فبروري 27, 2021

پر تورې کرښې، سپينې خبرې -پوهاند محمد اسمعيل يون

پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون
ســـريزه:
هندي لیکوال (راجيف ډوګرا) د ډيورنډ کرښې او د هغې پر چورليز د نورو راڅرخېدونکو حوادثو په باب يو ډېر مهم، شننيز او څېړنيز اثر ليکلی دی. په انګليسي کې د دې اثر نوم دی: (Durand Curse)، ښاغلي (بابرزي هېواددوست) د دې اثر ازاده محتوايي ژباړه کړې او هغه ته يې د (ډيورنډ توره کرښه) نوم ورکړی دی. سولې خپرندويې ټولنې د زرو ټوکونو په شمېر په (۳۷۱) مخونو کې په ښکلې کچه او صحافت خپور کړی دی. کتاب له افسانوي رواياتو تر عيني واقعياتو په منظم او مسلسل ډول په ډېر دقت سره ليکل شوی دی. ژباړن يې ژباړه په ښکلې او معياري ژبه ترسره کړې او چاپوونکي يې په چاپ کې خورا زحمت ګاللی دی. په پيل کې د دې کتاب له ليکوال، ژباړن، خپرندوی او نورو ټولو شريکباڼو څخه مننه په کار ده چې په ډېر حساس وخت کې يې دا کتاب افغان ولس ته ډالۍ کړ.
د کتاب ارزښت، منځپانګه او ضرورت
دا کتاب مې په مسلسل ډول په دوو شپو ورځو کې ټکي پر ټکي په ډېر دقت سره ولوست، کتاب په داسې داستاني بڼه ليکل شوی چې يو ځل يې څوک پيل کړي، بيا يې نه پرېږدي چې مخ ترې واړوي. له پيل سره سم مې د يادښتونو لپاره نښې هم په کې کېښودې، خو کتاب دومره خوندور و چې په لوستلو يې سړی نه مړېږي؛ افسانوي روايات هم په کې راغلي، پخې سياسي وجيزې هم لري، تاريخي حوادث هم په کې تشريح شوي، د غميزې پيل، منځ او پای هم سره په مستقيم ډول اوبدل شوي، عيني واقعيتونه هم په کې په دقيق ډول ثبت شوي، د افغان غميزې او په تېره بيا د ډيورنډ کرښې په باب په کې د خپلو او پردو مثبت او منفي نظرونه هم راوړل شوي، منطقي پوښتنې او ځوابونه هم مطرح شوي او ډېرې داسې نوې خبرې هم لري چې په اول ځل يې سړی په دې کتاب کې لوستلای شي. په کتاب کې زما له خوا په نښه شوي ځايونه دومره زيات شول چې له هغو څخه خپله يو بل کتابګوټی جوړېده او که بيا له هغو يادښتونو سره تبصره هم ملګرې شي، نو خبره ترې، تر دې غټ کتاب ته رسېږي.
زړه کې مې راوګرځېدل چې دا به د هغو ګوتو په شمار کتابونو له جملې څخه وي چې کړې تبصرې پرې له متن سره سيالي نه شې کولای، د کتاب متن دومره خوږ، منظم، ورېښمين، دردوونکی او لوری ورکوونکی دی چې ښه ده سړی لوستونکو ته توصيه وکړي، خپله د کتاب متن ولولي، متن کې ټولې هغه پوښتنې ځوابېدلی شي چې د افغانستان د سياسي- جغرافيايي موقعيت، پر هغه تحميل شوې غميزه او د ډيورنډ کرښې په باب د سړي په ذهن کې ګرځي. په اثر کې له ډېرو اثارو څخه ګټه پورته شوې، خو په متن کې داسې نه ښکاري چې دلته دې د اخځونو بار او اغېز محسوس وي. ځکه پېښو ته داسې تسلسل ورکړل شوی چې سړی فکر کوي کومه کيسه لولي. پر ما خو يې دومره ژور اثر وکړ چې همغه لوستې پېښې مې يو ځل بيا په خوب کې هم راغبرګې شوې، ځکه خو يو ځل بيا وايم چې زما تبصره او احساس په کتاب کې د راغلي متن او احساس تل ته نه شي پرېوتلی، خو په دې خاطر چې کومو لوستونکو ته تر دې دمه د دې کتاب متن لاس ته نه دی ورغلی، هغو ته تر يوه حده د دې کتاب اهميت څرګند شوی وي، نو يو څو برخو ته به يې په ډېر لنډيز سره نغوته وکړم:
افسانوي پيل:
ليکوال (راجيف ډوګرا) د خپل کتاب په پيل کې د پښتنو او افغانانو په باب افسانوي روايات راوړي، د هغو کرکټر او مېړانه تشريح کوي، د نړۍ د فاتحانو سردردی بيانوي او د پښتنو اناټوميک جوړښت توضيح کوي. هغه وايي: ((که افغانانو ته وويل شي چې خپله يوه هيله ووايئ، نو هغوی به دا وايي چې مونږ ازاد پرېږدئ)). ليکوال د افغانانو په باب د سکندر مقدوني روايات نقلوي، هغه به ويل: ((چې خدای مو د کوبرا له زهرو، د زمري له غاښونو او د افغانانو له غچ اخيستلو په امان کې لره)). سکندر خپلې مور ته په يوه لیک کې د افغان خاورې په باب ليکي: ((د دې خاورې هر فوټ ځمکه پولادين دېوال ته ورته ده، مورې تا خو يو الکساندر نړۍ ته راوړی، خو هلته هره مور يو الکساندر زېږوي.)) ليکوال د افغان ملت ټولنيز کرکټر او د پولادي امير هوډ ته په کتلو سره همدا پوښتنه مطرح کوي چې کوم علتونه وو چې امير يې پر داسې يو ګونګ سند لاسليک ته اړ کړ؟ کتاب له همدې پوښتنو او انګېرنو پيلېږي او په پای کې دې ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي، خو د دې لپاره چې موضوع ښه روښانه شي، دی د موضوع شاليد، دلايل او عوامل په تفصيل سره روښانه کوي.
د لويې لوبې پيل:
ليکوال د ډيورنډ کرښې تر لاسليک دمخه په نږدې يوه پېړۍ کې د تزاري روسيې او لويې برېتانيې تر منځ لويه لوبه تشريح کوي، دی هغې نظريې ته نغوته کوي چې وايي: ((افغانستان په منځنۍ اسيا کې د پراخېدونکې روسیې او د پنجاب پر لور د پراخېدونکې بريتانيې تر منځ د يوه ساندوېچ په څېر و)). په دې کتاب کې څرګنده شوې چې د روسيې او بريتانيې تر منځ پټه جګړه يا لويه لوبه څنګه پيل شوه؟ روسانو څه غوښتل؟ انګرېزانو په منځنۍ اسيا کې څه فعاليتونه کول؟ د بخارا امير ولې د انګرېزانو د جاسوسانو سرونه پرې کړل؟ امير دوست محمد خان له انګرېزانو او روسانو سره څه ډول روابط او څه ډول مجبوريتونه درلودل؟ خېوه او پنجده څنګه ونيول شول؟ د افغان او روسي پوځونو تر منځ جګړه ولې ونښته، د افغانستان او روسيې سرحدونه څنګه مشخص شول؟ شاه شجاع دويم ځل څنګه واک ته ورسول شو؟ امير شېرعلي خان ولې له روسانو ناهيلی شو؟ انګرېزانو او روسانو په کومو برخو کې مخالفت او په کومو برخو کې توافق درلود؟ دا او دېته ورته نورې ګڼې پوښتنې د لويې لوبې د تشريح په برخه کې ځواب شوي دي.
کله چې څوک دا برخه ونه لولي او په ناڅاپي ډول د ډيورنډ کرښې په باب بحث ته داخل شي، عادلانه قضاوت نه شي کولای. ليکوال د غميزې پيل له همدې ګريټ ګيم څخه ګڼي. عبدالرحمن خان له تزاري روسيې سره روابطو ته ډېر متوجه و، هغه به ويل چې ((روسيه د فيل په څېر ده چې هر څه مخې ته ورځي له منځه يې وړي))، نو ځکه خو يې په ډېر دقت سره پر دې خبره ټينګار کاوه چې: ((افغانستان بايد له دواړو ځواکمنو هېوادونو څخه مساوي واټن ولري.))
د پښتنو سايکولوژيک او ټولنيز کرکټر:
ليکوال په خپله او د نورو ليکوالو او پوهانو له نظره د پښتنو سايکولوژيک او ټولنيز کرکټر تشريح کوي، د دې نظرياتو په يوه نتيجه کې دی وايي: ((پښتون هغه کرکټر دی چې ښځې، سرو زرو او ځمکې سره ډېره لېوالتيا لري.)) دی د يو بل ليکوال (روديارد کليپر) خبرې هم رااخلي، هغه وايي: ((افغان ته چې کله د باطني شهوت خبره مطرح وي، نو شتمني، قانون، باچايي او سپېڅلتيا ورته ارزښت نه لري، ځکه هغه په غريزوي لحاظ غل، د وراثت او تربيې پر اساس قاتل او په طبيعي لحاظ بد اخلاقه دی، د دوی ټوله شتمني يوازې او يوازې د وياړ يو احساس دی چې تل ورسره دی. ځينې وخت هغه تر دې اندازې جګړه کوي چې ټوټه ټوټه شي او ځينې وختونه تر هغې جګړه نه کوي، څو چې د انزوا حالت ته نه وي تللی.))
انګرېزانو د خپلې تګلارې په اړه خپلو پوځيانو ته ويلي وو: ((پر پنجابيانو امر کوه، سنديان وډاروه، بلوڅانو ته وياړ ورکوه او پښتانه وپېره.))
ليکوال د پښتنو د کرکټر په باب د نظرياتو ترڅنګ د انګرېزانو ټولنيز کرکټر ته هم نغوته کوي، هغه په دې باب د (برنارد شاو) يو نظر وړاندې کوي، هغه وايي: ((انګرېزان درسره د هېوادنيو موخو پر اساس جګړه کوي، د سوداګريزو موخو لپاره درنه غلا کوي او د امپراتورۍ د جوړولو په موخه دې غلام ګرځوي.))
د پښتنو په باب د بهرنيانو له نظرياتو د ليکوال مطلب دا دی چې اکثرو بهرنيو ليکوالو پښتانه او افغانان په ناسم ډول تعبير او انځور کړي دي. دی وايي چې د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې تقريباً ټولو انګرېز ليکوالو او تاريخ ليکونکو پښتانه ظالمان، منفي ګرا او بې باوره پېژندلي دي. ليکوال د پښتنو په باب د ځينو نورو ليکوالو مثبت نظريات هم څېړي، لکه د رابندرنات ټاګور او نورو، دی په خپله وايي: ((افغانان ښه جګړه ماران دي او د دې ترڅنګ ژر باور کوونکي هم دي، چې دې لومړي عادت دوی تل بوخت ساتلي او دويم عادت د دوی د کمزورۍ ټکی دی چې تل ترې بهرنيانو د دوی پر وړاندې کار اخيستی. همدې عادت په نولسمه پېړۍ کې تر هر وخت زيات د افغانانو بخت وراړولی دی.)) خو دې سره سره دی وايي: ((افغانستان ښايي ټپي شوی ډېر وي، خو هېڅکله هم تورې ته نه دی تسليم شوی.))
د نيواکګرو خصلت:
راجيف ډوګرا په دې اثر کې په عام ډول د نيواکګرو خصلت او کرکټر ته هم نغوته کوي او دا توضيح کوي چې د استعمار په ماهيت کې تغير نه راځي، خو بڼه يې کېدی شي بدله شي. دی وايي: ((استعمار تر ډېره غځېږي او استعماري عادتونه په سختۍ سره له منځه ځي.)) په کتاب کې راځي چې ((اروپايانو هغه ملتونه تر استعمار لاندې راوستل چې بې حرکته، شاته پاتې او بې پروا به وو، د دې ترڅنګ به يې هغه اسيايي ملتونه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستل چې له ګډوډيو او هر و مرج به ډک وو.)) په کتاب کې د استعمار مغرورانه خصلت ته هم نغوته شوې، کله کله يو پوځ ډېر مغرور وي، خو وروسته يې بيا برخليک بل شی شي: ((انګرېزانو چې کله له يو منظم لښکر سره د کندهار پر لوري حرکت کاوه، نو د کلات يو خان چې د دوی شان او شوکت وليد بې اختياره يې له خولې ووتل چې: پوځ خو مو دلته دننه کړ، خو دا فکر مو کړی چې څه ډول به يې بېرته باسئ!))
کله چې دا لوی شمېر پوځ د روانېدو په حالت کې و، په دوی کې يوازې يو سړی و چې د هر څه وړاندوينه يې کړې وه. دا سړی يو پخوانی انګرېز ډګروال و چې هماغه شېبه يې وويل: ((له يوه کس پرته به بل هېڅ کس روغ راستون نه شي، هغه يو ژوندی کس به د دې لپاره ژوندی وي چې د ټولو د مرګ پيغام له ځان سره راوړي)). درې کاله وروسته، هغه وخت د ده اټکل سم وخوت چې (ډاکتر برايډن) له غرونو په يوازې ځان راکوزېده، دغه ډګروال هغه وخت په تروشه ټنډه وويل چې: ((ما درته نه ويل چې داسې به کېږي؟))
د بريتانوي او روسي استعمار تر منځ هم ورته خصلتونه موجود وو، بريتانويانو به ويل: ((که کوم هندي ګورئ يا يې ووژنئ او يا يې هم وتړئ.))
يو روسي جنرال به ويل: ((اسيايانو ته چې څومره سختې ضربې ورکوئ، په همغه اندازه چوپ پاتې کېږي.))
ډيورنډ هم ويلي وو: ((موږ لږ شمېر بهرنيان يو چې دوه سوه مليونه اسيايان مو په پړو تړلي دي.))
ده په دې اثر کې د نيواکګرو نورې ګډې ځانګړنې هم په ګوته کړې دي.
د زبرځواکونو د برخليک پــرتلنه:
په دې اثر کې په ضمني ډول د درېو لويو امپراتوريو د واک و ځواک، تېروتنو او ښويېدنو او په پای کې د برخليک پرتلنه هم شوې، د انګرېزانو امپراتوري چې په لومړۍ افغان- انګليس جګړه کې تر ماتې وروسته ورته په هند کې بغاوتونه پورته شول او بيا يې په ټوله کې د بخت سيوری په راټولېدو شو، شوروي امپراتوري چې افغان- شوروي جګړې ورته سخت زيانونه ورورسول او ګرباچوف په پای کې دېته اړ شو چې خپلې لښکرې وباسي او ووايي: (( دا جګړه په دومره مالي او ځاني قربانۍ نه ارزي)) يو جنرال يې وليکل چې: ((په افغانستان کې جګړه له ډبرې سره د سر جنګولو مانا لري.)) د دې جګړې تر اغېز وروسته ورو ورو شوروي اتحاد ړنګ شو او د مرکزي اسيا ټولې نيولې سيمې يې له لاسه ورکړې. تر دې دمخه انګرېزان هم له ورته برخليک سره مخامخ شوي وو، د افغان او انګليس تر دريو جګړو وروسته د انګرېزانو عزت له خاورو سره خاورې شو او د امپراتورۍ د نړېدو لړۍ يې پيل شوه.
درويشت کلن وينسټون چرچل چې د جګړې خبرونه به يې لندن ته لېږل وايي: ((د افغانستان جګړه په مالي لحاظ تباه کوونکې، په اخلاقي لحاظ ګناه، په پوځي لحاظ يوه پرانيستې پوښتنه او په سياسي لحاظ يوه تېروتنه وه.)) چرچل به ويل: ((دلته هر سړی يو جنګيالی دی.))
روسي جنرال الکساندر ماياروف بيا په خپل نوبت وايي: ((د افغانستان جګړه د شوروي اتحاد لپاره هغه ماين ته ورته وه چې يوې لويې امپراتورۍپرې پښه کېښوده او دړې وړې شوه.))
د انګلستان د پارلمان غړي ډيزرائيلي وړاندوينه کړې وه: ((که موږ کله هم هند له لاسه ورکوو، هغه به د افغان جګړې د بدو پايلو له امله وي.))
له نن څخه يوه نيمه پېړۍ دمخه لا انګرېزان دې ته متوجه و چې روسان به پر افغانستان يرغل کوي، نو ځکه خو د هند وايسرای (جان لاورينس) د دې شونتيا په اړه چې روسيه به پر افغانستان يرغل کوي، ځان به هند ته رسوي، ويلي وو: ((پرېږدئ چې هغوی لوی ګامونه واخلي او وړاندې ولاړ شي، د اباسين او اکسوس تر منځ ولوېږي، پرېږدئ چې دوی خپله لار ووهي، سختو هېوادونو پر لور، هغه هېوادونه چې متعصب او زړور نفوس لري، چېرته چې هر ميل کې يوه نه ماتېدونکې ځمکه راځي، دوی مجبور دي مقاومت وکړي، هغوی به ډېر ځواک له لاسه ورکړي، بيا به له ستړيو پياده وو، ماتو سپرو او له عيبونو ډک توپچي نظام سره څنګه هند ونيسي؟))
امريکايان چې دلته په پيل کې په ډېر غرور راغلل اوس په خټه کې نښتي دي، د پاکستان د نه مهار له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د ماتې امکان يې ډېر دی. لیکوال د نورو ليکوالو په شان ((افغانستان د امپراتوريو هديره)) ګڼلې ده.
ډيورنډ کرښه:
ليکوال په خپل اثر کې ګڼ شمېر داسې دلايل راوړي چې د هغو له هر اړخيز تحليل وروسته سړی دې نتيجې ته رسېدلای شي چې دا کرښه په چل، مهارت او يا هم د امير د ناجوړتيا په حالت کې په هغه باندې لاسليک شوې ده، لاسليک هم په بل کاغذ شوی او اصلي متن امير ته نه دی وړاندې شوی، تيمور ډيورنډ او امير عبدالرحمن خان چې دواړه په فارسي ژبه پوهېدل او له مخکني لوز سره سم متن بايد په همدې ژبه ترتيب شوی وای، خو ډيورنډ امير ته يوازې انګرېزي متن ښکاره کړی چې امير پر هغه متن نه پوهېده او نه هم پر دې وخت د امير له خوا د ژباړن او درېيم ګړي په توګه څوک موجود و، يوازېنی کس چې د پردې تر شا ناست و، يادښتونه يې اخيستل، هغه هم مير سلطان محمد خان و، چې په خټه پنجابی و او ويل کېږي چې د انګرېزانو جاسوس هم و. ليکوال د ډيورنډ د هوکړه ليک په برخه کې د درېو تنو رول ډېر مهم ګڼي چې يو انګرېز جاسوس (سالټرپيين) بل تيمور ډيورنډ او درېيم ډاکټر (هيملټون) چې ټول انګرېزان وو. لیکوال ډېر داسې دلايل راوړي چې امير دا مهال سخت ناروغه و، د حافظې توازن يې له لاسه ورکړی و او د هډوکو پر درد اخته و، هره دويمه خبره پرې بده لګېده. ليکوال دا پوښتنه مطرح کوي په داسې حال کې چې امير د خپل حاکميت لپاره په کور دننه وړې وړې سردارۍ ختمې کړې، د خپل حاکميت ساحه يې پراخه کړه، څنګه دېته حاضرېدلای شو چې د خپلې خاورې يوه برخه پرديو ته وبښي، همدغه پوښتنه يې چې د کتاب په پيل کې مطرح کړې وه، په وروسته برخو کې يې ورته مستدلل ځوابونه ورکړي دي.
تر هوکړه ليک وروسته حالت:
ليکوال پر دې ټينګار کوي چې دا هوکړه ليک هېڅکله هم د پولو د تثبيت لپاره نه و برابر شوی، نه د انګرېزانو امپراتوري دا غوښتل او نه امير، ځکه انګرېزان په دې پوهېدل چې د مصنوعي پولو جوړول او بيا د هغو ساتنه له حقوقي، پوځي او اقتصادي پلوه اسانه کار نه دی، په دې تړون او تر هغه وروسته اسنادو ټولو کې د نفوذ ساحه ذکر شوې ده، نه له برېتانوي هند سره د دې ځمکو د الحاق مسله. ده په دې برخه کې د انګرېزانو د هغه وخت د لومړيو وزيرانو، بهرنيو چارو وزيرانو، ځينو سفيرانو، پوځيانو او ژورنالېستانو نظرونه هم د سند په توګه راوړي دي. ليکوال وايي چې کله هم د تزاري روسيې او افغانانو تر منځ پولې تثبيت شوې او همدې انګرېزانو په کې حضور درلود، نو بيا تر ننه پورې هېڅکله هم يو لوري د اعتراض غږ پورته نه کړ، خو د ډيورنډ کرښې په باب تر (۱۸۹۳م) کال وروسته په (۱۸۹۸، ۱۹۰۵، ۱۹۱۹، ۱۹۲۱، ۱۹۳۰)کلونو او نورو وختونو کې څو ځله له هر افغان واکمن سره د بيا بيا تائيد او تصديق په باب خبرې شوې دي، دا د دې مانا ورکوي چې دا کرښه کومه طبيعي پوله نه وه او يوازې د برېتانوي هند او افغانستان د امير د نفوذ يا اغېز موقته ساحه په ګوته کوي.
سرو وييلم کيير فراسر ټايټلر وايي: ((دا کرښه د قوم پېژندنې، جغرافيې او تګلارې له مخې بې منطقه ښکاري.))
لوييس دوپري وايي: ((دا د يوې مصنوعي کرښې تر ټولو ښه انځور دی چې يوه کلتوري سيمه سره بېلوي)).
د بريتانيا د کورنيو چارو پخوانی وزير او بيا وروسته لومړی وزير (هربرت اسکويټ) وايي: ((دا قوانين ټول نړيوال اصول، ټولنيز عدالت او ټولنيز مفهوم تر پښو لاندې کوي.))
د افغانستان پر هر حکومت چې هر څومره فشار راغلی چې دا کرښه په رسميت وپېژني، چا ورته غاړه نه ده ايښې، ان د ډېرو کمزورو حکومتونو واکمنو هم دا کار نه دی کړی. کله چې پاکستان د يوه نوي دولت په توګه ظهور کاوه، تر هغه يوه اوونۍ دمخه افغانستان برتانوي هند ته په رسمي ډول احتياج وکړ او په هغه کې يې وويل چې تر ډيورنډ کرښې اخوا د بريتانوي هند تر کنټرول لاندې پښتنو لپاره بايد د ټولپوښتنې ځانګړی صندوق کېښودل شي چې دوی مستقل هېواد غواړي او که بېرته خپل پلرني هېواد (افغانستان) سره يو ځای کېږي؟ له پاکستان او هند سره خو د يو ځای کېدو خبره هېڅ مطرح نه وه.
د پاکستان له جوړېدو سره سم افغان ديپلوماتانو اوه ورځې په متواتر ډول په لندن کې د بريتانيا له بهرنيو چارو وزارت سره خبرې وکړې او له خپلې خاورې سره يې د جلا شويو سيمو د بېرته الحاق غوښتنه وکړه. انګريزانو وويل چې پاکستان د بريتانيا ځایناستی دی، افغانانو ورته وويل چې پاکستان خو له هند څخه راجلا شوی، نه دا چې هند له پاکستانه رابېل شوی، خو که ستاسو ځایناستی وي، نو بايد هغه ستاسو وارث هم وي او ستاسې پورونه هم پرې کړي، اوس خو د بريتانيا پورونه هندوستان پرې کړي، نه پاکستان. افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړيتوب پر غوښتنه هم اعتراض وکړ، ملګرو ملتونو په پيل کې ځکه د پاکستان غړيتوب ونه مانه چې هغه د چا وارث نه و، پاکستان ته يې وويل چې تاسو د يوه نوي دولت په توګه غړيتوب ترلاسه کولای شئ، خو نه د کوم بل دولت د وارث په توګه، نو څوک چې د يو چا د وراثت دعوه له لاسه ورکړي، نو هغه سره د کوم تړون په باب ولې بحث وشي؟ ليکوال وايي چې د افغانانو له فعالې دپلوماسۍ سره سره بيا هم د پښتنو برخليک د پاکستان لاس ته پرېوت. دی په دې برخه کې د ټولو هغو اشخاصو او حکومتونو نومونه اخلي چې په دې سلسله کې ګرم دي، لکه جواهر لعل نهرو، اولف کايرو، جناح، ميرزا، لياقت علي خان، د بريتانيا حکومت او نور…
د ډيورنډ غميزې حل لارې:
ليکوال خپل اثر له يوه هدفمن مسيره پيل کړی او پر يوه هدفمن او هيله من بهير يې پايته رسولی دی. ليکوال د يوې نتيجې په توګه وايي چې د افغان غميزې د دومره اوږدوالي يو اساسي علت د ډيورنډ کرښه ده، که چېرې دا کرښه نه وای، افغانستان به د لويې لوبې ډګر نه وای، په افغانستان کې به جګړې نه وای، افراطيت به نه وای، د روسانو او امریکايانو يرغلونو ته به زمينه نه برابرېده او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه به د افغانستان په کړکېچ کې نه راټاله کېدل، دی وايي چې په سيمه کې پاکستان هغه نوی هېواد دی چې له پيله يې د ځمکنيونې ستراتيژي درلودله، دی وايي، کوم ظلمونه چې پاکستاني پوځيانو پر پښتنو کړي، هېڅ يرغلګر نه دي ترسره کړي، ليکوال دا ادعا ثابتوي چې پاکستان د ځمکنيونې شوق لري، د هند او افغانستان پراخې ځمکې يې لاندې کړي دي، بيا وايي:
((تر هغه پورې چې پاکستان له ځمکني پلوه مهار او راکم نه شي، په دې منطقه کې طبيعي ثبات نه راځي، دی د پېړيو په اوږدو کې (امو) او (اباسين) د افغانانو طبيعي پولې بولي او له نړۍ څخه غوښتنه کوي چې د دې هدف لپاره له افغانانو سره ودرېږي. دی په دې برخه کې د بريتانويانو ډېر اعترافات هم يادوي، لکه د يو بريتانوي جنرال سرجيمز کوټران چې ويلي وو: ((زموږ د امپراتورۍ طبيعي پوله اباسين دی چې بل څوک يې د نيولو جرئت هم نه شي کولای.)) ليکوال وايي د خاورې همدې بېلتون افغانستان کمزوری ساتلی او نه شي کولای په سيمه ييزه او نړيواله کچه خپل حقوق ترلاسه کړي. دی په دې نظر دی چې نړيوال زبرځواکونه په اوسني شکل نه پاتې کېږي، امریکا ورځ تر بلې پخوانی زور و ځواک له لاسه ورکوي، چين او روسيه په سيمه ييزه او نړيواله کچه د دوو نويو زبرځواکونو په توګه راڅرګندېږي.
ليکوال په دې خبره هم خواشيني ښکاره کوي چې د پښتنو په باب په خپله د دوی له خوا ډېر کم اثار ليکل شوي او هغه هم اکثره بېرته له منځه تللي دي او د بهرنيو له خوا چې کوم اثار ليکل شوي، اکثره يې فلتر شوي او د هغو د ګټو انځورنه کوي. راجيف ډوګرا د طالبانو پر وړاندې له امريکا سره د پاکستان شرکت صادقانه نه بولي او دا د امریکا يوه غټه تېروتنه ګڼي چې پاکستان ته د يو ستراتيزيک ملګري په سترګه ګوري، لیکوال امريکا ته يادونه کوي چې پاکستان له امريکا سره کټ مټ همغه لوبه کوي چې له پخواني شوروي اتحاد سره يې کړې وه. د پاکستان پوځيان په دې نظر دي چې موږ د نړۍ يو ستر زبر ځواک دلته مات کړی او اوس د بل ستر زبرځواک نوبت دی. لیکوال د افغانستان د حقوقي داعيې لپاره ټول مستدلل دلايل راوړي، د هغو په پای کې د خپلو خبرو د نچوړ په توګه د دې يادونه کوي چې د دې ټولو دلايلو بريا هله ممکنه ده چې يو قوي او غښتلی افغانستان جوړ شي او د قوي او غښتلي افغانستان جوړېدل بيا هغه وخت ممکن دي چې ډيورنډ کرښه له منځه لاړه شي او افغانستان خپلو طبيعي پولو ته ورسېږي.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ