سپورټ کرکټ

د ایم ایس ډوني استعفا د کرکټ د مینه‌والو له لاسه ورکول دي

لیکنه: سمیع الله درانی

د انګلستان سپېن یا څوکه توپ اچوونکي مونټي پنېسار وایي، د ډوني استعفا به داسې وي، لکه څنګه چې د پرتګال هېواد د کرسټیانو رونالډو استعفا وه.

رونالډ چې د میسي تر ځلېدلو مخکې د نړۍ په کچه یو غوره فوټبال لوبغاړی و او اوس زوړ شوی دی.

رونالډو د فوټبال نړۍ خورا زیات مینه‌وال لري، خو کله یې چې د خپل هېواد لپاره لوبې پرېښودې او استعفا یې ورکوله، د فوټبال ډېری مینه‌وال نهیلي شول او ډېری یې له فوټبال څخه زړه‌توري شول.

د هرې لوبې د لوبغاړو منځ د ګوتو په شمار اتل او خورا پیاوړي لوبغاړي وي، چې له دغو لوبغاړو سره د خلکو ډېره مینه وي او لوبې د دوی د شتون په شرط سره ګوري او اوري، خو کله چې له دغو لوبغاړو یو یې رخصتېږي، نو مینه‌وال یې زیات پرېشانه کېږي او ډېری مینه‌وال یې هم د لوبو کتلو سره مخه ښه کوي.

نو د رونالډو د فوټبال لوبو پرېښودلو سره د هغه زیات مینه‌وال خواشیني شول او د فوټبال نړۍ د مینه‌والو له پلوه یو څه وننګېده.

خو لا هم داسې لوبغاړي شته چې لوبې یې د کتلو دي او مینه‌وال یې د لوبو لیدلو ته وعداره او لېواله کړي دي.

د کرکټ نړۍ هم خورا ښه لوبغاړي لري، په تېر کې سچېن ټېنډولکر ولاړ چې مینه‌وال یې خواشیني شول او د کرکټ نړۍ یې یو څه د مینه‌والو له امله وننګوله.

ورپسې د سنګا کارا او مهېلا جایاوردنی تګ، د اسټرالیا د برېټلي تګ، د پاکستان د انضمام الحق او شعیب اختر تګ، د اسټرالیا د شېن واټسن، د نیوزیلینډ د برېنډن مکالم او داسې نورو غوره لوبغاړو تګ د لوبو مینه‌والو خواشیني کړي.

خو لوبو کې دا یو اصل دی کله چې لوبغاړی زړېږي، نو له لوبو استعفا کوي او ځای یې نوی لوبغاړی ډکوي.

اوس د ډوني په هکله هم داسې نظر دی چې د کرکټ نړۍ څخه د هغه په تګ سره د کرکټ ډېری مینه‌وال خواشیني شي.

د ډوني له مینه‌وال یو زه هم یم، چې د ډوني ارامه او با تدبیره لوبه مې خوښېږي.

د هغه ارام طبیعت، با تدبیره لوبډلمشري، په منځنۍ برخه ذمه وارانه لوبه او ښه هېټېنګ هغه څه وو، چې د مینه‌والو په زړونو یې راج کاوه.

ډوني لا هم د کرکټ نړۍ سره مخه ښه نه ده کړې، خو کېدای شي د ۲۰۲۰م په اوږدو کې د هندوستان لپاره لوبې پرېږي او یوازې د آی پي اېل لوبو ته دوام ورکړي.

خو که ډوني د کرکټ له نړۍ رخصتېږي، لومړی کرکټ مینه‌وال به زه یم چې خپه کېږم به او د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې به داسې سلګونه او ان زرګونه نور وي، چې له استعفا سره به یې زړونه ماتېږي او خپه کېږي به.

تاسې درانه لوستونکي هم د ډوني مینه‌وال یاست؟

نوموړي د ۲۰۱۹م د نړیوال پنځوس اوریز جام د نیمه پایلوبې څخه راپدېخوا نړیوال کرکټ نه دی او د هندوستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې هم په څو سیریزونه کې ونه لوباوه.

ډوني هم تر اوسه د استعفا پرېکړه نه ده.

هغه زوړ شوی دی، خو د کرکټ نړۍ کې یې لوبه کمرنګه شوې نه ده او لا هم یو ذمه وار، فوم کې او با تدبیره لوبغاړی دی.

ډوني او هندوستان ته یې درې اتلولۍ

ډوني د هندوستان یوازینی لوبډلمشر دی، چې د هندوستان لپاره د درې سترو جامونو ګټلو ویاړ لري.

۲۰۰۷م کې یې د لوبډلمشر په توګه ټاکل کېدو سره سم لومړی پړاو شل اوریز جام په سویلي افریقا کې وګاټه او ویاړ یې د هندوستان په برخه کړ.

۲۰۱۱م کې یې په سریلانکا کې نړیوال پنځوس اوریز جام وګاټه او پایلوبه کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

او ۲۰۱۳م کې یې په انګلستان کې د قهرمانۍ جام اتلولي یا چمپیئن ټرافي په خپل نوم کړه.

دا درې ستر نړيوال جامونه دي، چې ایم ایس ډوني په خپله لوبډلمشرۍ کې د هندوستان لپاره ګټلي دي.

تر اوسه په نړۍ کې داسې لوبډلمشر نشته، چې د یو هېواد لپاره یې درې مختلفې اتلولۍ ګټلې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ