فبروري 27, 2021

دا طبي نسخه مو په ژمي کې د مخ پوستکى له وچوالي ساتي

ژباړه:شپنه سلګۍ
یوه کورنۍ خو طبي نسخه چې د ژمي پۀ یخ موسم کې مو پوستکی لۀ وچوالي ساتي !
هغه پېغلې او ځوانان چې د ژمي پۀ موسم کې د پوستکي وچوالي ته اندېښمن دي او د ښکلي مخ غوښتونکي دي، نو د  دې طبي ماسک څخه دې ګټه پورته کړي.
دا یؤ طبیعي ماسک دی، چې د پوستکي وچوالی پۀ بشپړه توګه لۀ منځه وړي او د پوستکي روغتیا او ښکلا ته زښته ډېره ګټه رسوي.
تاسو کولی شئ چې د دې ګټور ماسک څخه په ډېرې اسانۍ سره استفاده وکړئ:
د اړتیا وړ مواد:

– یو قاشوغه شات
ــ یو قاشوغه د زیتون غؤړي
ــ یوه هګۍ
د جوړولو طریقه:
لومړۍ د هګۍ ژېړ له سپینو څخه بېل کړئ، ورورسته د هګۍ سپین په خپل منځ کې سره ګډ کړئ چې هر کله کلک شول نو یو قاچوغه د زیتون غوړي او یو قاچوغه شات پکې واچوئ او تر هغې یې سره ولړۍ چې ټول یو شان نه وي شوی.
د کارولو کړنلاره:
لومړۍ مو مخ سم ووېنځئ، د مخ له وېنځلو وروسته تیار شوی ماسک په مخ او غاړه ووهئ، پنځلس دقیقې وروسته مو مخ په تړمو اوبو ووېن.
نوټ: دا ګټور ماسک تاسو په اوونۍ کې د یو/دوه ځله وکاروئ، د پوستکي د وچوالي لپاره هره ورځ مرطوب کوونکي او د لمر ضد کرېمونه وکاروئ او د وچ پوستکي لپاره هغه صابون وکاروئ چې ګلیسرین پکې شتون لري.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ