خواړه روغه سټه

سلامتیا او اوږد عمر: چای څښونکو ته ښه زېری

ژباړه؛ نسیمه محمدي

شین چای د پلیفنولس په نامه غني ماده لري او د زړه او عروقي ناروغیو مخنیوی کوي.

د څېړونکو په باور لږ تر لږه په اونۍ کې درې ځله چای څښل له روغ او اوږد عمر سره تړاو لري. نوې څېړنې ښودلې د ګرمو څښاکونو دوامداره څښل د زړه او عروقي ناروغیو له کم ګواښ سره اړیکه لري.

خو دا ګټورې موندنې شاید د شنه او تور چایو په اړه سره توپیر لري.

په چین کې په یوې ترسره شوې څېړنه کې، چې ۱۰۰۹۰۲ ګډونوالو په اړه. چې د زړه ناروغي، سکته یا سرطان له یې نه درلود، څېړلي.

ګډونوال په دوو ډلو وېشل شوي، لومړۍ هغه ډله وه چې په چای څښلو روږدي وو، یعنې په اونۍ کې یې له دریو یا څلورو ځلې زیات چای څښلو، بله ډله چې اصلاً د چای څښلو عادت یې نه درلود یا یې له درې ځلې کم چای څښلو.

څېړونکي متوجه شول چې یو پنځوس کلن چای څښونکی په منځنۍ توګه ممکن ۱.۴ کاله وروسته د زړه سکته وکړي. او ۱.۲۶ کاله تر چای نه څښونکو  ډېر عمر وکړي.

هغوی چې د چای څښلو عادت لري، تر چای نه څښونکو  ۲۰٪ د زړه سکتې د خطر او ۲۲٪ د زړه ناروغۍ د اخته کېدو امکان کموي.

همدارنګه د دې څېړنې موندنې د Preventative Cardiology نشریه کې خپرې شوي ښايي، دا ډله خلک ۱۵ ځلې کم له د وژونکو ناروغیو سره مخ کېږي.

د څېړنې لومړی مؤلف «ژینیان ونګ» له پکن روغتیایي علومو آکاډمۍ څخه وايي: “د روغتیا لپاره ګټه د شنه چای له مهمو ځانګړتیاوو څخه ده او هغوی چې عادت لري د اوږد عمر سبب یې کېږي.”

سره له دې د تور چای او سلامتیا ترمنځ خاصه اړیکه نه ده څرګنده شوې.

خو د تور چای مینه‌والو ته د هیلې څه شته، ځکه د دغو څېړونکو په وینا په ختیځه آسیا کې د شنه چای د محبوبیت له امله په دې معنا چې لږ تور چای کارونکي په څېړنو کې تاکل شوي وو.

د دې څېړنې ۴۹٪ ګډونوالو شین چای کاراوه، په داسې حال کې چې یوازې ۸٪ د تور چای کارونکي وو.

دې څېړنیزې ډلې دا هم وویل: “په اونۍ کې دوې پیالې شین چای د آزمایښت لپاره د مجاز حد و، په منځنۍ کچه هره ورځ له دریو تر څلورو پیالو چای څښل په برېټانیا کې ډېر لږ کېدونکی عمل و…”

څېړونکو زیاته کړه: “په دې څېړنه کې نه ده څرګنده چې د چای ډېر څښل ګټه لري که نه.”

سرچینه: انډېپېنډېټ

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.