اپریل 16, 2021

څو ټکي چې د دندې په سم ډول ترسره کولو کې مرسته کوي

Advertisements
ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

د دندې په ښه توګه ترسره کول هم ځینې ځانګړتیاوې غواړي چې یو انسان یې باید ولري.
تر هر څه اړینه، پر ځان باندې باور درلودل دي موږ هر کله چې کوم کار ترسره کوو باید پر ځان باور او اعتماد ولرو، ځکه که موږ پر ځان باور وکړو نور هم پر موږ باور کوي.
هر کار چې موږ پیلوو باید په ډېره مینه او لېوالتیا سره يې پيل کړو، ځکه کوم کار چې په شوق ترسره شي هغه په ډېر ښه ډول تمامېږي.
کله چې موږ یو کار په ډار او وېرې سره پیل کړو موږ نشو کولای هغه ختم هم کړو هر کار چې کوو باید خطر منونکې وسو باید لوی زړه ولرو.
بریالي انسانان هغه دي چې یو نوښت وکړي یا هم نوښتګر وي ځکه داسې انسانان د ټولو خوښ وي او هر ځای دنده ورته پیدا کیږي.
تل باید فرصت په لټه کې اوسو، وګورو چې چاپیریال کې که کوم فرصت وي هغه ترسره کړو، تل له وړو کارونو څخه پیل وکړو، چې لویو کارونو ته ورسېږو ځکه په یو دم سره لويو بریاوو ته نشو رسېدلای.
چارې مو باید په هر اړخیز ډول وارزوو وګورو چې موږ خپل کارونه په ښه ډول ترسره کوو که نه.
هڅ داسې کار نشته چې ونه شي خو هر کار هڅي او تلاش ته اړتیا لري که په ځان سخته رانوړو اساني ته هم نه رسېږو.
که پر ځان ټیټ باور ولرو بیا نو هر ډول دنده چې وي موږ يې نشو کولای، نو ځکه باور اړینه خبره ده.
د هر ډول ستونزې سره چې مخ شو باید مقاومت وکړو او پر وړاندې یې ودرېږو، ځکه زموږ مقاومت زموږ وړتیا ښکاره کوي.
له کوچنيو کارونو څخه لویه او ښه پانګونه ترلاسه کړو او هیڅکله له وړو وړو کارونو څخه ونه شرمېږو.
موږ په دې فکر کې یو که موږ واړه کارونه وکړو ټول خلک به موږ پسې څه وایي، خو موږ هېڅکله باید د چا خبرو ته غوږ کینږدو، باید خپلې بریا ته د خپلې دندې په وسیله ځان ورسوو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ