عبادت څه ته وايي او څه وخت قبلیږي؟

ځینې وخت زمونږ ځینې خویندې او وروڼه ډېري ساده پوښتنې کوي، دین و عبادت ځانته ډېر سختوي، یا هم دین و عبادت یوازې په میا و ملا پورې تړي، دوی پیران او ځان مریدان ګڼي.
دین د ټولو یو دین او د ټولو لپاره دی، همدا راز خدای پاک هم د ټولو دی، د ټولو اوري، واسطه نه غواړي.
الله تعالی فرمایي؛ نه دی بهتر ماته یو انسان پر بل انسان باندې، اما په تقوا لرلو سره. یعني که توپیر لري نو یوازې په خپلې تقوا سره.
نو د یو څو دوستانو ساده پوښتنې، د عبادت او دعا د قبولیت په هکله، ډېري ساده ځوابوم.

عبادت څه ته وایي؟

عبادت په لغت کې؛ خشوع او تذلل کول په مستقیم او طریق المعبد باندې یا هم هغه پاکه، نېغه او ستره لار چې هېڅ ډول ستونزه ونه لري.
اصطلاح کې؛ شیخ الاسلام ابن تممیه رحمه الله داسې تعریف کړی:
اسمُُ جامع لکل مایحبهُ اللهُ ویرضاه من الاقوال والاعمال الظاهره والباطنه
یو جامع اسم دی، هر هغه قول او فعل ته شامل دی چې الله تعالی لپاره خوښ وي، عبادت ګڼل کېږي.
او هر کله چې عبادت کوو خالص به د الله تعالی کوو او د هغه په طریقه او د پیغبر صلی الله وعلیه والسلام په طریقه به یې کوو، بغیر د دې نه بیا عبادت نشو.

عبادت څه وخت قبلېږي؟

دوه شرطه دي چې په هغه باندې عبادت قبلېږي.
۱، الاخلاص       ۲،  المتابعه
اول، الاخلاص:
هغه داسې چې مونږ لمونځ کوو د لمونځ په جریان کې یو څوک راغی، مثلاً، استاد، خپلوان یا کوم بل څوک، نو خپل طرز بدل کړئ او لمونځ په قراره کړئ،  نو “الاخلاص” پکې ختم شو، نو دا عبادت نه قبلېږي (یعني ریا پکې وشوه)
بل مثال، کله چې ذبحه کوو، خیرات، ذکات یا هم صدقه ورکوو، نو خاص به یې د الله تعالی لپاره کوو. (دا ټول عبادات دي)
دویم، المتابعه:
نبي کریم صلی علیه وسلم صحابه کرامو ته وفرمایل؛ «صلیُ کما رایتمونی مصلي »
لمونځ وکړئ لکه څنګه چې ما لمونځ وکړو، نو هره طریقه چې نبي علیه السلام اختیار کړې، په خلاص زړه به یې مني، تاویلي ماویلي به پکې نه کوو.
ـ العبادة ، کلها توفیقی لامجال باالعقل
بل، عبادت توفیقي دي، یعني هغه څه چې په قرآن و حدیث کې راغلي وي، نو په همدې طریقه به عبادت کوو. له ځانه به پکې نوې نوې احتراع ګانې نه کوو.
مثلاً؛ رکوع یوه ده، نو سجده به هم یوه کوو، داسې نور څه زیاتي کمي نه به ځان ساتوو.
اوس به راشو “دُعا ” مختصرې معانا ته:
د دُعا معانا هم عبادت ده، چې دا عبادت (دعا)  په دوه ډوله ده.
۱،  دُعا مسئاله                 ۲،  دُعا العبادة
اول دُعا مسئاله؛ هغه دُعا ته وایي، چې په هغه کې انسان د یو خاص مشکل یا ستونزې هدف لپاره دُعا کوي.
دویم دُعا العباده؛ هغه دُعا ته وایي، چې په هغه کې انسان طلب کوي د خیر او  دفع د شر.
الله تعالی فرمایي، مانه یې وغواړئ، زه یې درکؤم!
همدارنګه وایي؛ کله چې ته سوال کوي، نو جواب کوونکی زه یم!
حدیث شریف کې راځي: رب العزت سمأ دنیا ته خپله راځي، څنګه چې د هغه شان سره ښایي؛ نو که دعا غواړو یوازې د الله تعالی نه به غواړو، که له بل چا (پیر، بابا، زیارت او نور…)  چانه مو وغوښته، دا شرک شو، چې شرک یوه کبیره ګناه ده.
کله چې الله تعالی آسمان د دنیا ته راشي، نو وفرمایي؛ څوک شته چې زما څخه څه وغواړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې بخښنه غواړي او زه ورته بخښنه وکړم؟!
خو افسوس چې موږ هېڅکله نه د الله تعالی عبادت په اخلاص او پوره هوش و حواس کړی او نه مو ترې د زړه په اخلاص څه غوښتي، که مو غوښتي نو بیا مو عقیده نده ساتلي چې الله تعالی مو ضرور غږ اوري او دعا مو قبلوي او یا چیرته تللي یوو د کوم پیر فقیر درګاه او جادوګر په نوم ملا لمن مو نیولې او ټوله اسره مو په هغه پسې غوټه کړې، چې پدې سره مو ځان لا ګنهګار کړی، په شرک کې اخته کړئ، الله تعالی ناراضه کړئ او بیا ګیله هم کوو، چې الله تعالی مو عباداتونه ضایع کوي او دعاوې مو نه قبلوي.
حال دا چې هېڅکله مو دا فکر نه دی کړی، چې موږ عبادت کړی، په کومه طریقه مو کړی او که دعا غواړو له چا یې په کومه طریقه غواړو او ولې مو په خپلو غوښتلو باور نه دی کړی؟!

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ