خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

دماغي سکته او مخنیوى يې

لیکنه: شپنه سلګۍ
ژباړه: شپنه سلګۍ

که د انسان د دماغو یوې برخې ته وینه ونه رسېږي، نو دماغو ته اکسیجن نه رسېږي، دماغ زیانمن کېږي، خپله دنده سر ته نه شي رسولی او همدې حالت ته دماغي سکته وايي.

دماغ ته هغه مهال وینه نه رسېږي چې د وینې رګونه یا وچوي او یا بند شي.

د دماغي سکتې د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

باید د سګرټ څکول پرېږدو، صحي خواړه وخورو، خپل د بدن وزن باید کم کړو، روزانه ورزش وکړو او د شکر یا ډیابېتېس، زړه او د وینې د لوړ فشار د ناروغیو پر وخت د اړونده ډاکټر سپارښتنې او لارښونې په پام کې ونیسو، ځکه همدا د دغې نارغۍ له مهمو عواملو څخه دي.

د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ څخه زیات وي، دماغي سکته د مړینې دویم لوی سبب ګڼل کېږي.

دماغي سکته په نارینه، ښځو او حتا ماشومانو کې هم رامنځته کېدای شي او په هغو کسانو کې چې عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۵۹ کلنۍ پورې وي، د مړینې پنځم لوی سبب ګڼل کېږي.

که د دماغي سکتې مخنیوی ونه شي، نو له تلپاتې معیوبیت څخه تر مرګه پورې انسان رسولی شي.

دماغي سکته د دایمي معیوبیتونو سبب ګرځي، لکه د نیم بدن فلج کېدل، د خبرو کولو ستونزې او همدارنګه د حافظې، درک کولو او احساساتو ګډوډي او حتا د انسان د مړینې سبب هم ګرځي.

په غریبو او مخ پر ودې هېوادونو، لکه افغانستان او پاکستان کې په هرو دریو دقیقو کې دوه تنه دماغي سکته کوي.

په نړۍ کې بیا په هرو شپږو ثانیو کې یو تن دماغي سکته کوي او له هرو شپږو وګړو څخه یو تن له دماغي سکتې سره مخ کېږي.

په نړۍ کې هر کال ۱۵ میلیونه کسان دماغي سکته کوي چې له هغې ډلې څخه ۵.۸ میلیونه کسان مړه کېږي، خو داسې ښکارې چې د مړینې دغه کچه به لا نوره هم لوړه شي.

دماغي سکته په یوازې ځان له ایډز، نري رنځ یا توبرکلوز او مالاریا درې واړو څخه زیات کسان وژني.

په امریکا کې دماغي سکته له قلبي ناروغیو او سرطان څخه وروسته زیات کسان وژني.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ