مارچ 2, 2021

سور چای او ورسره تړلې د مرۍ سرطان ناروغي

نویو مطالعو ویلي، د خورا زیات سور چای څښل د انسان د مرۍ سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو خطر دوه برابره زیاتوي.
لیکنه: نینا اوراموا
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
د یوې نوې مطالعې پر بنسټ، ډیری خلک خپل ورځ د یوه ګیلاس چای په څښلو پیلوي، خو هغوی چې خورا زیات سور چای څښي، خپل د مرۍ په سرطان د اخته کیدو خطر زیاتوي.
څیړونکو موندلې، هغوی چې خوښیږي یې د چای سوروالی یې له ۶۰ درجې سانتیګریډ (۱۴۰ درجې فارنهایټ) څخه لوړ وي او هره ورځ له ۷۰۰ ملي ګرامو زیات چای څښي د هغو کسانو په پرتله ۹۰ سلنه زیات د مرۍ په سرطان اخته کیږي، چې لږ او تود چای څښي.
د دغې مطالعې د مشر او له سرطان سره د مبارزې ټولنې استازي په وینا، ډیری خلک خوښوي چې سور چای، سره قهوه او دې ته ورته نور سره مایعات وڅښي، خو د دوی د رپوټ له مخې د سور چای څښل د مرۍ سرطان خطر لوړوي. غوره دا ده چې چای څو شیبې پریښودل شي چې لږ سوړ شي او بیا وڅښل شي، ترڅو له یادې ناروغۍ مخنیوی وشي.
د دغې مطالعې د لیکوالانو په وینا، پخوانیو څیړنو د سور چای څښلو او د مرۍ سرطان ناروغۍ ترمنځ یوه اړیکه په ډاګه کړې وه، خو دغې مطالعې، چې د چهارشنبې په ورځ د سرطان ناروغۍ په نړیوال ژورنال (International Journal of Cancer) کې خپره شوه، لومړنۍ مطالعه وه چې د چای د سوروالي (سانتیګریډ) درجه یې مشخصه کړه.
د سرطان ناروغۍ په اړه د څیړنې نړیوال بنسټ (International Agency for Research on Cancer) په وینا، د مرۍ سرطان ناروغي په نړۍ کې د سرطان یو له ۸ معمولو ناروغیو څخه شمیرل کیږي، چې خورا مرګونې ده او په نړۍ کې هر کال شاوخوا د څلور سوه زره (۴۰۰،۰۰۰) کسانو ژوند اخلي.
څیړونکو په دغې ناروغۍ د اخته کیدو اصلي لامل لوړ حرارت په ګوته کړی، نه چای او ورته نور مایعات.

جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : په زړه پورې

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ