د ۲۰۱۹ په نړیوال جام لوبو د IPL اغیزې

د نړۍ په کچه آې پي ایل د نورو په پرتله خورا مشهورې او ګرمې سیالۍ وي.
دا سیالۍ هرکال د هند کرکټ بورډ له خوا د ځېنو سوداګرو او کمپنیو په وسیله په لاره اچول کېږي.
مخکې به د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ بولۍ دوه ورځې وخت نیوه او په سلګونه لوبغاړي به بولۍ ته وړاندې کېدل.
تېرکې د آې پي ایل بولي د سهار په ۱۰ بجو پېلېده او شا او خوا دوه ورځې به روانه وه.
خو اوس رسنۍ راپور ورکوي چې سږ کال به د آې پي ایل بولي د ټاکل شوې ورځ د ماسپښين په درې بجو پېلېږي.
د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل لیګ او د نړیوال جام منفي اغېز:
دا چې د اې پي ایل سیالۍ خورا مشهورې او له جوش څخه ډکې دي؛ نو سږ کال به تر ډېره پورې پیکه وي.
دا پیکه والی سر له اوسه پیل دی، د هندوستان د کرکټ بورډ له قوله رسنۍ وایي، چې سږ کال ۷۰ لوبغاړي مخکې له مخکې لوبډلو رېټېن یا بیا اخېستي دي.
په دغو ۷۰ لوبغاړو کې ۵۰ هندي لوبغاړي او ۲۰ باندني لوبغاړي دي. نور لوبغاړي به هم بولۍ ته وړاندې کېږي.
د دغو لوبغاړو په منځ کې راشدخان، محمدنبي او مجیب ځدران هم خپلو پخوانیو لوبډلو بېرته په نوملړ کې شامل کړي دي.
نړیوال پنځوس اوریزجام د می په ۳۱ مه نېټه په انګلستان کې د لس لوبډلو په شتون کې پیلېږي، چې افغان لوبډله هم پکې لس لوبې لري.

دا چې هندوستان د آې پي ایل سیالیوته تیاری نیسي؛ نو ډېری لوبغاړي اوس په دغه لیګ کې له لوبېدو څخه ځکه محرومېدای شي، چې د لسو هېوادونو لوبډلې د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره چمتووالی نیسي او خپلو لوبډلوسره تمرینات کوي.
اسټرالیا او انګلستان وار له مخه د هندوستان کرکټ بورډ ته خبر ورکړی و، چې د دوی لوبغاړي د ۲۰۱۹ م کال د می میاشت له ۱۲ مې نېټې څخه وروسته په آي پي ایل لیګ کې د لوبېدو لپاره نه شي پاتې کېدلای؛ خو د سهیلي افریقا کرکټ بورډ ویلي، چې د دوی لوبغاړي به د می تر ۱۵ مې نېټې او نیوزیلېنډ بیا ویلي، چې د دوی لوبغاړي به د لیګ تر پایه په لوبو کې پاتې شي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې یا بي سي سي آې ویلي، چې دا ځل به د آې پي ایل بولي یوه ورځ وخت ونیسي او دا ځکه چې لوبغاړي پکې کم دي.
د آې پي ایل د سمبالوونکو په وېنا سږ کال به د آې پي ایل بولي د هندوستان پر وخت ماسپښین درې بجې پېلېږي او د شپې په ۹ نیمو بجو پای ته رسېږي.
هندوستان او اسټرالیا د ډېسمبر په اتلسمه نېټه وروستۍ ټېسټ لوبه کوي او په همدې نېټه د آې پي ایل بولي یا اکشن هم پېلېږي.
د نړیوال جام پرته په آې پي ایل نورې اغېزې:
د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په آې پي ایل د لوبغاړو د کمبود له امله فشار زیات کړی؛ خو دې سره سره په هندوستان کې عمومي ټاکنې هغه څه دي، چې د آې پي ایل لپاره یې لا سرخوږی زیات کړی دی.

بل دا سیالۍ ډېر زیات احتمال دی، چې له هندوستان څخه بهر په سهیلي افریقا او یا هم عربي متحده اماراتو کې ترسره شي. چې دې چارې د ننداره کوونکو او د لیګ د سمبالوونکو اندېښنې لا پراخې کړې دي.
د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ د مارچ په میاشت کې پېلېږي او د می تر ۱۹ مې نېټې پورې دوام کوي.
د آې پي ایل سیالۍ په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستان کرکټ بورډ له خوا تاسیس شوي، ۲۰۱۹ کال کې یې دولسم پړاو ترسره کېږي.

په دغه لیګ کې د نړۍ مشهور لوبغاړي د پېسو په بدل کې لوبېږي، چې سږ کال بولۍ کې د حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي چانس هم زیات دی.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ