خواړه روغه سټه کورنی ژوند

۷ وچې مېوې چې د وزن په کمولو کې له موږ سره مرسته کوي

ژباړه: عایشه حیدري

د تغذيې ډېری پوهان په دې باور دي چې که د ورځې په اوږدو کې وچې مېوې په منظم ډول وخوړل شي، مغذي او مناسبه ټاکنه شمېرل کېږي.

کله چې مېوې وچېږي ډېرې اوبه يې له منځه ځي نو له همدې امله په مېوې کې د مغذي موادو کچه لوړېږي.

په حقیقت کې نوو څېړنو ښودلې دي چې د وچې مېوې خوړل له ډنګروالی یا چاغښت د له لمنځه وړلو سره نېغ په نېغه تړاو لري.

په نننۍ لیکنه کې غواړو ځینې هغه وچې مېوې در وپېژنو چې له چاغو کسانو سره د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

لومړی: بادام

بادام داسې وچه مېوه ده چې د کالوري کچه يې ټيټه ده او ۱۰۰ګرامه یې ۵۷۶کیلو کالوري لري. د ورځې په لړ کې د بادام ۲۰ تر ۳۰ګرامو خوړل د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.

بادام په بدن کې دې LDL یا کلسټرول کچه ښکته راولي او په بادام کې شته ویټامینونه د وزن کمولو ته ډېره ګټه لري.

دویم: وچ زردالو

وچ زردالو (کيشته) کولای شي تاسو د پينځو ګړيو لپاره ماړه وساتي، ځکه دغه وچه مېوه د کلسیم، پوټاشیم او منیزیم غوره سرچینه ده. ۱۰۰ګرامه وچ زردالو یوازې ۲۰۰کیلو کالوري لري او د وزن کموالي لپاره تر ټولو غوره وچه مېوه ده.

درېیم: خرما

خرما د ویټامین B5 غوره سرچینه ده او د ځواک په لوړولو کې مرسته کوي. ۱ګرام وچه خرما ۲۸۲کیلو کالوري لري او د خرما یو وخت خوړل د هغو کسانو لپاره چې د وزن د کمولو پريکړه لري او غواړي چې له ډېر خوراک څخه ډډه وکړي، ډېره ګټه لري.

څلورم: پسته

پسته د پروټین، ويټامينونو، روغو غوړيو، اوسپنې او منیزیم یوه ښه سرچینه ده او ۱۰۰ګرامه پسته ۵۶۲کیلو کالوري لري. نږدې نیم ګیلاس پسته ۱۷۰کیلو کالوري لري.

پینځم: وچ الو

وچ الو د کولمو په روغتیا کې مرسته کوي او له بدن سره د ميکروبونو په لرې کولو کې مرسته کوي. وچ الو د وزن د کمښت لامل کېږي ځکه چې هر ۱۰۰ګرامه وچه مېوه ۲۴۰کیلو کالوري لري.

شپږم: ممیز

د وزن د کمولو لپاره تر ټولو غوره او خوندوره وچه میوه ممیز دي،ممیز د دید‌ غوره سرچینه ده،هر ۱۰۰ګرامه ممیز ۲۹۹کیلو کالوري لري او یوازې ۰.۵ ګرامه غوري لري.

اووم: ځمکني بادام

ځمکني بادام د وزن د کمولو لپاره تر ټولو غوره ټاکنه ده، ځکه چې د پروټين غوره سرچینه ده او کولای شي انسان د ډیری مودی لپاره موړ وساتي. ۱۰۰ګرامه ځمکني بادام ۵۳۳کیلو کالوري لري او کولای شي په بدن کې د اوسپنې د ورځنۍ اړتیا درېيمه برخه او د ويټامين B6 د ورځنۍ اړتیا پینځمه برخه تامین کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ