د پوهنتونو د رخصتېدو سره سم، د محصلینو غبرګونونه را پورته سوي

خبریال: فضل الله فضلي
د افغان حکومت د کابینې د نوي پرېکړي له مخي د هیواد ټول پوهنتونونه د ۳ نیمو میاشتو لپاره رخصت اعلان سول.
تېره چهارشنبه کابینې پرېکړه وکړه، چي د کرونا د دوهمي څپې په راتګ سره دي د هیواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت اعلان سي.
د یادي غونډي پرېکړه نن (شنبه) نشر سوه، چي د پرېکړي له مخي د رواني قوس میاشتي له ۸ نېټې څخه بیا د حوت میاشتي تر ۱۵ پوري به د هیواد ټول تحصيلی مراکز رخصت وي.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت هم دا خبر تائید کړی او د رخصتي خبرتیا یې خپره کړې ده.
د پوهنتونونو تر رخصتېدو وړاندي د پوهني وزارت هم د هیواد په سړو سیمو کي د رخصتۍ اعلان کړی او ددې ترڅنګ په هیواد کي د واده صالونونه هم بند اعلان سول.

په ټولنیزو رسنیو کي د کابینې دا پرېکړه په پراخه کچه غندل سوې او محصلینو پر حکومت نیوکي کړي، چي دا یې د لوړو زده کړو د شاته پاته کېدو سبب کیږي.
د یادي پرېکړي په مقابل کي، محصلینو پر ټولنیزو رسنیو د (پوهنتونونه مه رختصوئ) شعارونه پیل کړي دي.

د کرونا ویروس په راتګ سره په هیواد کي پر ټولو ټولنیزو کاروبارونو سخت محدودیتونه لګول سوي وه، چي خلګو ته په میلیونونو افغانیو زیانونه واوښتل.
دا مهال په هیواد کي خلګ له اقتصادي حالته کړیږي، د دوی په وینا چي دا ډول بندیزونه به لا نور زیانونه ورته واورسوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.