هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرنه او طبیعت

د اماراتو پر شیخانو کلونه وروسته واوره وریدلې

عربي متحده امارات په څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سړې هوا څپې وهلي دي. دغلته لسیزه وروسته د واورې وریدو شیخان حیران کړي دي.

د عربي متحده اماراتو د هوا پیژندنې او زلزلې پيژندنې ادارې ویلي په تیرو دوو ورځو کې د راس الخیمه په غره کې د هوا سړښت د سانټي ګراډ په حساب منفي پنځو ته رسیدلی و چې ورسره په سیمه کې لس سانتي واوره هم غورځیدلې وه.

د اماراتو شیخانو د واورې وریدل په ښه فال نیولي او په ټولنیزو رسنیو کې د واوریني عکسونو او ویډیوګانو باران جوړ کړی.

وروستي ځل په ۲۰۰۹ م کال کې په عربي متحده اماراتو کې دومره درنه واوره شوې وه، چې په ځینو غرنیو سیمو کې تر ۲۰ سانتي میترو پورې رسیده.

د عربي متحده اماراتو ( نیشنل ) نومې ورځپاڼې ویلي، دا ډول هوا په دې هیواد کې دومره نادره ده ، چې په سیمه ایز لهجه کې یې د بیان لپاره کلمې نه شته.

په داسې حال کې چې پر ( راس الخیمه ) لوړې شوې واوره په دوبۍ کې د جشن سبب شوې، خو د جمعې په ورځ په دې ښار کې سوړ شمال خلک ګیر کړي و. ددې شمال له کبله د میټرو په سیستم کې ستونزې پېښې شوې وې او له کبله یې په یوه اورلګیدنه کې یو کس ټپي شوی او دوه موټر سوزیدلي وو.

که څه هم دوبۍ ته ځینې سیاحتي شرکتونه په موقته توګه سفرونه لغوه کړي و، خو اوس ویل کیږي چې اسمان بیرته صاف شوی او په دوبۍ کې دا اونۍ د سانتی ګراد په حساب د لسو نه تر شل درجې مثبت پورې د هوا اټکل شوی دی چې په دې ساړه ژمي کې بهترینه هوا ده.
.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */