فبروري 24, 2021

د دغو مېوو خوړل درد اراموي

ژباړه: عایشه حیدري

سنځله خوندوره او سړه مېوه ده او له ډېرې زمانې څخه په افغانستان کې د وچې مېوې په توګه کارول کېږي او روغتیا ته ډېره ګټه لري.

دغه مېوه د افغانستان په هر ګوټ کې د ژمنۍ وچې مېوې په توګه خوړل کېږي او مېلمنو ته پرې ښه راغلاست وايي.

د برنا د راپور پر بنسټ، بېلابېلو څېړنو ښودلي دي چې د سنځلو خوړل هر ډول درد اراموي، د دې ترڅنګ د سنځلو خوړل د مېکروبونو په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي. په سنځلو کې د فلاونوید په نامه یوه ماده شته چې د دردونو په ارامولو او د مېکروبونو په له منځه وړلو کې ډېره ارزښتمنه ونډه لري.

همدارنګه له دغو څېړنو څرګندېږي چې د سنځلو ترڅنګ زیتون هم روغتیا ته ډېره ګټه لري، درد اراموي او د بدن هر ډول مېکروب له منځه وړي.

د زیتون خوړل د استیوارتریت ناروغي په له منځه وړلو کې چې د مېکروب له امله د ښځو په زنګونونو کې را پیدا کېږي، مرسته کوي.

په طبابت کې معمولاً د زیتون څخه د ګټې اخيستنې موخه د درد له منځه وړل دي، له همدې امله هغو کسانو ته ډېر ګټور ثابتېږي چې د هډوکو نرمښت او پوده والي سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې باید له پورتنيو مېوو څخه په دوامداره توګه ګټه واخیستل شي ځکه چې دغه دواړه مېوې د درد او مېکروبونو له منځه وړلو سربېره ډېرې نورې ګټې هم لري او یوازې هغه کسان چې ناروغ دي نه، بلکې ټول خلک ورڅخه د مېوې په توګه په خپلو خوړو کې ګټه پورته کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*