انرژۍ ترڅنګ ډېر وېټامینونه هم ترلاسه کړئ او بدن ته مو قوت ورکړئ.

یوه هګۍ دغه مواد په ځان کې لري

وېټامین ای ۶ سلنه، ۵ سلنه فولېټ، فولېټ په وجود کې هغه ماده ده، چې د وینې د سرو کرویاتو حجرې رغوي.

وېټامین بي پنځه، اووه سلنه، وېټامین بي دولس، ۹ سلنه، وېټامین بي دوه، ۱۵ سلنه، فاسفورس ۹ سلنه او سیلینیوم ۲۲ سلنه لري.

د دې سربېره هګۍ وېټامین ډي، وېټامین اِي، وېټامین کی، وېټامین بي شپږ، کلسیم او زېنک په خپل ځان کې لري.

د هګیو څېړونکي وایي چې د هګیو په خوراک سره تاسو کولای شئ، ۷۷ سلنه کالوري، ۶ ګرامه پروټين او پنځه ګرامه صحي شحمیات ترلاسه کړئ.

د هګیو پېژندونکي او د دې برخې متخصصین وایي، چې د ورځې د دریو هګیو خوراک سره تاسو کولای شئ، چې دا پورته ټول مواد درې برابره واخلئ او وجود ته پرې قوت وروبخښئ.

خو یوه خبره شته، هغه دا؛ هغه کسان چې د هګیو په خوراک سره یې بدن ته زیان رسېږي، باید له خوراک څخه یې ډډه وکړي.

د بډو یا ګُردو ناروغانو ته پکار ده، چې د هګیو په خوراک کې احتیاط وکړي او یا هم له اړوند ډاکټر سره مشوره وکړي.

ډاکټران بیا هغو کسانو ته هم د هګیو نه خوړلو توصیه کوي، چې د معدې سخته ناروغي ولري.

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی