مارچ 8, 2021

د ایمرجنګ او له 19 کلنو کم عمره لوبغاړو د چمتووالي کمپ

Advertisements

د کابل په نړیوال او ایوبي لوبغالو کې نن د ایمرجنګ او له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو د چمتووالي کمپ پیل شو، چې د روانې جولای میاشتې تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي.
کرکټ بورډ وايي، د دغه کمپ یوازېنۍ موخه د ایمرجنګ او له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د اسیا جامونو لپاره بشپړ چمتووالی او روزنه ده، چې پکې به د ایمرجنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبغاړي وروزل شي.
د ویلو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې په سریلانکا هېواد او د ایمرجنګ لوبډلو اسیا جام سیالۍ بیا د روان کال په نومبر میاشت کې په بنلګه دېش هېواد کې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ په وېنا، وړمه ورځ د افغانستان الف لوبډله هم د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې د پنځه یو ورځینو لېسټ ای او دوه څلورـ ورځنیو سیالیو په موخه بنګله دېش هېواد ته ولاړه.

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله د تېر اسیا جام سیالیو اتله لوبډله وه.
تېر ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سیالۍ په مالیزیا هېواد کې ترسره شوې وې، چې افغانستان پکې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او اتلولي یې ګټلې وه.
 

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ