خواړه روغه سټه

کوم خلک باید د انارو له خوړلو ډډه وکړي؟

ژباړه: نسیمه محمدي

انار هغه مېوه ده چې په زیاته اندازه وېټامینونه، اوسپنه او نور عناصر لري او ژر نه هضمېږي. له مونږ سره اوسئ تر څو د دغې مېوې له زیانو سره ډېر آشنا شئ.

د انارو خوړل کومو کسانو لپاره ډېر مضر دي؟

انار د مني د موسم له مهمو مېوو څخه ده، چې نوم یې د یوناني کلمې د ډېرو هستو لرونکې مڼې څخه اخېستل شوې ، دا مېوه زیاتې روغتیایي او خوراکي ګټور خاصیتونه لري.

د سنتي طب څېړونکي وایي: تروش انار سوړ او وچ طبعیت لري او د خوږو انارو طبعه سړه او معتدله ده او دا مېوه د A, E, C  وېټامینونو او فولیک اسید لرونکې ده.

څېړونکي د انارو قوي انتي اوکسېدان ته په اشارې وایي: د تر سره شویو څېړنو مطابق د انارو انتي اوکسیداني خاصیت د شین چای په پرتله درې برابره زیات دی او په وینه کې د پلاکتونو له جمع کېدو مخنیوی کوي.

څېړونکي زیاتوي: د انارو خوړل د وینې د تصفیې او د زهري خاصیت د دفع کېدو سبب ګرځي، همدارنګه دا مېوه د غوړو اسیدونو په له منځه وړلو کې د پام وړ رول لري او د نس شاوخوا وازدې او اضافي غوړ له منځه وړي.

عظمايي  د سنتي طب پوه د لوړ فشار او د وینې قند په ټيټولو کې د انارو اغېز ته په کتو، یادونه وکړه: د هغو کسانو لپاره چې د بدن خارښت او ګرمه طبع لري توصیه کېږي، همدارنګه د انارو رُب چاغوونکی خاصیت لري، چې د ډنګرو کسانو لپاره ګټور دی.

د انارو ګټې او زیانونه

عظمایي وایي: د اومېندوارۍ پر مهال د انارو خوړل د جنین د څېرې د ښکلا سبب ګرځي او د انارو د رُب خوړل هم په دې دوران کې د زړه بدوالي څخه مخنیوی کوي. د اومېندوارۍ په اوږدو کې د انارو د اوبو څښل د جنین مغز ته د زیان رسېدو څخه مخنیوی کوي.

دا څېړونکی شپارښتنه کوي: د ګلپر سره د انارو خوړل د نس درد مخه نیسي او له بل پلوه یې جذب ښه کېږي. د دې مېوې د خوړلو ښه وخت سهار په نهاره د ګلپر سره خوړل دي.

نوموړي همدارنګه وویل: د انارو اوبه د کلاجن او الاستین ترکیباتو درلودونکی دي، نو خوړل یې د پوستکي د چاود په لمنځه وړلو کې، د پاموړ اغېز لري او د پوستکي د ځوانۍ او تازه والي لامل ګرځي.

عظمایي وویل: د معدې په زخم اخته ناروغان باید د تروش انارو له خوړلو ډډه وکړي، ځکه دا مېوه د معدې زخم د بترېدو سبب کېږي. همدارنګه د سوړ مزاج لرونکو ته د خوږو انارو خوړل توصیه کېږي دا کسان باید د دې مېوې له خوړلو وروسته د خوږې او زنجفیل خوړل هېر نکړي.

د ویلو ده؛ د انارو او د انارو د رُب زیات خوړل د قبضیت لامل کېږي له همدې امله په نس ناستې اخته ناروغانو ته د زړو سره انار خوړل ګټور دي همدارنګه د تروشو انارو خوړلو کې افراد کول په نارینه وو کې د نارینه هورمونونو د کمښت لامل ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.