ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د ګټورې او اغېزناکې مطالعې لپاره ۴ ټکي پام کې ونیسئ

لیکنه: شپنه سلګۍ
ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ

په ننني وخت کې هېڅ کار هم بې له زده کړې نه کېږي او د زده کړې تر لاسه کولو لپاره مطالعې ته اړتیا ده. مطالعه یو فن دی که چېرې دغه فن په سم ډول څوک لاسته راوړي، نو پایله به یې هم ښه وي، پرته له دې به یې پایله هم ښه نه وي.

د مطالعې کولو لپاره کوم شیان په نظر کې ونیسو؟

لومړی: د مطالعې لپاره تر ټولو مهم څیز  د چاپېریال دننه او بهر چوپتیا ده. د مطالعه کوونکي زړه او دماغ دواړه باید د خواشینۍ څخه لرې او هغه ځای وي چې په مطالعې سره مو څه په دماغو کې څه پاتې شي، که چېرې په سم ډول سره چوپتیا نه وي، نو مطالعه شوی متن/ لوست په دماغو کې نه پاتې کیږي.

دویم: که چېرې هلته شور او زوږ وي یا نور داسې څه چې ستاسې فکر د مطالعې څخه په وار وار بل خوا ته اړوي او یا هم داسې فضا نه وي چي تاسې مطالعه وکړئ نو ستاسې مطالعه بې ګټه ده او یا داسې امکانات چې د هغې په وسیله ستاسې مطالعې سره مرسته کولای شي، موجود نه وي مثلاً که چېرې په سم ډول سره رڼا نه وي او یا د اندازې څخه زیاته رڼا وي دواړه وختونه د انسان پر سترګو باندې بد اغېز کوي او مطالعه به هم په سم ډول سره نه شي کېدای.

بل د ناستې لپاره سم ځای وي، هغه ځای پاک وي، رڼا چې له مخامخ طرف څخه نه وي بلکې د بل طرف څخه وي ښه به وي، چې سترګو ته هم زیان ونه رسیږي ، او که چیرې د لیکلو ضرروت و، نو رڼا باید د داسې طرف څخه وي چې د قلم او یا لاس سیوری یې مزاحمت و نه کړي، کتاب هم باید ډېر نږدې نه وي د کتاب او سترګو تر منځ باید یو فټ یا یو نیم فټ واټن وي.

دریېم: د مطالعې لپاره بل مهم څیز دا چې د مطالعه کېدونکي کتاب سره لېوالتیا وي، په دې ډول مطالعه شوي مواد په زهن کې پاتیږي او هیڅکله به یې ذهن د ستړیا احساس ونه کړي.

په کوم مضمون کې چې دلچسپي نه وي په هغه سره د انسان ماغزه ډېر ژر ستړي کیږي او په ذهن کې هم نه پاتیږي، بلاخره د انسان طبعیت هم ورسره خرابیږي، نو خوښه ډېره مهمه ده.

که چېرې داسې مضمونچې د یو انسان پر طبعیت نه وي جوړ او هغه داسې فکر کړی وي چې په دغه مضمون کې نه شم بریالی کېدلای، نو هغه ته په کار ده چې خپل ذهن هم هغه مضمون ته جوړ کړي، چې دلچسپي پیدا کړي او په هغه مضمون کې تر ټولو ډېره دلچسپي هم پیدا کیږي کوم چې د ده څخه غوښتونکي وي.

د بېلګې په ډول، یو زده کوونکی د انګلیسي مضمون سره لیوالتیا نه لري، خو د انګلیسي مضمون ویلو ته ډېر ضرروت لري او په هغه کې د بریالي کېدلو خبره هم اړینه وي، د داسې زده کوونکو لپاره په کار ده چې له خپل ذهن څخه دا خبره وباسي، چې انګلیسي یو سخت مضمون دی، د هرې خوا څخه پر دغه مضمون باید توجه ونه شي چې د هغې له امله کمزوري په کې راشي او د ده د ناکامۍ سبب شي، دغه زده کووونکی باید داسې فکر وکړي چې زما د بریالي کېدلو یوازینۍ لاره همدا ده او زه یې باید ووایم ، په دې سره پر خپل ذهن فشار راوړي او د دغه مهارت لاسته راوړلو کوښښ کوي.

کله چې د یو لوست او یا د یو ګرامر طریقه زده کړي، دوهم لوست او ګرامر د ده لپاره په خپله آسانېږي، د مخته تللو او د نورو معلوماتو ترلاسه کولو باندې پام وشي چې مخته لار په خپله ورته خلاصه شي دغه کامیابي ستاسې د دلچسپۍ سبب کېدای شي، کله چې لږ دلچسپي پیدا شي تاسې کامیاب یاست.

څلورم: د مطالعې لپاره خپل طبعیت د حد څخه زیات مه مجبوروئ تر کومه حده چي ذهن یې قبلولی شي بس همدغه د ده حد دی، دغه حد په تمرین سره کېدای شي پراخ شي، د تازه‌ګۍ لپاره لږ څه دمه ښه ده او یا د تازه‌ګۍ لپاره یو چاره باید په نظر کې ونیول شي، د مطالعې وخت هر څوک په خپله خوښه ټاکي.

څوک تر ډېره مطالعه کوي څوک بیا څو ساعته مطالعه کوي، خو د مطالعې کولو لپاره لږ تر لږه باید ۴ یا ۵ ساعته وخت په نظر کې ونیول شي، په دغه وخت کې د تازه‌ګۍ لپاره یو وار یوه دمه وکړئ که چیرې د تازه‌ګۍ لپاره د څښلو یا خوړولو کوم شی او یا هم د ځان سره میوه ولرئ نو ښه به وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ