خواړه ژوند بڼه کلتور او هنر

د خوراک له مخې د خلکو شخصیتونه وپېژنئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

ډېرخلک او حتا تاسې ممکن ونه پوهیږئ، چې غذا خوړل څومره ستاسې یا د دوی د شخصیت پېژندنې یوه ځانګړنه ده.

خو واقعیت دا دی، چې روان پوهنه د غذا خوړلو له مخې د خلکو د شخصیت پېژندلو اسانتیا برابره کړې ده.

د غذا خوړلو بڼه یا عادت طبیعي دی او څوک یې بدلولای نه شي.

راځئ د تجربې له مخې دا لارې چارې ولولئ او له مخې یې خپل یا د دوستانو شخصیتونه وازمایئ:

هغوی چې په کراره ډوډۍ خوري
دوی داسې خلک دي، چې غواړي د ژوند له هرې شېبې خوند واخلي. دوی بېړه نه لري، هرڅه حتا ډوډۍ خوړلو ته چې واقعاً هم باید د خوند اخیستو وسیله وي، په خاص ارزښت قایل دي.

دا ډله خلک معمولاً په نورو برخو کې هم همداسې سوکه او سست کاره دي. دا عادت یې دوستانو او همکارانو ته ځورونکی دی.

هغوی چې په تېزۍ سره ډوډۍ خوري
کوم کسان چې په ۵ دقیقو کې خپل خوراک تماموي، فعال او د ګڼو مهارتونو لرونکي دي.

دوی ضرب الاجلونه له لاسه نه ورکوي او هرکار تر وخت مخکې ترسره کوي.

دا ډله خلک رقابتي روحیه لري، تل بېړه کوي او له دې کبله د دې ترڅنګ چې تر نورو زیات پرمختګ کوي، خو د ژوند ځینې لذتونه له لاسه ورکوي.

دوی دومره په کارونو کې اخته کیږي، چې ځان ځنې هېریږي.

هغوی چې هرڅه په جلا قاب کې اچوي
یوه ډله خلک نه خوښوي، چې څو ډوله خواړه یې په یوه قاب یا کاسه کې واچول شي. یانې سلاد او څو ډوله ترکاري ورته یو ځای په یوه قاب کې ورکړل شي.

دوی معمولاً منظم او پرټولو کارونو کنټرول لرونکي خلک دي.
د دوی کورونه هم منظم او پاک و ستره دي.

هغوی چې ټوله غذا سره ګډوي
کوم کسان، چې د خوړو ټوله غذا یې په یوه قاب کې اچوي یا سره ګډوي، دوی معمولاً هغه خلک دي چې دوستانه خواص لري او غواړي ګڼ مسولیتونه ورپه غاړه وي.

دوی پرخپلو دندو او مصروفیتونو مېن دي، خو پردې هم پوهیږي چې څنګه ارزښتناکو دوستانو ته یې وخت بېل کړي.

هغوی چې عجیب خواړه خوري
کوم کسان چې په رستورانتونو کې د عجیبو او متفاوتو خوړو په لټه دي، معمولاً خطرمنونکي خلک دي.
دا ډله خلک ماتې نه مني او تر ډېره حده بریالي هم دي.

هغوی چې په یوه وخت کې یو ډول ډوډۍ خوري
دا ډله خلک ډېر جدي فکر کوونکي دي. دوی هرڅه ته په دقت ګوري. په همدې دلیل په ترسره کوونکو کارونو کې زیات بریالي دي.

دوی د نورو برعکس د هرې مسئلې ټولې خواوې ارزوي او ستراتیژیک فکر ورته کوي.

هغوی چې ډوډۍ په لوړ غږ ژوي
دوی ډېر دوستانه او ځانته ارزښت ورکوونکي خلک دي. دوی ته مهمه نه ده، چې نور یې په اړه څه فکر کوي.
دغسې خلک پرځان زیات باور لري. له ستونزو سره هم په ارامتیا سره مبارزه کوي.

هغوی چې په دقت سره ډوډۍ تنظیموي
دغسې خلک غواړي، چې په وړو مړیو ډوډۍ وخوري. دا خلک سازمان یافته یانې زیات منظم دي.

دوی هرڅه ته له مخکې نه ښه پروګرام جوړوي او بیا یې تطبیقوي.

هغوی چې د نورو له کاسې ډوډۍ خوري
هغه خلک، چې بې ستاسې له دعوت او اجازې ستاسې له کاسې خوراک کوي، معمولاً د مالکیت لوړه او افراطي ادعا لري.
داسې خلک ماشومانه خویونه لري اود نزاکت له پلوه هم چندانې ښې نومرې نه وړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي