هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

پر مړۍ د ښه شخوند وهلو یوه لمن ګټې

څيړونکي وايي، چې که غذا ښه وژول شي، او بیا تر مرۍ تیره شي، نو دا چاره د چاغوالي مخه نیسي او تاسې په خپل وزن کې ساتي.

ډاکتران وايي، که د مړۍ (ګولې) ترمنځ کم تر کمه ۳۰ ثانیې ځنډ وکړئ، یعني، د نیمې دقیقې لپاره په مړۍ شخوند ووهۍ، نو د ګڼو روغتیايي ګټو تر څنګ، د چاغوالي مخه نیولی شئ.

څیړنې ښيي، چې په عمومي ډول دماغو ته د معدې له لورې د هغې د مړیدو څخه ۲۰ دقیقې وروسته خبر ورکول کیږي. څیړنه وايي، هغوې چې سلو (ورو) خوراک کوي او مړۍ ښه ژويي، ژر د مړښت احساس کوي. ډوډۍ بس کوي؛ زیات خوراک ترې نه کیږي او وزن يې تل ثابت او منظم پاتې کیږي.

د غذا ښه ژوول د هاضمي سیستم تل فعال او قوي ساتي. عذا ښه هضمیږي، او د وجود د عمومي روغتیا لپاره ګټه لري.

د ډاکترانو په وینا، چې که د مړۍ (ډوډۍ) غټې کپلې تر مرۍ تیرې شي، د هاضمي سیستم ګډوډوي او امکان دی، چې په وجود کې بکتریاوو او فنګسونو پیدا کړي.
د ډوډۍ ژوول د غاښونو د تقويې سبب هم ګرځي.

په ډوډۍ ښه شخوند وهل د غاښونو هډوکي غښتلي کوي. ددې تر څنګ په غاښونو کې د ډوډۍ زرات هم کم پاتې کیږي.

مزه او خوند:
په ارامه ډوډۍ خوړل او په هغې ښه شخوند وهل د ډوډۍ خوند او مزه ډیروي. ډوډۍ خوړل بیګار نه دی، بلکې یو ضرورت دی، چې په پوره اشتها سره باید ترسره شي.

په ډوډۍ پوره شخوند نه وهل، د معدې تیزابیت زیاتوي، د هاضمې سیستم کمزورې کوي او انسان د ناراحتۍ احساس کوي.

د ډوډۍ ښه نه ژول د وزن د زیاتیدو لامل هم کیږي.

د ډاکترانو ډیر ټینګار پر کوچنیانو دی. دوی باور لري، که له کوچنیتوبه په کوچینانو کې پر غذا د ښه شخوند وهلو سلوک دود شي، د عمر په زیاتیدو سره د دوی د وجود جوړښت او شکل ښایسته او نارمل پاتي کیږي.

څنګه په ډوډۍ ښه شخوند ووهو؟!

دا کار ډير ساده دی؛ خو تر ډیره په شخص، وخت او د غذا په ډول پورې اړه لري. سر له ننه د ډوډۍ خوړولو ډول برابر کړئ. په ډوډۍ ښه شخوند وهئ. هند کې په ۱۹ مه پیړۍ کې یو سړی و، په یوه کپله (مړۍ) ۱۰۰ ځلې شخوند واهه. هغه د هغه وخت تر ټولو صحتمند کس بلل شوی و.

موږ تاسې ته نه وایو، چې تاسې هم په یوه مړۍ ۱۰۰ ځلې شخوند ووهئ؛ خو درته وایو چې څنګه مړۍ تر ستوني تیره کړئ.

• وړه کپله خولې ته درپورته کړئ. په وړه کپله شخوند وهل اسان وي.

• په قرار او ارم ډول سره په کپله شخوند ووهئ.

• تر هغې په مړۍ شخوند وهلو ته دوام ورکړئ، څو ډوډۍ په خوله کې زره زره شي.

• له بلې کپلې (مړۍ) وړاندې خوله کې کپله تر ستوني ښه تیره کړئ.

• تر هغې اوبه او یا نور مشروبات مه څښئ، تر څو مو کپله ښه تیره کړې نه وي.
ډاکترانو په یوې مړۍ (کپلې) تر ۳۰ ثانیو پورې د شخوند وهلو سپارښتنه کړې. ځینې نور بیا وايي، چې د انسان ۳۲ غاښونه د همدې لپاره دي، چې په هرې مړۍ ۳۲ ځلې شخوند ووهي.

دا تازه څیړنه کاږي، چې پر غذا ښه شخوند وهل، کومه سخته چاره نه ده؛ بلکې په لومړي سر کې لږه حوصله غواړي، چې وروسته بیا پر عادت بدلیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */