پښتو کې د سپورو شونډو، وچو شونډو، چاودو شونډو او نورو په نومونو به مو زیات اصطلاحات اوریدلي وي.
دلته یې په نورو اړخونو نه غږیږو؛ له طبي اړخه ورته ګورو او خبروو مو چې ولې مو شونډې وچیږي.
هماغه وچوالی، چې څوک یې سپوروالی، څوک د شونډو چاود او څوک څه ـ څه ګڼي.
راځئ دا مطلب راسره ولولئ، له دې ستونزې به مو خلاص کړي.
عمومي حالت
د شونډو وچوالی تر ډېره په خاصو حالاتو کې کیږي.
په دې حالاتو کې به یا هوا خرابه وي، یا به له هوا سره نابلده یئ، یا کیدای شي ډېر ستړي اوسئ او یا بل څه.
دا ټول سبب کیږي، چې شونډې مو وچې شي، وچاودي او تاسې ورسره ناراحته شئ.
پښتانه دغه حالت ته تر ډېره له نورو لیدلوري ګوري.
څوک یې غربت سره تړي، څوک یې د خپل صحي وضعیت له خرابوالي او څوک له خپګان او خواشینیو سره.
د رحمت شاه سائل دا بیت خو بیخي د همداسې یوه حالت تصویر دی:
ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې
د دې وطن د غریبۍ نښې دي
دلته به د طب له نظره د شونډو پر وچوالي بحث وشي او حل لارې به یې در سره شریکې کړو.
د وجود د اوبو کمښت
د ډېرو خلکو د وجود د اوبو کمښت سبب کیږي، چې دوی سپورې شونډې ښکاره شي.
تاسې نه یوازې د دې ستونزې د مخنیوي؛ بلکې ډېرو نورو روغتیایي اړتیاوو له مخې هم زیاتې اوبه وڅښئ.
که زیاتې اوبه ونه څښئ، هم به په دې جنجال اخته وئ، هم به نورې ناروغۍ درسره لاس و ګرېوان وي.
که مو شونډې وچیدې، یو لوی دلیل به یې حتماً همدا د اوبو کمښت وي، چې ستاسې وجود کې شته.
د شونډو څټل
ځینې خلک عادت دي، چې خپلې شونډې زیاتې څټي، یا ژبه پرې را ښکي.
دا عادت هم د شونډو د حساسیدو او وچوالي سبب کیږي.
که ستاسې شونډې وچیږي،پردې عادت فکر وکړئ، که مو لرلو، ورنه لاس واخلئ.
موسمي اغېزې
که له یوه ښاره بل ته ځئ او شونډې مو چوي، پوه شئ چې اقلیمي اغېزې پکې نقش لري.
ځکه د ټولو سیمو هوا یو ډول نه وي، ځینې یو ډول او ځینې بل ډول هوا لري.
تاسې له یوې هوا سره عادت یاست او نورو سره زیات نه جوړیږئ.
په دې صورت کې مو دا ستونزه زیات د تشویش وړ نه ده.
د هوا په برخه کې هم سړه، هم توده، هم وچه او هم د هوا نورې بڼې هر یو د شونډو پر وچیدو خاص تاثیر لرلی شي.
حساسیت
حساسیت یا الرژي هم د شونډو د وچوالي یو لوی سبب دی.
ځینې خلک د حساسیت یا الرژۍ ناروغي لري، یو څه ورباندې بد لګي، نور یې هم ناروغوي او شونډې یې هم وچوي.
حل لارې څه دي؟
اول خو کیدای شي له همدې پورتنیو لاملونو څخه یو ستاسې د شونډو د وچیدو سبب وي، که داسې نه وي بیا ښه ده چې ډاکټر نه مشوره واخلئ.
هغه کیدای شي د لب سټیک یا نورو دارو درملو توصیه درته وکړي.
البته دا هم مه هېروئ، چې که خوراک کې تروش او ترخه شیان زیات کاروئ، استعمال یې کم کړئ.
دا هم د شونډو د وچیدو په برخه کې رول لري.