اپریل 23, 2021

د حشمت الله شهیدي په ګډون هغه لوبغاړي چې غبرګې سليزي يې وهلي دي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی حشمت الله شهیدي د غبرګو سليزو په نړیوالو توپوهونکو کې شمار شو.

هغه د زِمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او ځان یې د غوره توپوهونکو په ډله کې راويست.

هغه توپوهونکي، چې د ټېسټ زیاتې غبرګې سلیزې یې وهلي دي

لومړی مقام د اسټرالیا د براډمن په نامه د توپوهونکي دي، هغه ۱۹۲۸ز څخه تر ۱۹۴۸ز پورې ۱۲ ځلې غبرګې سلیزې وهلي دي.

د سریلانکا کومار سنګاکارا ۱۱ ځلې غبرګې سلیزې وهلي، براېن لارا ۷ ځلې، د انګلستان هامونډ په نامه لوبغاړي ۷ غبرګې سلیزې، ویرات کولي او مهیلا جایاوردنی اووه، اووه، د سریلانکا اټاپاټو شپږ، ویرینډر سېواګ هم شپږ غبرګې سلیزې وهلي دي.

د پاکستان جاوېد مېنداد شپږ، د پاکستان یونس خان شپږ، د اسټرالیا ریکي پونټېنګ او د هندوستان سچېن ټېنډولکر شپږ غبرګې سلیزې جوړې کړې دي.

د انګلستان جوروټ پنځه ځلې غبرګې سلیزې وهلي، د سویلي افریقا ګرېم سمېت ۵، د هندوستان راهول ډراوېډ ۵، د انګلستان الېسټېر کوک پنځه ځلې، د پاکستان زهیر عباس او د انګلستان هټن په نامه لوبغاړي څلور، څلور ځلې غبرګې سلیزې وهلي دي.

د نیوزیلېنډ کین ویلیمسن، د اسټرالیا چپېل، د پاکستان محمد یوسف، د نیوزیلېنډ برېنډن مکلم، د ویسټ انډیز ګرینېج، د اسټرالیا مایکل کلارک، د هندوستان سونېل ګواسکر، د افریقا هاشم املا په ټېست لوبو کې څلور څلور ځلې غبرګې سلیزې وهلي دي.

د اسټرالیا سېمپسن، د بنګله دېش مشفق الرحیم، د اسټرالیا سټېف سمېت، د هندوستان پوجارا، د پاکستان ازهرعلي، د سویلي افریقا کېرسټن، د انګلستان کېوېن پېټرسن، د ویسټ انډیز کرېس ګېل، د اسټرالیا جسټېن لېنګر، د ویسټ انډیز ریچارډز، د نیوزیلېنډ راس ټایلر، د سریلانکا جایاسوریا او د نیوزیلېنډ فلېمېنګ درې، درې ځلې غبرګې سلیزې وهلي دي.

او د له افغانستان څخه حشمت الله شهیدي هغه لوبغاړی دی، چې یو ځل یې غبرګه سلیزه ووهله.

د غبرګو سلیزو په اړه د حشمت الله شهیدي غبرګون

حشمت الله شهیدي له قوله کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې هغه ویلي دي « زه ډېر د خوښۍ احساس کوم، زما کورنۍ او ټول افغانان په دې فخر کوي، چې زه له افغانستان څخه یواځینی هغه لوبغاړی شوم، چې دوه سوه ناوسوځېدلې منډې کوم او ځان مې له نړیوالو لوبغاړو سره په دې نوملړ کې ور شریک کړ».

وروستي مطالب