د اقتصاد عالي شورا فوق العاده غونډه کې پر طرحو بحث او پرې نیوکه

راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا فوق العاده غونډه پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.
ارګ وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د تجارتي اتشو کوربه هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزو پروفایلونو، د صادراتو او صنعتي پراختیا پلان، د غالیو د صادراتو د راپور، د تعرفې د پالیسۍ، د نفتي موادو او مایع ګازو په تصدۍ کې د اصلاحاتو، د افغانستان د پانګونې د انکشاف د چوکاټ، د ټیټ کیفیت لرونکو نفتي موادو د مدیریت د پالیسۍ، د پنبې او نساجۍ تصدیو د اصلاحي پالیسۍ او د افغانستان د فدراسیون خونو د ایجاد په اړه د غونډې غړو ته معلومات ورکړل.

په پرنسیپ کې د ځینو طرحو تائیدي

غونډې پر یادو موضوعاتو له هراړخیزو بحثونو وروسته د صادراتو او صنعتي پراختیا پلان، د غالیو د صادراتو طرحه، د نفتي موادو او مایع ګازو په تصدۍ کې د اصلاحاتو، د پانګونې د انکشاف چوکاټ، د پنبې او نساجۍ د تصدیو اصلاحي پالیسي او د افغانستان د فدراسیون خونو ایجاد په پرنسیپ کې تائید کړل.
همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت غونډې ته د ګاونډیو هیوادونو له لارې د وطني غالیو د صادراتو او قاچاق د مخنیوي په موخه وړاندیز وکړ چې ۶ سلنه سب سایډي دې په پام کې ونیول شي او صادرات دې د هوایي دهلېزونو له لارې ترسره شي.

د غالۍ اوبدلو انستیتوت ایجادول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د غالیو صنعت د ښه والي لپاره د کمیت او کیفیت معیارونو او د نړیوالو بازارونو د غوښتنې په پام کې نیولو سره د غالۍ اوبدلو انستیتوت ایجادول ګټور وبلل وې ویل، د غالیو صنعت بنسټيزو ستونزو لکه د افغاني غالیو مینځلو، قیچي کولو او بازارموندنې ته دې اساسي حل لارې ولټول شي.

دا غونډه پرون ارګ کې شوې ده

د اقتصاد عالي شورا غوندې اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله چې د سوداګرۍ او اقتصادي پروفایلونو چوکاټ دې د هیواد د فعالې سوداګریزې او اقتصادي ډيپلوماسۍ برخه وګرځي او په هر هیواد کې دې د افغانستان د سیاسي استازولیو لپاره په ګډ اقتصادي ماموریت بدل شي؛ د هیواد د اقتصادي اتشو ملاتړ دې وشي، ترڅو وکولای شو ټولو هیوادونو سره پیاوړې سوداګریزې اړیکې ولرو.

پر تعرفي تمرکز

همدا راز د هیواد په ملي اعتبار کې د بندرونو د زېربنا د کیفیت موثریت ته په پام او په خصوصي سکتور یې د ناوړه اغېزو او عوایدو کموالي په برخه کې دې د بندرونو د کیفیت ښه والي ته اساسي کار وشي، دغه راز دې د تعرفې پالیسۍ په برخه کې په دې په تمرکز چې تعرفه هدف نه، بلکې د اقتصادي ودې وسیله ده وارزول شي.
ارګ وايي، د نفتي موادو او مایع ګازو تصدۍ د اصلاحاتو په برخه کې دې د تشکیلاتي جوړښت، کاري طرزالعمل او د دولتي ارګانونو د اړتیا وړ نفت او ګازو د تمویل لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو تامین او د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ ګازو د تمویل لپاره دې د تدارکاتي پروسې د پړاوونو بشپړول ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شي؛ همداراز دې د نفتو او ګازو د پېرلو مقرره په عاجله توګه طی مراحل او د قانوني ملاحظاتو تر حل وروسته دې د تصویب په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې شي.
همدا راز په غونډه کې ټینګار وشو چې د پنبې او نساجۍ په پالیسۍ کې دې د دولتي شرکتونو د قانون مطابق په بېړني ډول لازم تعدیلات نهایي او د نهایي کولو لپاره دې د قوانینو کمېټې یا د قانون د حاکمیت عالي شورا ته وړاندې شي او د دولتي او مختلط شرکتونو د انسجام واحد موظف دی چې د پنبې او نساجۍ صنعت واضح مالي او اقتصادي ارزونه وکړي او د اقتصاد عالي شورا یوې غونډې ته دې وړاندې کړي.

د پانګونې پر جلبولو بحث

ارګ وايي:

«د غونډې د پانګونې د انکشاف چوکاټ په برخه کې چې د پانګونې د جلبولو کلیدي ټکی دی بحث وشو او د پانګونو پر وړاندې د هر ډول ستونزو د حل په خاطر هغه ادارې چې په پانګونه کې رول لري موظف شوې چې د خپلو دندو لپاره مشخص زماني ضرب الاجل ولري، همداراز دې د پانګونې بهیر د اسانتیا او چټکتیا لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد له لارې بهرنۍ پانګونه وشي، د برانډ جوړولو او معنوي مالکیت په برخه کې د صعنت او سوداګرۍ وزارت موظف دی چې په حقوقي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار په مشوره کار وکړي.»

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په واحد شرکت د پنبې او نساجۍ د متعددو نساجیو د بدلولو په برخه کې دې د مشخصې زمانبندۍ مطابق له اړوندو ادارو سره پایلې ته ورسېږي او د پنبې او نساجۍ صنعت واضح مالي ارزونه دې وشي، همدا راز دې اړوندې ادارې د افغانستان د فدراسیون خونو د هغو خدمتونو په اړه چې د سوداګرۍ خونه یې وړاندې کوي او له امله یې امتیازات اخلي، واضح جدول جوړ او د اقتصاد عالي شورا راتلونکي غونډو ته وړاندې کړي.

پر وزیر نیوکه

په افغانستان کې د اقتصادي چارو ځوان کارپوه شعیب رحیم په دې غونډه کې پر وړاندې شویو ځینو طرحونو نیوکه کړې، هغه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

« د سوداګرۍ او صنعت وزير  ګاونډیو هیوادونو له لارې د وطني غالیو د صادراتو او قاچاق د مخنیوي په موخه وړاندیز وکړ چې ۶ سلنه سب سایډي دې په پام کې ونیول شي او صادرات دې د هوایي دهلېزونو له لارې ترسره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د غالیو صنعت د ښه والي لپاره د کمیت او کیفیت معیارونو او د نړیوالو بازارونو د غوښتنې په پام کې نیولو سره د غالۍ اوبدلو انستیتوت ایجادول ګټور وبلل وې ویل، د غالیو صنعت بنسټيزو ستونزو لکه د افغاني غالیو مینځلو، قیچي کولو او بازارموندنې ته دې اساسي حل لارې ولټول شي.»

ښاغلي رحیم لیکلي:

«مطلب وزير صېب چې د غاليو په اړه کومې خبرې نن په دې فوووووق االععععاده غونډې کې وکرې، د دې نه مالومېږي چې سړى د فيل په غوږ کې ويده دى. که خبره د شپږ سلنه سبسډي واى، نو زما د غاليو سوداګر خداى وهلې چې له مزار نه غالۍ تورخم ته، او بيا پېښور کې له پروسس وروسته د پاکستان په ټاپې صادر کړي. په داسې حال کې چې غالۍ د هېواد په شمال اونورو سيمو کې په عنعنوي شکل اوبدل کېږي، هر کور يو انسټيټوټ دى، صېب ورته اسټيټيوټ په پام کې نيولى چې اول به ورته طرح جوړېږي، بيا به طرح چارچوب ته برابرېږي، او بيا تر څو چې خبره تطبيق ته رسېږي نو يا خو وزير صېب بل ځاى ته هجرت کړى وي او يا به د حکومت دوره خلاصه وي.»

هغه دا خبره په تکرار سره کړې چې “د غالیو صنعت بنسټيزو ستونزو لکه د افغاني غالیو مینځلو، قیچي کولو او بازارموندنې ته دې اساسي حل لارې ولټول شي.”
د ښاغلي رحیم په وینا؛ دا خبره لس کاله مخکې مونږ هم کوله کله چې مو خصوصي سکتور پياوړتيا پروژو کې افېسر او سپېشلشټ لېول باندې کار کاوه، فرق دومره دى چې مونږ ورته د ستونز حل هم پېدا کړى وو او وزير صېب زرين وړانديز کړى چې بايد د ستونزو حل وموندل شي.
نوموړي لیکلي:

«وزير ته زما وړانديز دى چې زرهاو ډالرو په لګښت آي ټي سي د افغانستان کارپټ سکټور تفصيلي او ژور تحليل کړى دى، که يې ګوګل کړي نو پېدا به يې کړي. و يې لولئ چې پوښتنې مو ځواب شي.»

هغه وايي، له دې نه مالومېږي چې حکومت په تېر پينځه/ شپږو کلونو کې د دې اړين سکتور پياوړتيا لپاره څومره کار کړى دى.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.