د آی‌پي‌اېل، نړیوال جام او کرکټ نړیوالې شورا پر وړاندې پرتې ننګونې 

ځېنو هندي رسنیو ویلي، چې د سپټمبر او یا هم نومبر میاشت کې به د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې لوبې بیا پیل شي.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي ویلي، چې د آی‌پي‌اېل ترسره کېدل به د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته هم لاره پرانیزي.

نو د نړیوال جام په نظر کې نیولو سره به د آی‌پي‌اېل لوبې بیا مهالوېش یا ري سکېجول شي.

د آی‌پي‌اېل وروسته له هغې وځنډول شوې، چې د کلکتې، چینای، حیدراباد او ډیلي لوبډلو ځېنو لوبغاړو د رهبرۍ غړو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل.

د کرکټ نړیواله شورا اوس په دې غور کوي، چې نړیوال شل اوریز جام عربي متحده اماراتو ته انتقال کړي، پخوا د دې جان کوربتوب د هند پرغاړه و؛ خو هند کې د کرونا له پراختیا وروسته د یاد هېواد سوداګریزې لوبې هم ځنډول شوي دي.

خپله ګنګولي ویلي، چې له هند څخه عربي متحده اماراتو ته د لوبو انتقالول د بحث موضوع ده.

د هندوستان کرکټ بورډ لومړی هڅه کوي، چې آی‌پي‌اېل لوبې د پنځه یا څلورو لوبغالو پرځای په دوو یا درې لوبغالو ترسره کړي.

دې بورډ ویلي چې د آی‌پي‌اېل لپاره ممبيي لوبغالی ښه دی، چې دوه لوبغالي به د لوبو لپاره او یو لوبغالی به د لوبډلو د تمریناتو لپاره چمتو وي.

ګنګولي ویلي که چېرته د آی‌پي‌اېل پاتې ۳۱ لوبې په عربي متحده اماراتو کې وشي او همدارنګه نړیوال جام هم په اماراتو کې ترتیب شي؛ نو د لوبغاړو سفرونه به په قرنطیني حالت کې سخت وي.

ده ویلي چې هندوستان له انګلستان سره په انګلستان کې د ټېسټ لوبو لړۍ لري او همدرانګه ډېری نور لوبغاړي هم د سل توپونو لوبو ته انګلستان ته ځي؛ نو که نړیوال جام هم انګلستان کې ترتیب شي، سفرونه به بیخي اسانه شي.

یعنې هند هڅه کوي، چې نړیوال شل اوریز جام په انګلستان کې ترسره شي.

د لوبو تنظیم به ستره ننګونه وي

د هند لوبډله په جون میاشت کې انګلستان ته سفر لري او د پنځه ټېسټ لوبو وروستۍ هغه یې د سپټمبر په ۱۴ مه په مانچیسټر ښار کې ترسره کېږي.

او د نړیوال جام لپاره هم وخت د اکټوبر ۱۶ مه ټاکل شوې ده.

نو په یو خت کې د هند، انګلستان، پاکستان او افریقا لوبلړۍ تنظیمول او ورپسې جوخت د نړیوال جام راتلل د کرکټ نړیوالې شورا، هند او انګلستان لپاره ستره ننګونه ده.

کله چې د هند لوبډله خپله لوبلړۍ له انګلستان سره پای ته ورسوي، نو لوبډله یوې اوونۍ دمې ته اړتیا لري او بیا به نړیوال جام ته ورستنیږي، چې دا هرڅه وخت او تدبیر ته ضرورت لري.

همدرانګه د انګلستان لوبغاړي چې اوس په آی‌پي‌اېل کې دي، دوی په اکټو میاشت کې بنګله دېش او پاکستان ته سفرونه هم لري.

همدرانګه په لوبغاړو د لوبو پرله پسې فشار بل عامل دی، چې ښایي هند له تاوان سره مخ کړي.

ځکه لومړی آی‌پي‌اېل، بیا انګلستان سره پنځه ټېسټ لوبې او ورپسې جوخت نړیوال جام، دا نو سخته ده، چې لوبغاړي ډېر کار وکړي.

بل دې دور کې لوبغاړي ټپي کېږي او بیا درملنې او استراحت ته اړتیا پېدا کوي، چې دې ټولو ننګونو سره مطرح کرکټ بورډونه او د کرکټ نړیواله شورا مخ ده.

آی‌پي‌اېل ته ننګونه

د آی‌پي‌اېل لپاره بله ننګونه د اسټرالیا او انګلستاني لوبغاړو شتون دی، دا لوبغاړي د اېشېز په نامه تاریخي ټېسټ لوبې لري، چې هرکال ترسره کېږي.

۲۰۲۱ نومبر کې انګلستان، اسټرالیا ته د ټېست لوبو لپاره سفر لري، چې نړیوال جام ختمېدو پسې جوختې دا لوبې هم پیلیږي.

نو انګلستان او اسټرالیا غواړي، چې د دغو تاریخي لوبو او نړیوال جام لپاره لوبغاړي سر له اوسه دمه او کلیدي لوبغاړي روغ وساتي، ترڅو په دغو دوو مهمو او معتبرو کرکټ لوبو کې دوی ته ښې لاسته راوړنې ولري.

په ۲۰۲۱ کې وخت کم دی او د آی پي اېل، پاکستان سوپرلیګ او نړیوال جام په ګډون ډېرې لوبې پاتې دي.

بل پلو د عربو لس اوریز لیګ، پي اېس اېل، بنګله دېش لیګ او نور لیګونه هم په روان کال کې ترسره کېږي.

اخوا نیوزیلېنډ هند ته د دوو ټېسټ لوبو لپاره ورځي، افغانستان به زِمبابوې سره لوبې ولري او زِمبابوې ته به سفر کوي او پاکستان او بنګله دېش هم په پاکستان کې دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې په ډېسمبر کې لري.

نو د دې ټولو منظمول د کرکټ نړیوالې شورا پر غاړه دي او وخت ورته خورا کم دی.

نو د آی‌پي‌اېل په اړه نېټه د سپټمبر میاشت ټاکل شوې ده او که هند کې کرونا زور وي، په عربي متحده اماراتو کې به ترسره شي او د نړیوال جام لپاره د هند رایه د انګلستان هېواد دی او ډېر احتمال شته چې په انګلستان کې ترسره شي.




وروستي مطالب