دولت او حکومت؛ دولت کُل دی، حکومت جز

لیکنه: رفیع الله ساحل

په دې لیکنه کې پر لاندې مواردو بحث شوی:
دولت څه ته وایي؟
حکومت څه ته وایي؟
د دولت او حکومت ترمنځ توپیرونه څه دي؟
زیاتره سیاسیون او ورته نور اشخاص د حکومت او دولت د کلمو په استعمال کې زیاتره وقت ګنګس او تاو بالا شان کېږي، حکومت د دولت او دولت د حکومت په مفهوم کاروي، خو داسې نه ده دغه هر یو یې بېله او مشخصه معنا او مفهوم لري چې په لنډ ډول پرې رڼا اچوو.
دولت  State
د ارستو له آنده: “دولت د بېلابېلو کورنیو او کلیو د یوې داسې منظمې ټولنې نوم دی چې موخه یې د خپلواک او سوکاله ژوند جوړول وي.
په هر لحاظ دولت د افرادو هغې منظمې ټولنې ته ویل کېدای شي چې په یوه ځانګړې سیمه کې اوسي د بهرنۍ سلطې څخه آزاد وي. خپل حکومت او د قانون جوړولو واک ولري او تر خپلې ولکې لاندې په ټولو وګړیو او ادارتو باندې د قوانینو د نافذولو اختیار ولري.
یا هم دولت هغه ارګان دی چې د ټولنیز نظم د تنظیم او د خلکو د هوسا ژوند جوړولو په موخه رامنځته شوی وي او د څلورو ځانګړو فکتورونو درلودونکی وي.
نفوس،
عالي حاکمیت،
قلمرو،
حکومت.

نفوس

نفوس د دولت له بنسټیزو عناصرو یو اهم عنصر دی. نفوس هغه وګړي چې په یو ټاکلي قلمرو یا ملي چاپیریال کې په تلپاتي توګه اوسېږي او د خپل اړونده دولت تابعیت ولري.

عالي حاکمیت

عالي حاکمیت یا واکمني د انګلیسي ژبې د (Sovereignty) ژباړه ده، چې د لوړ او پیاوړي ځواک په معنا دی. واکمني د دولت د ارادي د پلي کولو هغه ځواک ته ویل کېږې چې په کورنیو او بهرنیو چارو کې تر ټولو نورو ځواکونو لوړه وي.

قلمرو

قلمرو یا ملي جغرافیوي چاپېریال ټولو هغو سیمو ته ویل کېږې چې د یوه دولت د ملي واکمنۍ لاندې وي او د پولو په دننه کې یې د هېواد قوانین د پلي کېدو وړ وي.
د دولت په څلورمه برخه لاندې په لنډ ډول بحث کوو.

حکومت: Governament

حکومت په لغت کې حکم کولو او واک چلولو ته وایي، خو په اصطلاح کې په دریو بېلابېلو معناوو کارېږي.
واکمنان یا واک چلوونکي: په دې معنا کې حکومت هغه شخص یا اشخاصو ته اشاره کوي چې د واک چلونې عمل ترسره کوي.
اجرایوي ځواک: په دې معنا کې حکومت د نورو ځواکونو په مقابل کې یوازې پر اجرایوي ځواک اطلاق کېږي.
درې ګوني ځواکونه: په دې معنا کې حکومت د دولت درېګونو ځواکونو ته ویل کېږي، لکه قضایه ځواک، اجرائیه ځواک او مقننه ځواک.
حکومت د دولت یو له تشکیلوونکو عناصرو دی، چې بې له حکومت څخه دولت نشي جوړېدای او هر دولت د ځانګړي حکومت درلودونکی دی.
یا هم حکومت د دولت اجرایوي ارګان دی چې د دولت داخلي او بهرنۍ پالیسۍ پلي کوي.
همدارنګه په ټولنه کې د ټولو قوانینو پلي کول هم د حکومت دنده ده.

د توپیرونو لنډیز یې

۱ – دولت کُل دی، حکومت جز دی؛
۲ – دولت یو نامشخص مفهوم دی، خو حکومت مشخص مفهوم دی؛
۳ – د دولت غړي ټول خلک دي، په حکومت کې د دولت یا خلکو یوه کوچنۍ برخه شته؛
۴ – دولت دایمي دی، حکومتونه د وخت او شرایطو پر اساس بدلېږي؛
۵ –  د دولت شتون له حکومت پرته ناشونی دی، حکومتونو له دولتونو پخوا هم شتون درلود؛
۶ – د دولت صفت حاکمیت دی، د حکومت صفت محدودیت دی؛
۷ – دولت د ټول بدن په څېر دی، حکومت د بدن د یوه غړي په څېر دی؛
۸ – شکایت د دولت موضوع نه، بلکې شکایت د حکومت موضوع ده. یعنې چې په عموم کې شکایات حکومت ته کېږي.
په لنډ ډول یې که ووایو حکومت د دولت یوه څانګه ده، حکومت د دولت له بنسټیزو متشکله عناصرو څخه یو دی، همدارنګه حکومت د دولت د غوښتنو او موخو د لاسته راوړلو د واکمنۍ د پلي کولو او د خلکو د اطاعت د لاسته راوړلو یوه وسیله ده، نو ځکه هېڅ دولت بې له حکومت څخه شتون نشي پیدا کولای. حکومت په هره بڼه که وي باید یوازې د دولت لپاره وي او د دولت د موخو د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ