سپورټ کرکټ

له ډوني ویرات کولي ته د لوبډلمشرۍ لېږد پروسه

لیکنه: سمیع الله درانی

پوهېږو چې د هندوستان کرکټ لوبډله به بیا د ډوني په څېر ښه لوبډلمشر او رهبر ونه مومي، خو د کرکټ لوبو اصل دا دی، چې د یو ښه لوبغاړي په زړېدو سره ځای یو نوي لوبغاړي ته پرېږدي او دغه نوی لوبغاړی به داسې یو شخص وي، چې د مشرۍ اهلیت ولري او د لوبډلې لپاره مثبت تمامېدای شي.

ځوان لوبغاړی باید د لوبډلمشرۍ ځېنې ځانګړنې ولري

لومړی لوبغاړی باید په تمامه معنا یو ښه لوبغاړی و اوسو، په توپ‌وهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه کې باید له نورو مخکښ وي.

په رهبرۍ کې باید دومره وړتیا ولري، چې لوبغاړي خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي.

د لوبغاړو د وخت ټاکل ډېر مهم دي، مثلا توپ وهنې ته باید د حالاتو په مطالعې سره لوبغاړی لوبغالي ته واستوي، د ډګر ساتنې او توپ اچونې پاڼۍ کې باید یو مناسب بالر د وخت د تقاضا مطابق غوره کړي او توپ اچونه پرې وکړي.

د ډګر ساتنې موقیعتونه باید هر لوبغاړي ته وټاکي او هغه لوبغاړی په هغه ځای کې د توپ نیونې لپاره ودروي، چې اړتیا یې وي.

د دې سربېره د مشورو ځواک او د پرېکړو مهم درک ولري.

د دې سربېره د لوبډلې د پرمختګ لپاره باید مهم وړاندیزونه ولري او یو مثبت فکر لوبغاړو ته ورکړي.

هغه لوبغاړی چې په کوم حالت کې ښه چلېږي، همغه لوبغاړی باید وټاکل شي، ترڅو لوبډله او ان هېواد بریالی کړي.

ویرات کولي او د لوبډلمشرۍ کیسه یې

ویرات کولي په یوه ژوندۍ ویډیو کې له اشوېن سره د خپلې لوبډلمشرۍ کیسه کړې.

اشوېن پوښتنه کړې، چې څنګه لوبډلمشرۍ ته ورسېدې؟

د کولي ځواب؛ زه به هر وخت له ډوني سره نږدې وم، په ځېنو برخو کې به مې هغه مثبت وړاندیزونه کول، که هغه ته به مناسب ښکار شو، نو عملي کول به یې.

د دې سربېره ما به د لوبغاړو په تنظیم کې له ډوني سره ډېره مرسته کوله؛ دې چارې هغه ماته ځیر کړ.

کولي وایي ډوني فکر وکړ، د ده په نشتون کې اوس د هندوستان لوبډله داسې یو کس لري، چې لوبډله ښه رهبري کړي.

د ډوني لوبډلمشري

ډوني له ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۱۵م پورې د لوبډلې لوبډلمشر و، دې برخه کې یې هېڅ لوبغاړی نه دی خپه کړی، لوبغاړي یې په خورا اتفاق او اتحاد ولوبول.

درې اتلولۍ یې د هند ملت ته وګټلې او لا هم د هند لوبډلې سره د لوبېدو په تکل کې دی.

ویرات کولي او لوبډلمشري یې

۲۰۱۵م کې کولي ته د ټېسټ لوبو لوبډلمشري ورکړل شوه، کله یې چې لوبډله ښه رهبري کړه، نو د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشري هم ورکړل شوه.

ده په خپله لوبډلمشرۍ کې په لومړي ځل اسټرالیا ته په ټېسټ سیریز کې ماته ورکړه او دا هندوستان په تاریخ کې لومړی ځل و، چې دا چاره یې ترسره کړه.

د ویرات کولي په راتګ سره له ۲۰۱۱ م کال څخه وروسته ګاتم ګمبیر له لوبډلې ولاړ.

د ده په لوبډلمشرۍ کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېده او هلته یې له نیوزیلېنډ څخه ماته وخوړه.

د هند د لوبډلې لوبډلمشري ډېره اسانه هم نه ده، ځکه تقاضا کېږي، چې نړیوال جامونه وګټي؛ خو که ونه ګټل شي، لوبډلمشر او د لوبډلې نوره رهبري تر انتقادونو او فشارونو لاندې راځي.

تاسې درانه لوستونکي څه وایاست، چې ایا کولي به وکولای شي، په خپله لوبډلمشرۍ کې هند ته کوم نړیوال جام وګټي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ