اپریل 16, 2021

افغان حکومت: خصوصي سکتور مو د اقتصاد ملا تیر دی، خو ژمني باید عملي کړي

Advertisements
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر اشرف غني پرون غرمه د خصوصي سکتور یو شمېر استازو سره کتلي.
ارګ ویلي دې ناسته کې ښاغلي غني د ټرانسپورټ په برخه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګډونوالو د ټرانسپورټ برخې د ستونزو، د فواید عامې وزارت د نوې مقررې د ځنډولو، د مواصلاتي لارو، اورګاډي پټلۍ، بندرونو، ګمرکونو، مالیې، نورم او سټنډرد برخو کې د شته ستونزو او د ترازو د نه تطبیق او په ټول هیواد کې د تناژ د برابر تطبیق په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.
د ټرانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي وویل:

«د نوې مقررې د ځنډولو او نورو برخو کې یې د خصوصي سکتور د استازو وړاندیزونه اورېدلي او د عالي مقام د هدایت مطابق به له فواید عامې وزارت سره په همغږۍ په هغو برخو کې اقدامات وکړي.»

د فواید عامې وزیرانجنیر نجیب الله یمین وویل، د نوې مقررې په اړه په څو غونډو کې د خصوصي سکتور نظریات او وړاندیزونه اخیستل شوي او تر پایه دوی په جریان کې وو.
هغه زیاته کړه:

«خصوصي سکتور زموږ وجود دی او ملاتړ یې کوو، مګر د دوی له لوري د زیات وزن انتقال د سرکونو د خرابوالي لامل شوی او په دې برخه کې د دوی پاملرنه او همکاري غواړو.»

ښاغلي غني د خصوصي سکتور استازو ویلي چې، تاسو د دولت شریکان او د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر یاست او په کرونایي وضعیت کې مو ثابته کړه، مګر له دولت سره کړې ژمنې باید عملي کړئ او غوښتنې مو واقعبینانه وي.
هغه زیاته کړه، د سرکونو د ساتنې لپاره چې زیاته پانګونه ورباندې شوې، باید واضح  موافقې ته ورسېږو. د ټرانسپورټ ، واردونکي او صادرونکي ټول شرکتونه باید په دې برخه کې اجرائیوي تضمین ورکړي.

هغه وویل:

«د فواید عامې وزارت نوې مقرره به د دوه میاشتو لپاره په دې شرط وځنډوي چې واضح تضمین وجود ولري او له دې تمدید وروسته به سل په سلو کې تطبیقېږي. د شرکتونو شمېر باید محدود او لوی شرکتونه ایجاد شي چې په سیمه ییزه کچه سیالي وکولای شي.»

هغه وویل، سږکال به د اورګاډي پټلیو په برخه کې واضح حرکت راشي او په دې اړه مو وړاندیزونه شریک کړئ. مقررات باید یو ډول وي، د اصولو او د مدیریت د شېوې په برخه کې باید واضح پایلې ته ورسېږو او د مدیریت شېوه باید د وړاندوینې وړ وي.
محمداشرف غني څرګنده کړه:

«په پنځو ګمرکونو کې د پانګونې پلانونه چمتو او یوازې نقشې ته منتظر یوو.  د دولت او خصوصي سکتور مشارکت باید ایجاد کړو. د مالونو د تخلیې او د نوبت د نه مراعتېدو او د ترازو په برخه کې شته ستونزې او فساد باید په اساسي توګه له منځه یووړل شي.»

نوموړي د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د نفتي موادو په برخه کې سره یوځای او د نللیکې په اړه اساسي کار وشي چې له تګ راتګ څخه بېغمه او د وړاندوینې وړ  وګرځي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ