مارچ 2, 2021

کارتک ارین او جهانوي کپور په یوه فلم کې سره لوبیږي

د هندي سینما مشهور پروډیوسر او لارښود کرن جوهر اعلان کړی چې نوموړی به په خپل راتلوونکي کامیاب فلم (دوستانه) بله برخه جوړوي.
کرن جوهر په ټولنیزورسنیو کې لیکلي چې په دغه فلم (دوستانه۲) کې به کارتک ارین او جهانوي کپور مرکزي رول ولوبوي.
دغه راز روښانه شوې چې د دغه فلم لارښود به هم کرن جوهر نه کوي بلکې یو نوی ډائریکټر کولن ډي کنها به یې د لارښود چارې مخته یوسي خو دغه فلم د کرن جوهر د کمپنۍ دهرما په بینر سره جوړیږي.
کرن جوهر د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نوموړی پوره چمتو دی چې جهانوي او کارتک په دغه فلم کې ولوبوي، دهرما پروډکشن کې د کارتک ارین دا لومړی فلم دی په خبره یې چې یو بل فلم لوبغاړی به هم د دغه فلم برخه شي او ډېر ژر به یې اعلان وکړي.
دغه پروډیوسر دوه ورځې وړاندې د مینوالو لپاره یو ځانګړی ټیزر هم خپور کړی و چې په کې ویل شوي وه ډېر ژر به یو ځانګړی خبر واوري.

نوموړي زیاته کړې چې دوستانه ورته همېش یو ځانګړی اهمیت لري، په خبره یې چې دهرما پروډکشن کمپني شروع ۱۹۸۰ کې د امیتاب بچن، شتروګن سنها او زینت امان د فلم دوستاني څخه شوې ده.
په خبره یې چې ۴۰ کاله وروسته د دغه فلم یوه برخه جوړیږي چې نوم به یې همدا وي.
د یادولو ده چې دوستانه فلم په ۲۰۰۸ کې ریلیز شوی وه چې په کې پریانکا چوپړا، ابهشیک بچن او جان ابراهم کار کړی وه

د حزب التحرير پر غړو بندیز ولګيد

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

ژباړه او زیاتونه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې ... نور ولولئ