مارچ 2, 2021

په ورزش کې اوبه نه څښل، دا نهه بدې پایلې رامنځته کوي

ژباړه: ملیحه ناصري

نهه هغه ستونزې چې د ورزش کولو پر وخت د اوبو نه څښلو له امله ورسره مخ کېږئ دا دي:
۱-بېوخته زړښت: ښايي ټول خلک پر دې پوهېږي چې ورزش د پوستکي روغتیا ته ډېر ګټور دی؛ خو که د تمرین کولو پر وخت اوبه ونه څښل شي، وینه د پوستکي پر سلولونو هجوم راوړي، اکسیجن اشباع او کلوجن/کلوژن تولیدېږي چې له همدې امله پوستکی ګونځې پیدا کوي. وجود په هر وخت کې د پوستکي د روغتیا لپاره اوبو ته اړتیا لري.
۲-وزن نه کمېږي: که چېرې د وزن کمېدلو په پار ورزش کوئ او پر دې باوري یاست چې په ورزش کې اوبه نه څښل مو وازدې اوبه کوي، تېروتي یئ؛ ځکه د تمرین پر مهال اوبه څښل د وزن کمولو کې مرسته کوي. که اوبه ونه څښل شي، وجود اوبه د خولې په بڼه باسي او د اوبو له کمښت سره مخ کېږئ.
۳-د زهریاتو نه وتل: د ورزش په بهیر کې وینه پوستکي ته رسي، پوستکی خوله کوي او زهرجن مواد له خولو سره باسي. که وجود ته مو اوبه ونه رسوئ، سمه خوله نه کوئ؛ نو د وجود مسموموونکي مواد مو سم نه دفع کېږي.
۴-ورزش بې ګټې کېږي: هر ځل چې وجود مو ۵٪ اوبه بایلي، ۳۰٪ د ورزش اغېز کمېږي. که چېرې اوبه وڅښل شي، دا اغېز کمېږي نه، ډېرېږي.
۵-د عضلو دردمنېدل: که د تمرین کولو پر وخت اوبه ونه څښل شي، عضلې یو بل ته مخامخ کېږي، د دې دردونو له امله وجود له ګڼو ستونزو سره مخ کېدای شي. ښايي اوږدمهاله اغېز هم وښندي.
۶-د زړه ناروغي: که چېرې اوبه ونه څښل شي، رګونه تنګېږي، وینه راټوله، او په پای کې زړه له ستونزو سره مخ کېږي. ممکن ستاسو وجود ځواکمن وي؛ خو په دې چاره یې کمزوری  نه کړئ!
۷-د سترګو تورې حلقې: د اوبو نه څښل په تمرین کې شايد د سترګو لاندې تورې حلقې وغورځوي او تر لاندې پړسوب ورته پیدا کړي.
۸-د تمرکز کمېدل: ستوماني او د تمرکز کمېدل یې بله پایله ده. کله چې وجود کې ۱یا ۲٪ اوبه کمې شي، د تمرکز کچه مو د پام وړ راکمېږي.
۹-ډېر خوراک: کله چې تمرین ختم شي او اوبه مو د وجود کمې وي، سخته لوږه درباندې راځي، حتماً یو ګېلاس اوبه هم څښئ؛ خو کله چې اوبه مو وڅښلې دا لوږه دوه چنده کېږي، اړ کېږئ چې ډېره ډوډۍ او خواړه وخورئ. ډېر خواړه خوړل، وزن بېرته زیاتوي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

لیکوال: ياران، کابل - برخه : افغانستان

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب ... نور ولولئ