سپورټ کرکټ

د پټان له پېغور وروسته د ډوني لویه بریا

د اکټوبر په ۲ یمه نېټه عرفان پټان ډوني ته په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې عمر د ځېنو کسانو لپاره یواځې حساب یا شمېر دی او د ځېنو لپاره بیا د لېرې کولو موقع وي.

هغه دا خبره وروسته له هغې وکړه، چې د حیدراباد خلاف لوبه کې چینای لوبډله ماته شوه او ډوني په دغې لوبه کې کمزوری او کم انرژي ښکارېده.

د عرفان پټان د دغو خبرو پر وړاندې د ډوني ډېری مینوالو د ډوني ملاتړ کړی او ویلي یې دي، ډوني هغه لوبغاړی دی، چې درې ځلې یې هندوستان ته نړیوالې اتلولۍ او درې ځلې یې د چینای اتلولۍ ګټلي دي.

تېره شپه د اکټوبر په ۴ مه نېټه په آی پي اېل کې د ۱۸ مه لوبه د چینای سوپرکېنګز او کېنګز ایلیون پنجاب ترمنځ ترسره شوه، چې پنجاب لوبډلې د کی اېل راهول د ۶۳ منډو په مرسته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې وکړې.

چینای دغه هدف په اتلسم اوور کې پرته له کومې وېکټې له سوځېدلو پوره کړ او پنجاب ته یې په اوپننګ ماته ورکړه.

شېن واټسن په ۵۳ توپونو ۸۳ ناسوځېدلې او فاف ډوپلیسي په ۵۳ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبډلو د بونډریانو توپیر

پنجاب کرکټ لوبډلې ۶ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې وهلې وې.

چینای لوبډلې ۴ شپږیزې او ۲۲ یې څلوریزې ووهلې، چې ۱۱ څلوریزې واټسن او ۱۱ څلوریزې فاف ډوپلیسي وهلې وې.

د پنجاب لوبډلې بالرانو ۱۱ وایډ یا پراخ توپونه ترسره کړي وو او چینای لوبډلې ۳ وایډ یا پراخ توپونه ترسره کړي وو.

 

چینای د دې لوبې په بري سره له وروستي ځای څخه شپږم ځای ته مخکې تګ وکړ.

حیدراباد اووم ځای ته ولاړه او پنجاب لوبډله اتم ځای ته ښکته شوه.

د نومرو په جدول کې ممبيي لومړی، ډیلي دویم، بنګلور درېیم، کلکته څلورم او راجستان پنځم ځای نیولی دی.

 

نن ماښام شپږ نیمې بجې ډیلي او بنګلور د لیګ ۱۹ مه لوبه کوي.

د آی پي اېل په تاریخ کې په لس وېکټو د لوبو ګټل

۲۰۰۸ کال کې د ممبيي ۱۵۴ منډې هدف دیکان چارجرز په اوپننګ پوره کړی و.

۲۰۰۹ کال کې ډیلي د پنجاب پر وړاندې په لسو وېکټو بریاخپله کړې وه.

پنجاب، ډیلي ته ۱۰۴ منډې هدف ورکړی و.

۲۰۱۰ کال کې بنګلور، راجستان ته په لس وېکټو ماته ورکړې وه او بنګلور ته یې ۹۴ منډې هدف ورکړی و.

۲۰۱۱ کال کې راجستان، د ممبيي ۱۳۳ منډې هدف په اوپننګ پوره کړی و.

۲۰۱۲ کال کې ممبيي بیا د راجستان ۱۶۲ منډې هدف په اوپننګ پوره کړی و.

۲۰۱۳ کال کې چینای د پنجاب ۱۳۳ منډې هدف پرته له کومې وېکټو سوځېدو پوره کړی و.

۲۰۱۵ کال کې بنګلور  د ډیلي ۹۵ منډې هدف په اوپننګ پوره کړی و.

۲۰۱۶ کال کې حیدراباد د ګوجرات لاینز ۱۳۵ منډې هدف پرته له کومې وېکټې سوځېدو ترلاسه کړی  و.

۲۰۱۷ کال کې کلکتې د ګوجرات لاینز ۱۸۳ منډې هدف په اوپننګ پوره کړی و.

۲۰۱۷ کال کې پنجاب د ډیلي ۶۷ منډې هدف په اوپننګ پوره کړی و.

۲۰۱۸ کال کې بنګلور د پنجاب ۸۸ منډې هدف په اوپننګ پوره کړی و.

او ۲۰۲۰ کال کې چینای د پنجاب ۱۷۸ منډې هدف په اوپننګ پوره کړ.

 

gggg.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ