هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

د عوام فریبۍ ډرامه – د دوستم کیسه او د حکومت زور

دا دی پرون څارنوالۍ د دوستم د نهه کسه امنیتیانو د نیولو دستور صادر کړ، دا نو لکه هغه پښتانه متل کړي چې څاروي ته دې زور نه رسېږي، ځل یې وهې.

ایشچي په دوستم عریضه کړې وه، د ایشچي لاس ددوستم په ګریوان کې و، ایشچي ته دوستم به ذات خود لاس وراچولی. باډیګارډان خو د امر تابع وي چې بیا د دوستم باډیګارډان شي، خو خود به بې‌چون و چرا د امر د امر تابع وي. تر پرونه د دوستم ډرامه غږېده، له کابله تر واشنګټنه رسنۍ په وغږېدې، ارګ هم اعلامیې خپرې کړې، ایشچي هم په داسې یو دولت وژړل چې هغه دولت خپلې اوښکې نشي پاکولای د ایشجي عزت به څنګه ور وګنډي.

څه پېښ شول، چې د دوستم د نیولو خبره د باډیګارډانو په نیولو تمامه شوه؟ ولې د حکومت او څارنوالۍ دوستم ته اوبه ځک نشوې؟ ایا حکومت له هغه څخه پوښتنه نشي کولای؟ که یې له دوستم څخه پوښتنه ناممکن ده، نو بیا دې له ایشجي بښنه وغواړي. که دوستم تر قانون لوړ دی، نو باډیګارډان یې څله ددوستم په ګناه نیول کیږي؟ وای نه باډیګارډان یې ملامت دي، خو هغه وخت چې دوستم په زندان کې وي، یا د قاضي او څارنوال مخې ته کینول شي، بیا به یې ددې جرمي شریکانو کیسه راپیل کيږي.

********
د افغان موسیقۍ ښځینه ارکسټر معتبره نړیواله جایزه واخیسته
جرمني دویمه جوپه افغان کډوال له هیواده وویستل
په نهاره اوبه څښل وزن کموي او پوټکی ځوان ساتي
جګي چن د ” د کنګ فو یوګا“ په تبلیغاتو پسې هندوستان ته تللی
د ورځې یو سړی ۱۰ ښځو ته ځیر ځير ګوري
********

دوستم خو که خپلو باډیګارډانو ته ووايي، چې په ولسمشر وربلوسئ هم د امر مخالفت نشي کولای، نو بیا له دوستم پوښتنه ضرور ده اول که له باډيګارډانو؟

دا حکومت تر پلاله لاندې اوبه تېروي، هر غټ شاخ ته یې چې لاس وراچولی، زور یې ندی رسېدلی بیا یې واړه شاخونه راغوڅ کړي دي.

ایا ایشجي په باډیګارډانو ادعا کړې که شخصاً په دوستم؟

که دوستم ونه پوښتل شي، بندي او محاکمه نشي، نو بیا خو د ایشجي دعوه په ټول حکومت ده، بیا خو ایشجي ته ټول حکومت یو طرف ته دی، بیا خو ولسمشر هم د خپل معاون په ګناه نیول کيدای شي.

دې حکومت له سیاست، خدمت، قضا، عدالت او قانون څخه ډرامه جوړه کړې، په غریبو او درېمه درجه خلکو وربلوسي. وکیل ته د وکالتي مصونیت په سبب څه نشي ویلای، که یې د نشي توکو په قاچاق کې تور ولیدل، که یې په اختطاف لاس په لستوڼي ونیول، که نورې دوسیې یې راپورته شوې، که د وطن او ولس توهین یې وکړ، که د هېواد په نوم یې د بطلان کرښه راکش کړه، خو عادي وګړو ته بیا خورا تېز دی.

ورو ورو له دې حکومت د خلکو اختیار تېریږي، سوکه سوکه د حکومت سازشونه او غفلت خلک بغاوت او سرکشۍ ته اړباسي. هغه د فساد پرضد د ځانګړې ادارې او محکمې کیسه وه، چې د غټو جرایمو د څیړنې او لوی فساد لپاره جوړه شوې وه، اما اوس یې د پنځه زره افغانیو او دوه زره ډالرو ترافیک او مامور اختلاسګر رانیولي دي.

حکومت سوکه سوکه له خپلو ژمنو راټيټيږي، سوکه سوکه د مالګې په کان کې مالګه کېږي. په دې وطن کې بلا مجرمین، غله او خاینین ګرځي، خو بنديخانې په عادي وګړو ډکې دي، دا عادي مامورین چې د بل په اشاره او د غټانو د ګټو لپاره یې ځانونه مفسد کړي چې هغوی بیرون د تورو شیشو په موټرو او کش و پش کې ګوري، له دې حکومت او د عدالت په نامه له دې کاذبې چیغې یې نفرت راځي.

ددولت داسې چلند د تنفر سبب کېږي، ددولت داسې چلند خلک له نظام څخه فرار ته هڅوي. قانون یوازې د عادي خلکو لپاره ندی جوړ، قانون باید په ټولو وګړو یوډول تطبیق شي. دلته یوازې د مجرم د محکمې مسله نده، د هغو خلکو د حق او عدالت موضوع ډیره جدي ده، چې متضرر شوی خو مدعي یې سرې سترګې ګرځي او لا اخطارونه ورکوي.

څارنوالي له یو خطرناک چلنج سره مخ ده، داځل به معلومیږي چې ددوستم په قضیه کې څومره وړاندې تللی شي که احتمالاً په داسې یو فاسد سازش شاته راغله په یاد ساتئ، چې له ولسمشره تر ولسکشره به د ټولو دولتي اراکینو حیثیت ته مرګونې صدمه ورسوي. حکومت دې یو کار وکړي، که له غټانو سره غیږه کاږل یې د وس خبره نه وي، په اول کې دې له مدعي علیه سره خپله پرده خوندي کړي، د خپلو مجرمینو پرځای دې بښنه ځنې وغواړي او د میډیا له شره دې دا قضیې پتې ساتي او چې پیل کوي او غږ اوچتوي بیا دې نه په ځان ملنډې وهي نه په قانون ترپایه دې ریسک مني او حل دې راباسي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */