خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرکټ کرونا

ډوني د ای پي اېل په سیالۍ کې

یاران سپورټس

د هندۍ کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډوني د ماشومتوب مهال کرکټ روزونکي بنیرجي ویلي، فکر کوم چې ډوني د ۲۰۲۰م نړیوال جام لوبېدلو ته د هندوستان لپاره وړ لوبغاړی دی.

نوموړي د هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته په کنایه کې ویلي: “زما شپږم حس دا وایي، چې هغه به نړیوال شل اوریز جام کې د لوبېدو موقع پېداکړي.

بنیرجي په داسې حال کې دا خبره کړې، چې ایم ایس ډوني د ۲۰۱۹م پنځوس اوریز جام نیمه پایلوبې را په دېخوا موقع نه ده موندلې، چې د هندوستان لپاره د کرکټ بوټان واغوندي او د یوې بلې لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړي.

نوموړي باندې له هغه وخته انتقادونه زیات شول، چې کله یې چې په نړیوال ۵۰ اوریز جام کې په ناټ اوټ وتلو سره له نیوزیلېنډ څخه نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه.

سږ کال ایم ایس ډوني مخکې له دې چې د کرونا تهدید زیات شي، د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر په توګه چینای ایالت کې تمرینات پیل کړي وو او د دیارلسم پړاو آی پي اېل لپاره یې ځان چمتو کاوه.

خو د کرونا ویروس د ده دغه تمرینات تر کوره محدود کړل.

د هندوستان حکومت اعلان کړی، چې ۲۱ ورځې دې وګړي لاک ډاون یا قرنطین غوره کړي، نو ډوني هم په کور کې دی او تمرینات په یواځې ځان ترسره کوي.

د آی پي اېل لوبې په یوه پرېکړه کې ۱۶ ورځې ځنډول شوي دي شوي دي او کېدای شي د اپریل له پنځلسمې نېټې هم وروسته شي.

بل پلو داسې اندېښنې هم شته، چې ښایي نړیوال شل اوریز جام هم وځنډول شي.

د آی پي اېل سیالۍ ولې ډوني ته مهمې دي؟

د آی پي اېل سیالۍ ځکه ډوني ته مهمې دي، چې ډوني پکې ځانته راروان اسیا جام بیا شل اوریز نړیوال جام ته کمپاین کولای شي.

که آی پي اېل ترسره شي او ډوني پکې ښه توپ‌وهنه او وېکټ‌ساتنه وکړي، نو د هندوستان د کرکټ غوراوي کمېټه مجبورېږي، چې ډوني هم غوره یا سېلېکټ کړي، نړیوال جام او شل اوریز نړیوال جام کې یې ولوبوي.

 

untitled-collage_1507639374.jpg

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ