بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

په تعلیمي نظام کې د 4c’s اهمیت

لیکنه: ياران

ژباړه او راټولونه :احمد الهام

انسان له دوو شیانو جوړ دی ۱ روح ۲ جسم. له روح پرته انسان یو مړی دی نه ژوند لري، نه ساه اخیستی شي او نه هم کوم احساس او شعور لري، همدا وجه ده چې کله له انسان څخه روح ووځي نو انسان په یوازې جسم یو وړوکی خوځښت هم نه شي کولای.

همدا ډول زموږ په تعلیمي سیسټم کې ځینې شیان داسي دي چې په تعلیم کې دروح رول لوبوي، که چیرې په زدکوونکي کې دا شیان نه وي نو به پر هماهغه ځای د مړي غوندي ولاړ وي، هیڅ خوځښت او پرمختګ به نه شي کولای، تعلیم به یې د بې روحه جسم غوندې یوازې په کتابونو کې تر تورو، ټکو پورې منحصر او یو بې ګټې علم به ترې جوړ شي.

په لاندینیو کرښو کې به پر همدې مهمو شیانو بحث وکړو چې په 4c’s سره هم شهرت لري.
1-creativity
2-character
3-confidence
4-contribution
Creativity (د نوښت وړتیا)

په نړۍ کې هغه ولسونه پرمختګ کوي چې نوښتګر صلاحیتونه یې ویښ او پر کار اچولي وي، د همدې وړتیاوو په مټ دوی خپلو لوړو اهدافو ته رسیدلي او نړۍ یې بدله کړې.

د تعلیم لومړی مقصد هم د نوښتګر صلاحیت ویښول دي.

کله چې په یو زدکوونکي کې دا وړتیا پیدا شوه هغه بیا یوازې په کتابونه بسنه نه کوي بلکې هغه علم چې ده له ښوونکي او کتاب نه زده کړی وي مخته ږدي، خپل نوښتګر صلاحیت پر کار اچوي او نوي نوي شیانو ته ایجاد وربښي، د کایناتو په هر هر شي کې فکر او غور کوي او د هغوی د پیدا کیدلو لاملونه لټوي همدا لټون دده Creativity نوره غښتلې کوي.

دنوښتګر صلاحیت درلودونکو کسانو بیلګې زموږ سره بیخې ډېرې دي مثلا: د نیوټن پر ځای که یو داسې کس چې دا وړتیا یې نه درلوده؛ له درختې لاندې غورځیدونکې مڼه لیدلې وای دستي به ورولاړ شوی وای او مڼه به یې خوړلې او بیده شوی وای، خو نیوټن چې لاندې غورځیدونکې مڼه ولیده نو په مڼه کې یې چورت لا نه وواهه بلکې د لاندې غورځیدلو پر لامل یې فکر وکړ چې په پایله کې یې نړۍ ته د«کشش ثقل» ستره تیوري وړاندې کړه.

Character(کردار یا کریکټر )
د تعلیمي نظام لپاره دوهم مهم شی کردار دی.

هغه شیان چې له ښوونکي او کتاب څخه زده کړل شي پر ځان عملي کولو یانې عمل ورباندې کولو ته کردار ویل کیږي.

کردار انسان ته د یقین صفت وربښي او د یقین په درلودلو سره دانسان دا باور جوړیږي چې زما رزق او روزي د الله تعالی له لورې ده.
د همدې باور له امله دا سړی که سبا کومه دنده ولري له رشوت اخیستلو ډډه کوي او د شتمني لاسته راوړلو لپاره له ناوړه او غیر قانوني لارو کار نه اخلي.
که وکیل Iawyerشي نو د قانون دلالي نه کوي.
که قاضي شي نو له حق پرته به په یو ډول هم د قلم څوکه ونه لګوي.
لنډه داچې د پیسو لپاره به هیڅکله دیني ،بشري او ملي ارزښتونه تر پښولاندې نه کړي.

Confidence (باور یا اعتماد)

درېیم مهم شی باور دی.
کمزوری انسان تل بې باوره وي یانې پر ځان باور نه لري او د خپلو کارونو لپاره تل شارټ کټ لارې لټوي.

که ازموینه وي نو ټول قوت به دنقل پر کولو او د نقل پر لارو چارو مصرفوي.
که سیاست وي نو د خپلې وړتیا پر ځای به له دسیسو او چلونو نه کار اخلي یانې هر هغه کار کوي چې په هغه کې محنت او ستړیا نه وي، خو کوم انسان چې پر خپلو وړتیاوو او علم باندې باور او پر الله تعالی یقین ولري هغه بیا د خود اعتمادي په زور هر ګران کار کوي، د هغه په مخ کې دنړۍ پر مخ هیڅ کار ناممکن نه وي او کله چې یو خیال او ارمان ولري نو د خپل کلک هوډ او باور په مټ یې سر ته رسوي.

پر ځان باور لرونکی انسان په خپل شخصیت کې یو ډول مقناطیسیت او جذابیت لري چې شاوخوا پرې خلګ راټولېږي له یوه څخه دوه شي، له دوو نه څلور آن په زرهاوو کسان پرې راټول شي بالاخره یو کاروان ترې جوړ او دی یې ساروان شي چې په خپله هم ځان تر منزله رسوي او هم ورباندې راټولې ټولنې ته سېده لار په لاس ورکوي.
دهمدې لپاره زموږ سره تر ټولو ښه بېلګه ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی چې پر ځان د اعتماد او پر الله دیقین په مټ یې په ډېرو سختو شرایطو او چیلنجونو کې یوه قوي اسلامي ټولنه رامنځته کړه او لا یې کاروان مخ پر وړاندې روان دی.

Contribution(ټولنې ته یو څه ورکول )

په تعلیمي نظام کې څلورم اړین شی contribution دی. په نړۍ کې هغه کسان تل یادېږي چې ټولنې او نړۍ ته د یو څه ورکولو او ګټې رسولو انګېزه ولري.
له زدکړو وروسته که په یو چا کې دا ځانګړنه نه وي نو د هغه د تعلیم هیڅ ګټه نشته .
که تاسې دنړۍ پر تاریخ یو ځغلنده نظر وکړئ نو و به وینئ چې ددنیا په تاریخ کې ډېر داسې کسان تېر شوي چې ستر ستر حکومتونه یې درلودل، ډېر ډیر مالونه یې درلودل او ښه ښه تعلیمونه یې درلودل، خو تاریخ په خپلو زرینو پاڼو کې یوازې هغه خلګو ته ځای ورکړی چې ټولنې ته یې یو څه ورکړي وي او خلګو ته يې ګټه رسولې وي.

هغه که د یوې علمي تیوري په توګه وي، که د یو ایجاد او نوښت په ډول وي او یا هم دمال او شتمنۍ په توګه، او هغه کسان چې یوازې یې د خپل ځان لپاره ژوند تېر کړی وي او خپلې ټولې ښیګڼې او زدکړې یې تر ځانه محدوده کړې وي د هغوی په برخه یوازې دوه ګزه ځمکه شوې او بس .

د هوښیارانو خبره ده چې که چیرې نړۍ ستا په راتګ سره کوم فرق ونه کړ نو ستا په تګ به هم هیڅ فرق ونه کړي، یوازې به په هدیره کې یو قبر زیات شي .

پر همدې اساس په تعلیمي ادارو کې باید د زدکړو تر څنګ د زدکوونکو پر شخصیت جوړونه باندې هم کار وشي او دې څلورو شیانو ته ځانګړې پاملرنه وشي او باید ورته ځانګړي کورسونه او ورکشاپونه جوړ شي چې په پایله کې به یو سالم تعلیم یافته قشر او پرمختللې ټولنه ولرو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران