هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

له ونې ټیټې مېرمنې له وخته وړاندې ماشوم زیږوي

ډاکترانو ته مالومه شوې ده، چې له ونې ټیټې مېرمنې له خپل طبیعي وخت وړاندې ماشوم زیږوي.

دا علمي څېړنه، چې د نړۍ له مختلفو برخو څخه ډاکترانو په کې ونډه اخستې ده او پر هغو لاملونو غږیدلي دي، چې ولې له ونې ټیټه مېرمن خپل ماشوم ژر زیږوي.

دوی وايي، له ونې ټیټې مېرمنې د هغو په پرتله د منځنۍ کچې ونه لري له دې وضعیت سره ډېرې مخ کیږي.

څیړنه وايي: هر کال په نړۍ کې ۱۵ میلیونه ماشومان له خپل طبیعي وخت څخه وړاندې نړۍ ته راځي له دې څخه ۱.۲ ملیون یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. ددی مړینې بنسټیز لامل له وخت وړاندې زیږیدل دي او دوی معمولا په لومړیو څلورو اونیو کې له دې ستونزې سره مخ کیږي.

د ډیرې مودې لپاره ډاکترانو داسې انګیرله، چې له وخته وړاندې زیږیدنې لامل د مېرمنو عمر او وزن دی، خو اوس جوته شوې ده، چې د مېرمن اوږدوالې بنسټیز لامل دی.

هغه مېرمنې / میندې، چې اوږدوالی / قد یې ۱۶۳ سانتي متره وي دوی له دې ستونزې سره مخ کیږي او له طبیعي وخت وړاندې خپل ماشوم نړۍ ته راوړي. معیاري قد ۱۷۳ سم دی او ددې قد لرونکې میندې په طبیعي توګه خپل ماشوم زیږوي.

د یادونې وړ ده چې دا ډیره جدي ستونزه نه ده او هغه ښځې چې ټیټ قدونه لري، کولی شي د امیندوارۍ په ورستیو میاشتو کې ډير پام وکړي، او د ډاکتر تر څارنې لاندې و اوسي څو راتلونکې ماشومان یې سالم وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */