ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

په پاکستان کې د دویم واده لپاره د لومړۍ مېرمنې/ درېیمګړي اجازه حتمي شوه

لیکنه: مهر تاج
راپور: مهر تاج

د پاکستان سترې محکمې پرون د یوې نوې پرېکړې له مخې، که چېرې کوم څوک د خپلې لومړنۍ مېرمنې د پوښتنې/ اجازې پرته دویم واده وکړي، نو دی مجبور او مکلف دی، چې  لومړنۍ مېرمنې ته «مَهر معجل» وي او که «مَهر مؤجل» په دواړو حالاتو کې زر تر زره پرې یا ځای پر ځای ادا کړي.

د پېښور ښار یو تن اوسیدونکي جمیل محمد د خپلې لومړنۍ مېرمنې له اجازې پرته دویم واده کړی و، چې لومړۍ مېرمن یې محکمې ته عارضه شوې. د پېښور محکمې جمیل محمد ته د «مهر معجل» او «مهر مؤجل» د پرې کولو حکم ورکړی و، چې دی باید ژر تر ژره هر ډول مَهر چې ټاکل شوی وي، خپلې لومړۍ مېرمنې ته ورکړي، خو جمیل محمد د پېښور محکمې یاده پرېکړه ناعادلانه وبلله او سترېم حکمې ته یې د نوې پرېکړې وړاندیز وکړ.

د اسلام اباد سترې محکمې هم د پېښور د محکمې حکم تایید او جمیل محمد ته د ملامتۍ ګوته ونیوله او د پېښور (ابتدایه) محکمې پرېکړه یې پر ځای وبلله او د یادې پرېکړې حکم یې حتمي یاد کړ.

د جمیل محمد دغه قضیې ستره محکمه یو ځل بیا پر دغه قانون غور کولو ته اړ کړه، چې قاضي محمد ظاهر د جمیل محمد قضیې په هکله پرېکړه په پنځو پاڼو کې واوروله.

نوموړي قاضي په خپل حکم کې په څرګند ډول وویل:

“هرڅوک چې غواړي دویم واده وکړي، له لومړۍ مېرمنې یا منځغاړو څخه پوښتنه حتمي ده او له اجازې پرته د دویم واده کولو په صورت کې به ژر تر ژره مَهر ادا کول حتمي وي.

قاضي زیاته کړې، چې د ټولنیز ژوند په هکله قوانینو کې دا خبره باید څرګنده شي، چې دې قوانینو کې د دویم واده په هکله ډېر نوي قوانین رامنځته شوي، چې راتلونکي کې به د دویم واده غوښتونکي مخکې له کوم اقدام نه دا ټول مسایل په نظر کې نیسي.

یادونه

مَهر معجل څه دی؟

ـ مهر معجل؛ د نکاح پر ځای کې د شاهدانو مخکې باید ځای پر ځای پرې/ ادا شي.

او مَهر مؤجل څه دی؟

مَهر مؤجل؛ د نکاح په ورځ معلومېږي، خو پرې کول یې د مېرمنې د حکم یا خوښې پورې تړاو لري او مشخصه ورځ یا کال نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ