فبروري 24, 2021

هغه وختونه چې اوبه څښل په کې ډیره ګټه لري

اوبه حياتي ماده ده، چې د نړۍ نږدې هر څېز په اوبو ژوندى دى. اوبه د انسان په بدن کې لويه ونډه لري، چې غذايي مواد او وينه حجرو ته رسوي. د انسان مغز 90 سلنه اوبه دي، او داسې خاصيت لري، چې که لږ هم کموالى پکې راشي، نو خپل فعاليت په سمه توګه نشي کولى.
په افغانستان کې 30 سلنه خلک پاکو اوبو ته لاس رسى لري، او پاتې نور يې د ناپاکو اوبو له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته دي. دا چې د اوبو څښل کوم وخت کې د انسان بدن لپاره ډېره ګټه لري، په دې ليکنه کې يې راسره ولولئ:
۱ـ سهاري کله چې له خوب څخه راويښ شو: سهار محال کله چې له خوب څخه راويښ شئ،د اوبو څښل مو د بدن داخلي سيستم د ښه فعاليت لپاره اوبو ته اړتيا لري. چې په نهاره بايد 4پيالې اوبه وڅښل شي،ځکه دا چاره ستاسو د معدې په ښه فعاليت کې مرسته کوي.او سهار وختي ستاسو بدن تازه کوي. طبي پوهان هم پر دې باور دي، چې په تشته معده د اوبو څښل بدن ته بې شمېره ګټې لري.دوى وايي يو انسان په ورځ کې بايد 2 ليتره اوبه وڅښي.تر څو د بدن فعاليتونه يې په ښه توګه ترسره شي.
۲ـ له ډوډۍ خوړو څخه 20 يا 30 دقيقې مخکې اوبه څښل:له ډوډۍ خوړو څخه 20 يا 30 دقيقې مخکې اوبه څښل مو د ډوډۍ په ښه هضم کې غوره رول لري.ځکه معده لږ ډکېږي، او انسان ډېر خواړه نه خوري،د همدې لپاره وزن کې هم کموالى راځي.
۳ـ له حمام څخه مخکې اوبه څښل: که غواړئ چې د وينې فشار مو په نارمل توګه پاتې شي، نو له حمام کولو څخه مخکې اوبه وڅښئ.
۴ـ له خوب څخه مخکې اوبه څښل: د خوب څخه مخکې اوبه څښل د مغزي سکتې او د زړه حملې راتلو څخه مخنيوى کوي.
د اوبو څښلو نورې ګټې په لاندې ډول دي:
۱ـ قبض له منځه وړي.
۲ـ اوبه له بدن څخه زهرجن مواد وباسي.
۳ـ اوبه د انسان دفاعي سيستم پياوړى کوي.
۴ـ په تشه معده اوبه څښل مو سردرد له منځه وړي.
۵ـ هغه خلک چې اوبه څښي د مخ پوستکى يې تر نورو ډېر ښکلى او ښوى وي،ځکه د مخ ګونځو وړلو کې رول لري.
۶ـ په نهاره اوبه څښل انرژي زياتوي.د تړمو اوبو څښل د هاضمې سيستم ښه کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*