څنګه کولای شو د اورېدو حس کمزوري له منځه یوسو؟ دلته یې په اړه ولولئ.

ژباړه: نسیمه محمدي
آیا د اورېدلو حس له ستونزو سره مخ شوي یئ؟ لاندې درسره د څو حللارو په اړه وایو.
ورزش وکړئ
دا ټکي چې ګمان کوو زمونږ روغتیا پال هم پرې نه پوهېږي.
ډېر ځوښت او تحرک دی، چې د ښه اورېدو لامل ګرځي.
لامل یې د دې هوازي فعالیتونو لکه بایسکل ځغلول او پلی تګ، سږو ته د اکسیجن رسونې ډېرښت او د وینی جریان زیاتوالي لامل ګرځي، له دې ډلې غوږونه.
د طبي موندنو په اساس، اورېدل مو ښه کوي.
آوکادوو وخورئ
دا ګرمسیره مېوه له مګنېزیم، معدني موادو څخه بډایه، چې د لوړو غږونو له امله ستاسې د غږونو د کمزورۍ مخنیوی کوي.
د دې مېوې د پېرلو پر وخت وګورئ ټول پوستکی یې توربخون او د کېکاږلو سره لږ نرم وي، البته ډېر نه.
د آوکادوو پخه مېوه تر دوه درې ورځو په یخچال کې ساتلی شئ.
د غاښونو څخه مو ساتنه وکړئ!
د عمر په ډېرېدو، که د روغو غاښونو شمېر ډېر وي، اورېدل به هم ښه وي.
دا پایله په زرو کسانو کې تر څېړنې وروسته تر لاسه شوې.
ویل کېږي هر غاښ چې تاسې یې له لاسه ورکوئ د کوڼووالي ګواښ دوه برابره زیاتوي.
دا مسئله دقیقه نده، خو ګمان دا دی د ژامې د وضعیت بدلون د غوږ پر عضلو هم اغېز پرېږدي.
د ژوند د ملګري/ ې د خُر او پُف ستونزه مو حل کړئ!
شاید د لوړ غږ زیاتو اورېدو له زیانونو خبر اوسئ، خو د اورېدلي به مونه وي، چې خُر او پُف هم ستاسې پر اورېدو بد اغېز ولري.
د څېړنکو په وینا، په تکراري ډول د لوړو غږونو په وړاندې شتون ستاسې غوږونو ته زیان رسوي.
وروسته له دې چې د ژوند شریک ته مو ثابته کړه خُر او پُف کوي( بده به نه وي چې غږ یې ضبط کړئ) ورته ووایئ روغتیا پال ته لاړ شي، چې په دې کړنې سره به مو هم ځان او هم له هغه سره مرسته کړي وي، ځکه دا غږونه کېدای شي د تنفس د دمې او بندښت له امله وي، چې تنفسي اختلال بیا په خپل وار د زړه ناروغۍ زېږوي.
د ګینکو ونې د خاصیتونو مه غافله کېږئ!
اکثرا روغتیا پالان د طبي بوټو سپارښتنه نه کوي، خو څېړنو ښودلې چې ځینې درملنیز بوټي هم ډېر ګټور دي.
د بېلګې په ډول، د ګینکو ginko bilobal ونې پاڼې د اورېدلو حس ستونزو لپاره دوديزه درملنه ده، چې غوره اغېز او بیا رغونه یې څېړنو ثابته کړې ده.
په یوې څېړنه کې د دې ونې پاڼې او پنتوکسي فیلین درمل چې د ناڅاپي کوڼوالي په صورت کې د وینې جریان زیاتېدو لپاره کارول کېږي، څېړونکو وموندله چې پاڼې له درملو ډېرې ګټورې وي.
د دې پاڼو څخه د ورځې دوه ځله د ۱۲ تر ۱۲۰ ملي ګرامه په اندازه وخوړل شي.
غوږونه مو روغتیا پال ته له ورتګ پرته په خپله ووینځئ!
که مو غوږونو خیری نیولی وي او مېکروبي ستونزه نلري، اړینه نده روغتیا پال ته ورشئ، په خپله دا چاره تر سره کړئ.
درملتون ته لاړ شئ، ۳٪ هایدروجن پر اوکساید او یو قطره چکان وپيرئ.
یوه قاشقه پر اوکساید له ۲.۵ قاشفو ګرمو اوبو سره ګډ او قطره چکان کې واچوئ. سر مو یو اړخ ته کوږ او محلول څاڅکی څاڅکی په غوږ کې وڅڅوئ.
پام مو وي، چې قطره چکان په غوږ کې دننه نه وړئ. که مو د حبانونو چاودلو په څېر ټکا او غږونه حس کړل، مه وارخطا کېږئ.
حبابونه مرسته کوي د ګرمو اوبو سره نرم شوی خیری، مړاو کړي.
له څو ثانیو وروسته بق بق کول ختمېږي، سر مو بل اړخ ته کوږ کړئ، چې درد جوړونکی خیری له غوږ بهر ووڅڅېږي.